د امنیتي مؤظفینو د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جغتو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان له دوو ملګرو سره ټپي او څلور نور له یوه اندازه وسلو اومهماتو سره ژوندي نیول شوي دي .

امنیتي ځواکونو تېره شپه په مرکز میدان ښار کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ټپیان او څلور نور له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي ونیول شول.

همدا راز په جغتو ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ټپي شوی دی.

په ترسره شویو  عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *