تاند- داسي ښکاري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به سبا/چهارشنبه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان نه کړای شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس ضیاالحق امر خېل وايي چې تر نن ورځې پوري د شکایتونو خپلواک کمیسیون د خپلو څېړنو نتیجه نه ده ورسپارلې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ویلي و چې که د شکایتونو کمیسیون د دوشنبې په ورځ د خپل کار نتیجه دوی ته وسپاري، دا کمیسیون به د چهارشنبې په ورځ /د ثور ۲۴مه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهایي پایلې اعلان کړي.
ښاغلی امر خېل هم دې مسلې ته په اشارې وايي چې باید د شکایتونو کمیسیون پرون ورځ /دوشنبه/ د خپلو پرېکړو نتیجه د انتخاباتو کمیسیون ته لېږلې وای.
امرخېل وايي چې غالباً به سبا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نهايي پایلې اعلان نه کړي ځکه چې حتي که نن هم د شکایتونو کمیسیون د خپل کار نتیجې وروسپاري، دوی به وخت ونه لري چې د شکایتونو کمیسیون پرېکړې وڅېړي او وروستۍ پایله اعلان کړي.
تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ابتدايي پایلې هم دوه ورځې په ځنډ اعلان کړې وې.
همداراز دا کمیسیون وايي چې د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات په خپل وخت نه شي ترسره کولی.
د اساسي قانون او د انتخاباتو قانون وايي چې د نهايي نتیجو له اعلانه وروسته باید دوهم ځلي انتخابات په دوو اوونیو کې وشي خو اوس ویل کېږي چې د جوزا په ۲۴ مه به ترسره شي حال دا چې مخکې په پام کې وه چې د جوزا په اوومه د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دوهم ځلي انتخاباتو وشي.