د افغانستان ټول ولس ته دا څرګنده شوه چې ولسي ملاتړ د چا سره وه او چا غوښتل چې د خپلې رایې د ګراف لوړه ولو لپاره هر راز درغلۍ وکړي.
مونږ ته معلومه شوه چې ډیری بې طرفه او د بدلون ریښتنې غوښتونکي افغانان د افغانستان ښه راتلکونکي سیاسي نظام د پرمخ وړلو لپاره څوک غواړي، څوک د افغانستان د پرمختګ او د سیمو هیوادونو سره د سالمې سیالۍ لپاره منطقي او سمه تګلاره لري، د رسنیو او شخصي ناستو څخه څرګنده کیږي چې ولس په هېواد کې د مصلحتونو، ائتلافونو او د واک ویشلو څخه ستړی شوی دی، ولس د واک ویش د اهلیت، شخصیت او استعدادونو په اساس غواړي نه د ائتلافونو او جوړجاړیو په اساس ځکه له تېرې یوې لسیږي را په دیخوا د اوسني ولسمشر د واک په دورې کې هم دغه سیاست پلی شه چې د دولت ځواک یې را کم کړی وه او ځینو کسانو د خپل واک له دولت څخه ډیر او یا هم دولت سره موازي ګڼه لکه والیانو، وزیرانو وکیلانو، د امنیتي کمپنیو مشرانو او داسې نورو کسانو، نو اوس د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو څخه داسې څرګندیږي چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي او د قانون پر بنسټ به دویم پړاو ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ ترسره شي.
له ډیرو شننو څخه وروسته داسې معلومیږي چې هر هغه نوماند چې په خپل ځان او ولس باور ولري نور نو هغه مصلحت او هر چاته د قدرت ویش او جوړجاړی نه مني، هغه کس چې په دویم پړاو کې د ماتې ویره لري او د عامه ذهنونو د ګډوډلو په موخه لکه اوبه وړی هر لوري ته لاس اچوي خو د ولس په باور ګټونکی هغه څوک ده چې ولسي رایه، پاکه رایه ولري نه د درغلۍ او تقلب رایه، نو به دې اساس ویلو شو چې د ځینو ناکامو نوماندانو سره د عبدالله عبدالله ائتلاف نشي کوی چې د ولس رایه ترلاسه کړي ځکه ولس د ائتلافونو څخه له څو لسیزو نه را په دیخوا ښه خاطره نلري، دوی مصحلتي، ائتلافي او سمبولیک دولت ځکه نه غواړي چې د افغانستان ملت د همداسې مصحلتي کسانو تیوریو په برکت له هر څه نه محرومه شول، د عامه خلکو لپاره یې اساسي پرمختیایي چارې ترسره نکړې او اقتصادي بنسټونه جوړ نه شول.
هغه کسان چې د واک تږي دي او د خپلو شخصي ګټو لپاره بیا هم غواړي دغه ملت په یوه مبهم حالت کې د خپلو غولوونکو سیاستونو ښکار کړي باید په دې پوه شي چې د وري د شپاړسمې نېټې ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون وښوده چې ملت نور د چا د درواغجنو ژمنو او د نورو په واسطه د لیکل شوو تبلیغاتو او تشو شعارونو باندې نه غولول کیږي.
مونږ په دې ښه پوهیږو چې په تیرو ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ وشوې، جعلي کارټونه وکارول شول، هغو کسانو رایه وکړه چې قانوني عمر یې نه وه بشپړ کړی، د یوه کس پر ځای بل رایه ورکړه، یوه کس څو څو ځله خپل رایه وکاروله ، د ځينو نوماندانو څارونکو او د کمپاین مسؤلینو له لوري د پیسو په وړاندې او د ګواښونو په واسطه رای اچونې ته اړ شول چې اسناد او شواهد یې د ټاکنیزو شکایتونو محترم خپلواک کمیسون او ځینو ټولنیزو شبکو ته رسېدلي دي.
دا چې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی په دې خبره ټینګ ولاړ دی چې نور مونږ سهامي شرکت نه بلکه یو داسې دولت غواړو چې د اهلیت، استعداد، ښایستګۍ او لیاقت په اساس خلک په کې وګمارل شي نه د ګوند، زور، واسطې او ټلیفوني سپارښتنو په اساس، دا خبره د ډاکټر صاحب شعار نه بلکه د افغانستان د با احساسه او رنځېدلي ولس غوښتنه ده، ښاغلی غني هیڅکله هم چا سره د واک ویش، مصلحتي دولت، سهامي شرکت او دولت سره موازي غوښتنې نه مني، بلعکس ډاکټر غني د افغانستان هر وګړي او شخصیت ته درناوی لري او هغوی سره د سرلوړي، سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره د اهلیت او وړتیا پر بنسټ ناستې لري او د هغوی نظرونو ته هم احترام لري دا ځکه چې د ملت غوښتنه نوره د مصلحتي حکومت غوښتنې پای ته رسونه ده نو په دې اساس یواځینی کس چې هغه په ټول افغانستان کې د یوه معیاري، ولسواکه او واکمن نظام د پلي کولو لپاره غوره برنامه لری شي هغه ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی دی.
څو ورځې دمخه امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې له عبدالله عبدالله سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه لیکلي ول چې زلمی رسول د وري د میاشتې د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې درېم ځای خپل کړ او له عبدالله عبدالله سره یې یوځای دواړو ۵۵ سلنه رایې ګټلې وې خو هیڅ تضمین نشته هغه کسانو چې په تیر ځل کې یې زلمي رسول ته یې رایې ورکړې وې په دوهم پړاو ټاکنو کې عبدالله ته رایې ورکړي.
له بله پلوه ورځپاڼه وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له وروستۍ شمېرې سره سم عبدالله عبدالله ته ټولټال ۴۴ فیصده، اشرف غني احمدزي ته ۳۳ او زلمي رسول ته ۱۱ فیصده رایې اچول شوي دي خو دا ځل د ښاغلي اشرف غني و د ګټلو چانس ډیر دی.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسون لا تراوسه پورې وروستۍ پایلې ندي اعلان کړي خو ټاکل شوې ده چې دغه پایلې د غویي میاشتې په څلور ویشتمه نیټه اعلان شي، په عین حال کې لومړنۍ پایلو څخه څرګندیږي چې هیڅ یو نوماند به ونشي کولای چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی شي.
همدا راز امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې ښاغلی عبدالله عبدالله اندېښنه لري چې په دوهم پړاوټاکنو کې ناامني او درغلي ممکن جدي ستونزې پېښې کړي خو ډاکتر غني بیا بیا تاکید کړی چې له اساسي قانون سره سم دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا شته.
ورځپاڼه لیکي، شنونکي باور لري چې د افغانستان دوهم پړاو ټاکنې به په قومي بنسټ وي چې دا به ښاغلي غني ته، چې پښتون دی، ګټه ورسوي ځکه چې پښتانه د شمېر له پلوه په اکثریت کې دي.
یاده دې وي هغه ناکام نوماندان چې ښاغلي عبدالله عبدالله سره یوځای شوي دي، د هغوی ډیری پلویانو د بیلابیلو ناستو په ترڅ کې خپل ملاتړ له ښاغلي اشرف غني احمدزي څخه اعلان کړ او د اعلانولو په درشل کې دي، نفوذ لرونکو شخصیتونو لکه جمعه خان همدرد، قاضی امین وقاد، وحیدالله سباوون د کوچیانو مشر ملا ترخیل، د ولسي جرګې غړو، د حزب اسلامي ډیری وتلو او نامتو څېرو او داسې نور شخصیتونه ښاغلي اشرف غني سره یوځای شوي دي او د مبصرینو په باور دا هغه کسان دي چې د ډیر نفوس خاوندان دي او کولای شي چې د ښاغلي غني د ګټلو ګراف لوړ کړي.
ستا تحلیل ۱۰۰٪ حقیقت لری موسی زی صاحب