د هنر په پېژندنه کې همدا يوه خبره کافي ده چې وايي:” هنر د درد له وجود څخه په وجود راځي” کله چې يو بااحساسه او متفکر انسان ودرديږي او د ځانګړي قابليت په اساس خپل دردونه د هنر په بڼه راڅرګند کړي، پرته له دې چې يوه مشخص کس ته د نژاد، فردي فکر يا مذهبي عقيدې په اساس څه ورکړي، ټولو ته هغه انساني حقيقت وړاندې کوي چې د هر انسان په زړه کې سترګکونه وهي، ولې په اظهار يې نه پوهېږي.

شاعر وايي:” ماشومان که د مشرق که د مغرب دي،،،،،، د خندا او د ژړا انداز يې يو دى”  همدې بيت ته په کتو حقيقي هنر او انساني درد هم پوله او نژاد نه لري، که د يوه مشرقي انسان په مغربي انسان زړه درد وکړي او خپل درد په هنري انداز ښکاره کړي داسې څوک به پيدا نه شي چې په دې کې د مشرق او د مغرب توپير څرګند کړي بلکې دا به مني چې د يوه انسان د زړه اخ دى چې د بل انسان په درد يې کړى دى.

د هنر راغلي تعريف ته په کتو، هنر د انساني درد محصول دى، خو کله چې دوه حقيقي هنرونه سره يو ځاى شي له دې څخه به هغه څه په لاس راځي چې انسان پرته له دې چې لوى هنر ورته ووايي بل کوم لفظ پيدا نه کړي.

رحمت شاه سايل چې د پښتو ژبې ويښونکى شاعر يې بلل شو تل يې د خپل ولس درد احساس کړى او له هغه درد څخه داسې فنپارې رامنځته کړي چې په لوستو يې انساني فکر او احساس دې ته مجبوروي چې د حيرت ګوته ورته په غاښ کې ونيسي.

دى په خپل يوه شعر کې وايي چې:

ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې

 که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې

د ژوند په شور کې ځينې ځينې اوازونه اوره

 که ناست يې پاڅې به، که پاڅوې روان به شې

په تنهايۍ کې وي بې دره بې د ياره سړى

 د زړونو کور کلي له راشه نو ودان به شې

ستوري خالونه په تندو کړه د وطن د ښکلو

تيارې دې نه شي پټولى چراغان به شې

د پردي سيوري نه په خپلو سرو غرمو کې ښه يې

دلته به ډېر ګران وې که هلته شوې ارزان به شې

د خپل پرهر د درد د سرو ګلونو ژبه زده کړه

په خپله ګل به شې د ګل د خاندان به شې

دا ته د خپله نومه دومره لرې ولې تښتې

بس خو که ځان ته دې افغان وويل افغان به شې

ماتول هېڅ نه دي مشکل د نفرتونو پولې

د مينې لار واخله يقين به شې ايمان به شې

بيا به تمبيږي د پلکونو ګزارونه درنه

د ستم ګرو(؟) مينه وکړه نو سندان به شې

يا بنجارى شه يا ملنګ د پښتونو د کوڅو

سايله دا عزاز حاصله کړه شاه جهان به شې

د ښاغلي سايل دا شعر که په غور ولوستل شي نو هم ملي او هم نړيوال دردونه په کې احساسيږي خو ښايي دا شعر ده ډېر مخکې يا اوس ليکلى وي، ولې هغه شور او زور چې اوس دې شعر پيدا کړى ښايي پخوا چا په کې نه واى موندلى، ځکه اوس لوړ استاد هنرمند او خوږ ژبي سندرغاړي هارون پاچا په يوه ځانګړي انداز په داسې هنري غږ ادا کړى چې ښايي هر څوک ترې په ډېر ښکاره ډول د انسانيت درس حاصل کړي.

ځکه دلته يوازې د شعر هنريت نه دى بلکې اوس د شعر هنريت سره د ترانم هنر هم يو ځاى شوى او د هنرونو ترکيب يې رامنځته کړى چې دا ترکيب پرته له دې چې لوى هنر وبولو نور کوم تعريف او تشريح ورته نه لرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *