ډاکتر محب زغم

غلام محمد فرهاد «پاپا» د کابل لومړنی (او ګومان کوم یوازینی) انتخابي ښاروال و. د کابل د هغه وخت تر ټولو پراخ سړک (د میوند جاده) ده جوړ کړې. ویل کېږي چې ده به پخپله د سړک د کار څارنه کوله، یوه ټوټه وچه ډوډۍ او ګندنه به یې خوړله او له سهاره تر مازدیګره به د دوړو او خاورو په منځ کې کار کاوه. هغه مهال به خلکو ویل چې دی لیونی دی، کابل وګوره او دومره لوی سړک وګوره. دومره موټر به له کومه شي چې پر دې لاره تګ راتګ وکړي؟ خو ده به ویل چې یو وخت به همدا پراخ سړک هم درته تنګ ښکاره شي.

پاپا چې د افغان ملت ګوند موسس او رییس و، د ظاهر شاه په پاچاهۍ کې یوه موده د کابل برېښنا رییس هم پاتې شوی و. حاجي محمد غوث، چې د کابل د ده دانا اوسېدونکی دی او اوس تر اتیا کالو اوښتی، کیسه کوي: «زه عسکر وم. زموږ کلي ته تازه برېښنا راغلې وه. د دوو ورځو رخصتي مې واخیسته چې خپل کور ته د میټر د لګولو امر واخلم. د پاپا دفتر چې ورننوتم، عسکري سلام مې وکړ او ځان مې معرفي کړ. ده چې څنګه راته وکتل، زیاړې یې وکړې چې ووځه، پدرنالتی!.»

ما یې هم زیاړه وروګرځوله چې څه مې کړي دي چې ښکنځل کوې؟

دې وخت کې پاپا له چوکۍ پاڅېد، زه یې په غېږه کې ونیولم او ویې ویل: «آفرین بچیه! هېڅکله چا ته اجازه مه ورکوه چې سپک دې کړي. ما ازمویلې چې زما زیاړه په چوپه خوله تېروې که له خپل حقه دفاع کوې.»

وروسته یې یو نفر راوغوښت، ورته ویې ویل: «د دغه سړي ټول کارونه به همدا نن ورخلاصوئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *