پنځم څپرکى
يوه ورځ مي غوښتل چي بازارته په کوم شي پسي ولاړشم ،له کوره راووتم ،ګورم چي جميل کاکا هم دبازار په خوا روان و،په څيره كي يي ډيربدلون راغلى و.ويښتان اوږيره يي سپين شوي وؤ.زه چي يي کله وليدم نوزيات خوشحاله شواوټينګه ستړې مشې يي راسره وکړه ، راته يي وويل:
(فريده زويه !ماشاءالله دادى ځوان شوى يي؟په رښتيا چي ډير درڅخه خوابدى يم؟ مادومره اوږده مسافري وکړه اوته يوواري تر کوره هم زما پوښتنې ته نه راغلې؟ زمونږکورخولا خير،په خپل کور كي هم راڅخه پټ شوې،ولي دغسي کوي؟څه مي درسره کړي اوڅه بد مي دررسولي دي؟ ته نه پوهيږي چي ته څومره په مونږ ګران يي؟ څه ووايم دااوسني ټول ځوانان دغسي وي لکه ته)
زما څخه نوره لاره ورکه شوه اوهيڅ بهانه هم په ذهن كي نه سره جوړيده،نومي ورته وويل:
جميل کاکا ته باوروکړه چي زه نن ماښام ستاسوکورته درتلم.مورته مي سهار لاويلي چي زه نن شپه دجميل کاکا کره ځم. زه اوس دومره بوخت يم چي بيخي دسرګرولو ته لا نه خلاصيږم.ته پوهيږي چي دکورمسوليت څومره….له کمه وخته چي مي پلار مړشوى بيا مي کراره ورځ نه ده ليدلې. نوما مه ملامتوه اومه مي په اوسني ځوانانوكي حسابوه، هغسي هم نه يم.
_(ته هم رښتياوايي چي دکورمسوليت سړى ليونى کوي. ستا له پلاره سره دي
اللهجل جلاله پاک ښه وکړي ډيرمشرفه اونيک بخته و، اللهجل جلاله دي جنتونه ورنصيب کړي. ښه خيرپه دې خو ايمان او باورلروچي ټول به مړه كيږو،څوک مخته څوک شاته .ژوند ټوله دسفر مثال لري ،هريو به تر خپل منزله پوري رسيږي.دادنيا خوخير ډيره بي وفا ده،له هيچاسره يي وفا نه ده کړي.اللهجل جلاله دي هغه دنيا راته جوړه کړي)
_هوجميل کاکا! ته هم رښتيا وايي .څومره دا انسانان په دې خطاء وتلي دي اوبيخي يي مرګ هير کړى دى.اصلي خوهغه بله دنيا مهمه ده ،خدايجل جلاله مهربانه دي. ښه نو اوس چيري روان وي اوڅه کوي .
(دکورشيان موخلاص شوي و،اوړه اولرګي هم رانيسم ،ته نه يي خلاص چي يوازي لرګي راته راوړې؟ دانورشيان به زه خپله يوسم) ولي نه يم خلاص،دلرګوپه ټال كي يو انډيوال لرم.زه هم دکورلپاره لرګي ورڅخه رانيسم.داسي وچ لرګي به ځني دررانيسم چي ورته حيران به شې. څه وخت ته دي په کار دي؟
(همدانن مي په کار دى. واخله داپيسې درسره واخله .زياته مننه چي دلرګوله جنجاله دي خلاص کړم)
پسي مي له جميل کاکا څخه راواخيستي ،لومړى مي دخپل کورلپاره کوم شيان چي يي په کار وؤ هغه راوړل،ورپسي دجميل کاکا په لرګو پسي ولاړم .لرګي مي ورته رانيول اوپه يوه رخشه كي مي ددوي ترکوره راورسول. دروازه مي وروټکوله ګورم چي سپوږمۍ خاله راووتل، زه يي ونه پيږندم ځان مي ورته معرفي کړ.وروسته له ډيري خوشحالۍ څخه يي په سرمچ کړم.ماهم په لاس مچ کړه.کورته يي وروغوښتم خوماورته وويل چي جميل کاکالرګي راڅخه غوښتي وؤ،يوار به دلرګو کاروکړم.
لرګي مي درخشه وان سره ټول ځاي پرځاي کړل.رخشه وان ته مي دلرګو دراوړلو پيسې ورکړې اوهغه مي رخصت کړاوزه خپله ورغلم دننه کورته.
سپوږمۍ خاله راته چاي برابري کړې وې.چاي يي لا نه وې راته اچولې چي څانګې ته يي ورږغ کړل چي (راشه فريد زوى مي راغلى؟چاي هم ورواچوه ) څانګه هم راغله خوني ته .کله چي مي سترګي پرڅانګې ولګيدلې بس نو….
په هغه ساعت مي قيامت په سترګو وليد،عقل مي له لاسه ورکړ،يوقسم ته حالت راباندي راغي چي ماپه ټول ژوند كي نه ووليدلي اونه مي هم احساس کړې و ،په هيڅ ډول سره دهغه حالت بيان نشم کولاي اونه هم په پوه شوى يم چي داولي داسي شوم .دڅانګې په لاس كي دچاکليټو خلطه وه ،دهغي خلطې خوله خلاصه وه ،له سلام ويلو وروسته راغله اوچاکليټ يي زما په سرراواچول.مبارکي يي راته راکړه اوراته وويل:
( خدايجل جلاله موهميشه خوشحاله لره ) په لاس يي ستړې مشې راسره وکړه ،وروسته دسپوږمۍ خاله له څنګه سره کښينستل . مااوسپوږمۍ خاله خبري سره کولې خوڅانگې سرکښته اچولې واوځان يي دخوني په فرش بوخت کړې و،هيڅ يي هم نه ويل ،كله به يي ځان په ګيلاس بوخت کړ،كله به يي په ترموز،خوپورته يي نه کتل خاموشي يي اختيار کړې وه . سپوږمۍ خاله راڅخه پوښتنه وکړه چي( اوس خوبه دستي واده نه کوې ؟) ماورته وويل:
اوس خوبيخي ژمى دى ،که خدايجل جلاله راسره مل ونو په راتلونکى دوبي كي به واده وکړم.
_هورښتيا چي ژمى دى (کله ناکله دي له ميرمني سره وينې؟)
_ورته ومي خندل اوپه خندا كي مي ورته وويل:
تراوسه نه .ډيرځلي يي دعوت کړى يم خوزه شرميږم نه شم ورتللاى.
(په دې كي نوشرم څه مانا لري،خپله ميرمن دې ده.په ازاده توګه سره ورځه ،بيا به دي له واده وروسته ارمان کيږي چي ولي نه ورتللم)
دوې ورځي ژوند دى په خوشحاله يي تيروه. که زما منې نوډيرخوند په دغه كي دي چي له واده څخه مخكي ورسره ووينى.
_څه درته ووايم سپوږمۍ خاله! هيڅ زړه نه شم کولاي اونه دومره زړه وريم.
زما ددې خبروپه كيدو سره څانګې وخندل خوراته کتلي يي نه دي،سپوږمۍ خاله راته وويل:
(نارينه خودغسي وي (په خندا،خندا) له واده مخكي زړه نه لري اوله واده وروسته يي بيا نه مني چي زه بي زړه نه وم.ښه نوپه خپل کارخپله ښه پوهيږي زه خودرته وايم چي ورځه) مونږپه مجلس اخته وچي ترغوږ مي دکوچنى اواز شو.له سپوږمۍ خاله څخه مي پوښتنه وکړ چي داکوچنى څوک دى؟ سپوږمۍ خاله راته وويل:
(زويه! دازما زوى دى کله چي پاکستان ته ولاړم هلته راته الله جل جلاله پاک دوه زامن راکړه) دکوچني ژړا پسي ډيريده ترڅوڅانګه ورولاړه شوه اوکراريي کړ. ماهم چاي ډيري څښلي وې اوډيرمجلس مي له سپوږمۍ خاله سره وکړ،وروسته مي اجازه ځني وغوښته هغي هم راته اجازه راکړه اوراته ويي ويل چي (کله ناکله راځه) ماهم ژمنه ورسره وکړه اوله کوره يي راووتم. هره ثانيه اودقيقه مي څانګې يوې اوبلي خواته كيده،داګمان مي کاوه چي څانګه خوني ته راځي دچاکليټو خلاصه خلته يي په لاس كي ده ،زما پرسريي را اچوي اومبارکي راکوي.
شپږم څپرکى
اوونۍ لانه وه وتلې چي زړه مي له اندازې زيات دڅانګې دليدلولپاره ناکراره شو،ځمكي ځاي نه راکاوه اونه مي پرهيڅ ځاي طاقت کيده.حيران خپل ځانته پاته وم چي داولي داسي شوم ،څنګه دومره ژر اودومره زيات يي ليدوته ناکراره شوم،داهرڅه مي شاته پريښودل اودستي په هغه ساعت دڅانګې کورته وراغلم تقريبا دشپي اته بجې به وې ،له ځانه سره مي دڅانګې د وروڼو لپاره کالي اوبعضي نوردضرورت وړشيان راواخيستل.دروازه مي وروټکوله جميل کاکا راته راغى ،دروازه يي راته خلاصه کړه اوزماپه ليدو ډيرخوشحاله شو.کورته سره ننوتو،له سپوږمۍ خاله او څانګې سره مي ستړې مشې وکړه او ټول په خونه كي سره کښيناستو.
کله مي چي سترګي ددوهم ځل لپاره پرڅانګې ولګيدې ټوله ناکراري مي په هغه دم ورکه شوه اوهيڅ داتصور مي نه کاوه چي زه دى ددې لپاره دومره ناکراره شم.سپوږمۍ خاله ته مي كم شيان چي ددې دزامنو لپاره راوړي وؤ ورکړل او ورته ومي ويل:
داستا دزامنو مبارکي ده .داپه ډيرڅه راڅخه قبول کړه. په نرمه خنداسره مي ورته وويل چي(برګ سبز تحفه يي درويش ) سپوږمۍ خاله راته وويل:
(ستاخالي راتگ مونږته پوره دنيا ده ،چي موږ دي په ياد شو ،د الله جل جلاله دي په يادشي ،دا د درويش تحفه نه بلكي ټوله دنيا دي راته په تحفه كي راکړه.اول خودې شيانوته ضرورت نشته زمونږاوستاسو په منځ كي)
_ضرورت خونه و،خوماته داښه خوند نه راکوي چي ديوچاکره ولاړشم اوهغه هم خالي لاس.دومره شيان مانه دي راوړي چي دپوره دنياارزښت دي ولري،ستادزامنو بلادي واخلي.
جميل کاکاراته وويل:
(داواري خوله شيانو سره راغلې خوکه بيا راتلې پام دي وي چي هيڅ شي به نه درسره راوړئ؟) زه يي مجبوره کړم اوداوعده مي ورکړه چي بيابه خالي لاس وراځم.
له جميل کاکا څخه مي دپاکستان دتګ په اړه وپوښتل چي ولي ولاړئ اوولي دومره زياته موده هلته تم شوئ؟
راته يي وويل:
( زمايوه سپين سرې موروه ،دهغې داهيله اوتوقع وه چي زه هلته په کډه ورشم اوله دې سره يوځاي ژوندوکړم.زمادوه نور وروڼه هلته په پاکستان كي دټوکرانوپه يوه کمپنۍ كي کارکوي. ښه گذاره يي کيږي اوزياتره وخت يي ماته هم دلته پيسې راليږلې.نوپه همدې خاطرمي مور راته احوال راليږلې و ،دمورځواب مي نه درلود،ما هم کډه وربارکړه اوورغلم)
_په پاکستان كي بيا چيري اوسيدئ ؟
_ په کراچي كي ،کراچي دومره غټ ښاردى چي کله دهغه ځاي له موټروانانو څخه پوښتنه وکړې چي دکراچي ټول ښاردي ليدلى؟خودى به درته ووايي چي يا،که څه هم دډيروموټروانانو له څلويښتو کلونو څخه زياته موده دموټروانۍ كيږي خوبيا هم پکښې نابلده وي.اوديوملګري په قول چي هغه به راته ويل چي کراچي په نړۍ كي پنځم غټ ښار دى.نوکراچي دومره ښار دى اودپاکستان غټي غټي کمپنۍ په کراچي كي دي.( فريدجانه ! ته باورپه خداي جل جلاله وکړه چي دومره ارزاني ده هلته چي په درې زره ددې ځاي په افغانيو ديوه کوچني کور ښه گذاره كيږي . شپه اوورځ برښنا لري . خپل گازيي سراوکال وي،اوبه خويي دي پريمانه.دژوند کولولپاره خودي دغه شيان .هرڅه له خپله لري ،زراعت اوصنعت يي ټولي دنيا ته صادريږي .زمونږپه وطن كي خو بدبختي ده،کنې پاکستان افغانستان له انګريزانو څخه ازاد کړى دى .خومتاسفانه چي اوس افغانستان سل کاله لانورهم په پاکستان پسي نه شي رسيدلاي.دهغه تکنالوژي اوس له اروپا يي هيوادو سره برابره ده . دتعليم لپاره يي دومره اسانتياوي برابري کړي چي که په يوغره كي لا کوروي هلته به يي ليسه اوپوهنتون وي او دژوندهرسهولت به ورته برابر شوي وي. زويه! چي درته گډ شم عقل به دي درگډوډ کړم) رښتيا هم چي زه ورته حيران تللى وم.
دجميل کاکاپه خبروكي ورولويدم مخ مې څانګې ته ورواړوې او له هغې مي پوښتنه وکړه چي ستاهم پاكستان خوښ شو؟
هغې راته له شرم اوحياڅخه په ډکه اندازسره راته وويل:
( يا رنګ دى ورک شي ،زماخوداسي نفس كي تنګ وو چي بيخي زهره مي كي چاوده) . څانګې چي کله دنفس نوم واخيست په زړه كي مي ويل چي قربان ستاله نفس تنګۍ څخه،کاشكي خو چي زه درسره واي چي ستانفس تنګ شوي واي اوما ستا لپاره ددنيا ټولي خوشحالۍ دركړې وې.کاشكي ستانفس تنګ شوي واي اوپه يوډول نه يوډول سره مي ستا وخت شه درتيرکړې واي. دفکردنيا غرق کړي وم خوڅانګه لاږغيده،بيا ورته متوجه شوم چي دې ويل،هلته گاونډيان لاهم يودبل کورته نه سره ورځي،هرڅوک ويريږي اوهرڅوک دبل له شناخته څخه بيزاره وي،مينه محبت نشته په دې خاطر مي بيخي نه دى خوښ.جميل کاکا يي خبره غوڅه کړه،چي ورکه شې دادي د اوس خبري دي.ماته خوتايوه ورځ هم ونه ويل چي زمانفس تنګ دي .اوس خويي غيبت مه کوه څومره مووخت ښه تيروؤاوڅومره خوشحاله وؤ.که نور هيڅ نه وي،ارزانې خوښه پريمانه وه.څانګې په قهرجن ډول ورته وکتل اوورته يي وويل:
ماخودي الله جل جلاله په ټوله عمربيانه ورولي ،دخپل هيواد يوه ثانيه ژونددهغه ځاي دلس کلونو ژوندڅخه بهتره دى.
سپوږمۍ خاله مخ راواړوه اوماته يي وويل:
( فريده زويه! دوي خودي ښه سره اخته کړل ،اوس نوترډيرو د دواړو دغه حال وي.بل بحث ورته راواخله چي ته خفه نه شې . مادجميل کاکا اوڅانګې له خبروڅخه دڅانګې په خاطر ډيرزيات خوند اخيست. زه خودڅانګې خبروته ليونى وم ،خودسپوږمۍ خاله خبره مي ومنل اودوي مي له دې بحث سره خلاص کړل. لنډه داچي کله به مي څانګه وياديدل نو ددوي کورته به راتلم اوخبري به مي ورسره کولې.سم دم ليونى شوى وم. کله به مي چي څانگه په اوونۍ كي ونه ليدل اوربه مي اخيست.خپل ځان او ميني ته مي حيران وم .چي نه مي څانګې ته دخپلې ميني اظهار کولاي شو اونه مي هم جميل کاکا اوسپوږمۍ خاله ته.خپل ضميربه راته دا اجازه نه راکول چي يوداسي کاروکړم چي د هغه په کولوسره د دوي زړونه ورمات کړم.نه مي ورته ويلاي شول اونه مي زړه ځني صبريدلاي شو.هك حيران پاته وم،چي يوځاي مي کوزده له بل چا سره کړې اوبل راته الله جل جلاله په تقدير كي دا پيښه راته ليکلې وه چي زه به له څانګې سره مينه کوم د الله جل جلاله کارونو ته حيران پاته وم . په هيڅ نه پوهيدم اونه مي په هيڅ سرخلاصيدى،په يوه عجيبه حالت كي مي قرار درلود چي نه مي ورته دحل لاره پيداکولاي شوه اونه مي له دې مشکل نه ځان خلاصولاي شواي. الله جل جلاله ته به مي ډيري زاري کولى چي اې باداره !ته خو راته يوه دحل لارپيداکړه،زه دي په څنګه يومشکل كي راګير کړي يم كه خپله کوژدنه پريږدم نوداكارهم راته مناسب نه ښكاري.عالم اوجهان به راباندي خاندي او ددوي به ريشخند وګرځم او ورسره به زيات سوالونه ورته پيداشي چي څنګه واده يي نه وو کړى خپله کوژدنه يي پريښوده ؟حتماَ په داښځه كي يومشکل وچي له واده څخه يي مخته ايله کړه؟دهغې معصومې بدنامي هم راته ګرانه ښکاريده اودا بيا ماته هم اسانه نه و چي مابه داسي يوکارکړى واي ،په رښتيا چي کولاي مي هم نشو.بس توکل مي په خداي (ج) کړ اوهرڅه اوځان مي الله جل جلاله ته وسپاري کنې داسي ورځ دي الله جل جلاله زما په ژوند كي نه حسابوي چي ما به څانګه هيره کړې وي اويا به ددې غم راسره ملګرتيانه وي كړې.
اووم څپرکى
دواده وخت مي راورسيد ،په ښه ډول اوسرُنا سره مي واده وکړ ،ډيري پيسې مي مصرف کړې ،ترڅوبيا داسي څوک پيدانه شي چي راته ووايي چي کاشكي داسي دي په واده كي کړي واي . کله چي دواده له مراسمو څخه خلاص شوم ،نو
الله جل جلاله راته ددنيا ټولي خوشحالۍ يوازي زماپه نصيب کړي وې.دومره به خوشحاله وم چي هيڅ دخفګان احساس مي نه کاوه .ته باور وکړه چي دڅانګې مينه مي هيره شوه اوهيڅ مي دهغې خواته زړه نه ورتلى اوزياتره وخت به دشپې دخپلو انډيوالانو سره ميلمستياوؤ ته لاهم نه تلم.يوه بهانه به مي ورته وکړه اوزه به کورځني پاته شوم ،تردې اندازې پوري چي يوه ورځ مي خپلې مور هم پيغور راکړ چي پخوا خوبه دي يوه ميلمستيا نه پريښوده ،اوس خودي له واده سره بيخي بدلون وكړ،خوما به دهيچا خبرو ته غوږ نه نيوه .ماته نوپه واقعيت سره مينې (ميرمن مي) دومره مينه راکول چي زما څخه يي ټول ملګري اوميلمستياوي ددې په برکت سره راباندي پريښودل ،داځکه چي چيري به زه تلم،هومره به مي وخت هلته له چا سره نه تيريدى لکه دمينې سره.په يوډيرعجيب اوله ميني اومحبت څخه ډک حالت كي اوسيدم .په ځوانۍ كي به مي يوه اوونۍ کالي اغوستي وه ،خوکله چي مي واده وکړ له هغه وروسته به مي په اوونۍ كي درې جوړې کالي اغوستل ،ما به چي دنه اغوستلو ټنګاروکړ نومينې به په زوره راباندي اغوستل اوزه به ددې په ويلو سره خوشحاله هم شوم .يوازي کالي اغوستل نه و،زما بوټونه به يي هم هر سهار رنګول ،اوهر سهار به چي زه بازار ته راتلم نوعطر به يي هم په زور راباندي وهل ،ځني وختونه خوبه دوه ځلي هم داکار تکراريده.په مابه يي سهار اوماښام غاښونه برس کول ،که څه هم چي زه په ځوانۍ كي يوڅه لټ وم دسهار لموځ به ډير وختونه راڅخه قضا كيده خوکله چي مي واده وکړ ،بيا زما څخه دسهار لمونځ نه دى قضا شوى ،ولي چي کله به مي ځان واچاوه چي زه نن ډيربي خوبه اويا به مي ناروغۍ ورته بهانه کړه ،خومينې به په ډيره نرمه لهجه اوپه يوجادوګر ډول سره زه دې ته وهڅولم ترڅو له خواږه خوبه اوخواږه اوګرم ځاي څخه راولاړ شم اولمونځ وکړم.داخبره رښتيا ده چي ځواني غرور لري ،دهيڅ شي په كيسه كي نه وم ،حتٰى دخپل ژوند هم .يوه ورځ په موټر سيکل سپوروم غوښتل مي يوځاي ته ولاړشم خوتررسيدومخكي له يوبل موټرسيکل سواره سره مي ټکر وکړ ،ملامت راباندي هغه و ،هغه ډيرخوږنه و،مګرزما سراوراسته پښه يوڅه خوږ شول،سرمي مات شوى و لږ وينه يي هم راايستل اوپښه مي ويني شوې نه وه خوکوټل شوې ډيره وه.له ټکره وروسته دابل موټرسايکل سپورسړي ترروغتونه راورسولم.سريي راته پټۍ کړ اودپښې تلويزوني عکس يي راڅخه واخيست،په عکس كي مي پښه ماته نه ښکاريده ، پښه يي هم راته پټۍ کړه ،يوڅه ګولۍ اوملهم يي راته راکړل .کورته راغلم سترګي مي پرمور ولګېدې ،هغي چي راته وکتل رنګ يي بدلون وكړ اوژرمي ورته وويل چي مورکۍ! کومه خبره نه ده سرمي لږمات شو ،دروغتون ډاکټرانو ټينګار وکړ کنې ما پټۍ لا نه پرلګوله.بيا هم مورده اودمورزړه وي څه به باندي تيرشوي وي،راويي ځغستل اوزما تر اوږو يي ځان لاندي کړ ،ترخپلي خوني پوري يي راورسولم .په خونه كي چي مينې زمادسرپټۍ اوپښه وليده ترخولې يي څه نه دي وتلي چي بيسده شوه. مورمي زه پريښودم مينې ته ورغله اونارې يي ورباندي وهلي. زما څخه هم ځان هيرشو اودمينې په غم كي شوم ،اوبه مي له تشنابه څخه راواخيستي،ورباندي ومي پاښلي،يووخت وچي مينه پرسد شوه ،ماته يي وکتل راپورته شوه ،دټولو په مخ كي يي په غيږ كي ټينګ ونيولم اوپه زوره يي راته ژړل. ماورته دلاسايي ورکړه چي هيڅ خبره نه ده يوڅه مي سرخوږ شوى. بس کړه ژاړه مه، مورهم درته ولاړه ده اوته ژاړې .مينې هم دستي زما مورته وکتل له هغې څه وشرميده زه يي پريښودم اوخپله خاموشه شوه .په خونه كي زه اومينه پاته شوو مورمي راڅخه ولاړه.مينې غوښتل چي بيا مي په غيږ كي ټينګ کړي خوما پري نه ښوده ورته په غوصه شوم چي څه شوي دي راباندي؟ دادى روغ جوړ يم ته مي په زوره رنځوروي .خومينې راته وويل:
(څه به لادرباندي كيدل .يوڅه خودځان سره احتياط کوه زما په خاطر. ته نه پوهيږې چي په ما څومره ګران يي؟) له تا پرته ماته ژوند هيڅ مانا نه لري . اخيرزمالپاره خودي دځان خيال ساته)
_ داخو تقديري پيښي دي ،زه پرخپل لاس روان وم ټکر يي راسره وکړ .دغه راته په ازل كي ليکل شوي وو،چي زه به ټکر کوم .
_(دهغه که پام نه وتاخوبه پام کاوه ،ځان به دي ځيني ګوښه کړي وؤ.)
_ته اوس څنګه ليونۍ يي؟زه درته وايم هغه راباندي ملامت و،پرخپل لاس يي ووهلم .ګناه زمانه دهغه وه په دې نوزه څنګه پام وکړم ،زه خوبيغمه پرخپل لاس روان وم .
(سردي اوس ډير درد کوي؟کاشكي خوزماسرمات شوى واي).
_ياهيڅ درد نه کوي هسي يي راته پټۍ کړى دى .
(_ډيري ويني ځني ولاړې ؟ )
_توبه الله جل جلاله توبه .له څنګه ليونۍ سره دي مخ کړم يم.
( ليونۍ نه يم ،خوستا له لاسه به ليونۍ شم .که دي دغسي بي پروا کارونه کول. )
_نورمي راته سرمه خوږوه هيڅ ويني يي نه دي کړي. ته ولي دومره تشويش کوې؟
(تشويش به نوولي نه کوم)
زه ورته په غوصه شوم اونورمي له خبروکولو څخه منع کړه.
اتم څپرکى
دسراي دروازه ټكيده.ورواوتم ګورم چي جميل کاکا دي اوپه ماپسي راغلى دى.کورته ورسره ولاړم.مانو چي واده کړى وله هغه وروسته مي ددوي کورنه و ليدلى.سپوږمۍ خاله راغله ،زما له ټکره خبره وه ځكه يوه ورځ راغلې وه خومانه وه ليدلې،راته يي وويل:
(ستابلا دي په ما شي ،ښه شوچي داپيښه په خيردرباندي تيره شوه زويه! غټ خيرات به کوي.مااو څانګې خوڅوواري حلوا درپسي خيرات کړه. دغه موپه وس پوره وه ،کني ستا لپاره خوموبايد چي قرباني کړې واي.)
ته عجيبه خبري کوې سپوږمۍ خاله!ترحلوا نو ښه شى شته؟ فقظ چي زه موپه ياد وم دغه راته كفايت كوي. دومره ټکر هم نه و خير بلاوه برکت يي نه و، په خير راته تمامه شوه نورخيردى.
زما داخبروڅانګې ته چنداني خوند ورنکړ ،خپل سکوت يي مات کړ راته يي وويل:
(تاته به داپيښه کوچني معلوميږي خوپرمونږدي مرګ تير کړ.په هغه شپه چي درباندي خبره شوم ته باوروکړه چي ټوله شپه مي روڼه تيره کړه او ستالپاره مي نفلي لمونځونه کول الله جل جلاله ته مي ډيري زاري کولي چي يوارخويي ژوندى راباندي روغ جوړ ووينې.اوس خومي وليدلې چي روغ جوړ يي . ستا که دياده وتلي يو زمونږ خونه يي هيرشوى.هميشه دي غم راسره وي . نارينه خوبي وفا وي.)
ماته چي څانګې داخبري وکړې لکه په زړه كي چي چاړه راوهي اودومره خوند يي هم راکاوه چي تفصيل يي نه شم ليکلاي.زه يي په دې پوه کړم چي په ما يي ډيره خوا بديږي اوتوله پړه يي پرماواچوله.زماپخواني يادونه يي بيرته له سره راتازه کړل.خپله ميرمن يي راڅخه هيره کړه اوبياددې په چورتوكي ډوب شوم.په خپلوچورتونو كي غرق وم چي جميل کاکاراته ويل:
(فريده زويه !ته خوپوښتنه هم نه کوي چي د څه لپاره مي راغوښتي يي؟اوڅه کارموراسره وو ؟)
_خيراوس راته وواياست .زه په خبرواخته وم.
_خبره خوداسي ده چي داڅوورځي كيږي څانګې ته مرکه راځي ،ته پوهيږي چي څانګه خواوس پيغله ده اوددې وخت يي دى چي وريي کړو.مونږخوپه خپل مابين كي مشوره وکړه اوستاتر مشورې پوري معطل و.غوښتل موچي تاهم په دې کاركي راګډ کړو.ډيره ښه کورنۍ ده اوهلک هم ښه تعليم ياوفته اوباسواده دى.زمااودسپوږمۍ خاله دى خوښ دى مګرله څانګې سره موخبري وکړې خودهغې نه دى خوښ.ته مواوس ددې لپاره راغوښتي يي ترڅوله څانګې سره په دې مورد كي خبري وکړې اودې مركي ته يي راضي کړې.زمونږخبره نه مني خوستادابه انشاءالله ومني چي ته هم لږ دهغه هلک په اړه څه سپارښتنه ورته وکړې.)
کله چي راته جميل اکا داخبري کولى څانگه هغه وخت له ځايه ولاړه شوه،نو مي جميل کاکاته وويل:
داخوډيراسانه اوښه کاردى ،چي دڅانګې ژوندبرابروي.زه به سل ځلي ورته ووايم .همدااوس به ورشم اوورته وبه وايم.
_(سمه ده ورشه خبري ورسره وکړه مونږخوډيرورته وويل خوزمونږخبره يي نه ده منلي )
زه هم راولاړ شوم او داخبروراته دومره زورراکړ چي دامي له ځانه سره ويل چي کاشكي خو مي داورځ نه واي ليدلي.خپل ځان ته مي بيا خوابده شوه چي کاشكي خومي واده نه واي کړى اوس به ماورته ويلي واي چي زه ورسره واده کوم.بيامي ځان ته پام چي زه ولي داسي کوم او ولي دغسي يم.شکرده الله جل جلاله راته داسي ښځه راکړې لکه ملايكه،نو بيا ولي دڅانګې په فکركي شم،خوپه دغه چورتوكي دڅانگې ترخونې پوري ورسيدم اوله هغې سره كښينستم.
څانګې له خپلووروڼوسره ناسته وه اوله هغوي سره په خبرواخته وه.خبري مي ورسره شروع کړې.
څانگې راته وويل:
(ښه شوچي راغلې ،څومره ضرورمي په کاروې .داڅوورځي كيږي چي يوڅوک ډيري مركي کوي او پلارمي هم دهغه هلک اوکورنۍ په اړه هرڅه راته وويل،دده خوښه ده مګرمالاتراوسه ورسره نه ده خوښه کړې داځکه چي زه ترتامعطله وم اوداموضوع مي ترتاساتلې وه. ماخودوي ته څه نشو ويلاي ځني شرميدم، خوتاته هرڅه وايم.)
_(په خندا) ته ماته هرڅه ويلاي شې؟
_(هو.داخوښكاره خبره ده چي تاته هرڅه وايم.)
_سمه ده راته وايه.
_(خبره خوداده چي ماپه هغه هلک پسي پوښتني کړي،زماهمزولي هغه هلک ښه پيژني.هغه يوبي لاره ،چرسي اولوچک دى. مامي موراوپلارته نشو ويلاي چي په دي هلک كي دغه خويونه اوعدتونه شته .اوس به اول خداي جل جلاله بيابه ته راسره همکاري کوې ترڅوزماپلاراو مورته له خپله طرفه دهغه هلک ټول بدخويونه ورپه ګوته کړي ترڅوله دې کاره تيرشي داځکه که يي زه هغه ته ورکړم نوته خوښه پوهيږي چي ټول ژوندبه مي په اورتيرشي.)
ماچي ددې مظلوميت ،معصوميت اوعاجزي ته وکتل زړه مي باندي وسوځيده چي ماخودمركي ځواب څه چي خپل سرهم ترقربان کړى و، په يوعجيب احساس كي واقع وم ورته ومي ويل:
ته بيغمه اوسه چي زه درسره يم دهيچاپروا مه کوه.داخويوعادي کاردى ،ستا په خاطر به داخپل شيرين ځان اورته واچوم .زه دي موراوپلارته هرڅه وايم اوهغه به هم له دې کاره تيرشي.چي دومره خراب خويونه په هغه هلک كي موجود وي بيا خوستا موراوپلاربه ولي په لوي لاس ستاژوندپه اور پوري کوي،ته خوپرهغوبارنه يي؟ ته دهغوواولاديي اوترهرچاپرتاددوي زړه سوځي اوپرته له دوي څخه بل هيڅوک درباندي نه قربانيږي . كيداي شي چي دوي دهغه له خويونوڅخه خبرنه وي.نوربه په هيڅ صورت داکار سره ونه رسيږي.
راته يي وويل:
(ستا قربان شم ،کاشكي ټول خلك ستاغوندي واي،زه خوستاله عملونه څخه خبره يم،په تاكي داسي هيڅ يوبدعمل نشته چي څوک دي ورته ګوته ونيسي.)
زه يي په خبروكي ورولويدم ورته ومي ويل:
زما خويونه دي خوښ دي ؟
_( زه چي کله الله جل جلاله پاک ته دعا کوم نوداسي دعاکوم چي ياالله جل جلاله ماته يوداسي دژوندملګرى راپيداكړې لکه فريد چى دى. ستاخويونه اوعادتونه زماټول خوښ دي.)
زه يي په دي خبرودومره متاثره کړم، نژدي وچي ورته ووايم چي دومره مينه راسره لرې بيانوزماسره واده وکړه،هرڅومره کوښښ چي مي وکړخوبيامي هم جرئت پيدانه کړ،په دې خاطر چي دوي په ما دومره اعتبارلري اوچي زه ورسره داسي وکړم بياخوبه هم اعتبارله منځه تللى وي اوهم گاونډيتوب. دوي پرما دزوي خيال کوي اوترهرچاله مخه زماسره مشوره کوي ،بيا نو زه ولي ورسره داسي وکړم اوولي ددوي زړونه په دې کار په کولوسره ورمات کړم ،چي بيا دوي داسي ووايي چي ده دڅانګې له خاطره زمونږسره داښه کول.ده خوپه اصل كي دامقصد درلود .زرچورتونه مي په ذهن كي کښته پورته كيدل دامتل راياد شو چي وايي (يوخواته پاڼ اوبلي خواته پړانګ) زه هم په دوو كي حيران پاته وم چي له يوې خوا له څانګې سره مينه لرم اوله بلي خوا مي نه غوښتل چي دڅانګې اوهم دهغې دموراوپلاراعتبارورمات کړم نومي څانګې ته وويل:
زما تعريف مه کوه، زماله کړو څخه که خبره شوې نوپه ټول عمربه بيا پرچااعتبار ونه کړې اود اعتبار له لفظه به دي بد راځى .دابيازماومنه هيڅ وخت دچا په ظاهرحالت مه خطاوزه . زه که تاته په ظاهره ښه ښکارم خوپه باطن كي هغسي نه يم .په مکرجن ډول مي ورته وويل چي زه دي په رښتيا ډيرخفه کړم.
_(پام کوه چي زماڅخه خفه نه شي،زه هم ستا دخفه كيدو طاقت نلرم .)
_ماخودرته يوازي همداويل چي تاله خپله ځانه خبره کړم چي څنګه ته فکرکوي هغسي نه يم ،خوچي ته په ماباورلري بيا به په راتلونكي كي دخپل ځان په اړه څه نه وايم.زه به اوس ورشم ستاموراوپلارته به ووايم چي ستامركي ته ځواب ورکړي.
_(چيري ځي چي دومره دي تلوار دى،ولي زمونږکره نه راځې؟ دغسي مه کوه مونږيوازي مه پريږده،زه پوهيږم چي تاله واده سره ډيربدلون کړى دى.بيخي دي له ياده ايستلي يو. اوف! وي وبخښه چي دورينداري پوښتنه مي درڅخه ونه کړه . څنګه ده درسره خوشحاله ده که يا ؟)
_په خوشحالۍ يي نوزه څه پوهيږم ،ته پوښتنه ورباندي نه کوې .زه که نه راځم خوتاسي هم زمونږکورته نه راځي. اوبل زه دومره مصروف يم چي دسرګرولو ته لانه خلاصيږم،کارونه راباندي ډيردي اوزه ورته يوازي.ګيله دي پرځاي ده چي ستاپوښتنه مي نه ده کړې ،بيا به په راتلونكي كي داسي تكرارنه شي.
_(وبه دي وينم چي څه کوې،ورشه نوروخت دي نه نيسم ،ته هم کارونه لري اوزه خولکه ليونۍ چي ستا مجلس راورسيږي نوبيانه په مړيږم.)
_مسخري مه راسره کوه ،زه تراوسه مورپه نازنه يم مچ کړى اوته وايي چي ستاپه مجلس نه مړيږم.داخبره مي تنها ستا څه واوريده.
_(اه ورشه نو چي زما په خبرو باورنه کوي هغه نوستاکار دي.) زه يي هم له خونې څخه راووتم او راغلم جميل کاکاته،هغوي ته مي وويل:
دڅانګې دامرکه په دې خاطرنه وه خوښه چي هغه هلک په رښتياچي ډير بې لارې دى او ماته هم څانګې هغه راوښودى،زمايي نوم لاهيرشوى وؤ. هغه هلک دڅانګې نه دى وړ.که زماخبري نه مني نو دهغوي له گاونډيانوڅخه پوښتنه وکړئ؟ هغه هلک ټول پيژنى چي بې لاري دى. تاسي يي يوار پوښتنه وکړئ بيا به زما حقيقت هم درته څرکند شي.داحقييت ده که په يو چاكي ددنيا ټول ښه صفتونه موجودوي اوهغه عملي وي نو ټول ښه يي په بدو كي حسابيږي اودټولو نفرت ځني كيږي.
سپوږمۍ خاله ته چي مي داوويل نويوه ناره يي وکړه چي وي!!!! ښه شوچي ورکړې مو نه ده،بيا به موڅه کول.له خدايه جل جلاله څخه يي شکروايستي چي خپله لوريي په لوي لاس اورته نه ده اچولې .جميل کاکا هم راڅخه خوشحاله شو،ډيري دعاګاني يي راته وکړې.سپوږمۍ خاله ته يي وويل:
(وګوره په مشوره كي څومره خيراوبرکت وي .که موله فريده سره مشوره نه واي کړي ،نوبه موڅانګه هغه چرسي ته ورکړې واي .بيا که ددوي دکور څوک راغلل نو همداسي به ورته ووايم چي ستاسوسره دوستي نه کو�� .څومره دخداي جل جلاله فضل راباندي وشو ،بايد چي خيرات وکړو. )
جميل كاكابيا وويل:
_(دومره دخداي جل جلاله فضل په مونږوشو چي بيخي يي حدنشته.مابه بيا څه کول که څانګه په هغه کوركي خوشحاله نه واي؟)
ماورته وويل:
جميل کاکا ته بايد خيرات وکړې،زه درڅخه زيات په دې خوشحاله شوم چي له ما سره موداخبره شريکه کړه .په واقعيت چي څانګه پرما له خپل ځانه هم ډيره ګرانه ده،بايد يوداسي ځاي ورکړل شي چي دا هلته خوشحاله اوهميشه ستاسو دعاګويه وي .که څانګه خوشحاله وه نو تاسي به هم خوشحاله ياست اوکه څانګه خفه وه بيا به تاسي ورسره خفه ياست.
زه نونور درڅخه ځم ماته رخصت راکړئ ،تاسي حتماً په هغه هلک پسي پوښتنه وکړئ؟
_(ستا خبري خومونږ منو.که په هغه هلک كي ښه صفتونه هم وي مونږ ورسره دوستي نه کوو ځکه ته موهم زوي يي او ته به چيري داسي کارکوې چي هغه زمونږ په ګټه نه بلكي په زيان وي ورځه الله جل جلاله دي په دنيااواخرت كي بريالى اوخوشحاله لره.مونږ دي ډير خوشحاله کړو تادي هغه لوي خداي جل جلاله خوشحاله کړي.)
دوام لري