په هېواد کې روان جنګونه څو بعدیزې خواوې لري، د حکومت پر وړاندې د مخالفینو وسله وال پاڅون، افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر وړاندې د سیمې د استخباراتو لخوا روانه شوې جګړه، د ناټو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې د ناټو په داخل کې د برېتانيې مغرضانه چلند ترڅو په افغانستان کې خپل حریف ته ماتې ورکړي او په همدې موخه د وسله والو ملاتړ او حمایه. بله خوا د حکومت په دننه کې د پخوانيو جنګسالارانو، مقاومتیانو او شمالي ټلوالې په واک کې پاتې کېدو او د اقتصادي ګټو د دوام په موخه نا اعلان شوي تکتیکي جنګونه هغه څه دي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه یې پېچلې کړې او د چا خبره د دوست او دښمن ترمنځ تفکیک کول ګران شوي دي.
د همدې نظام په منځ کې د نظام د نسکورولو، سالمې حکومتدارۍ د پیاوړتیا سبوتاژ کولو، د شخصي ګټو او واک د دوام لپاره په ارګ کې دننه له جمهور رییس سره یو بل موازي ټوپکسالاری خوځښت ټول ددې لپاره دي، چې د ارګ واکدارۍ ته پرې نږدې شي. په مرکز او ولایتونو کې همدغو کړیو د خپلو ګټو د دوام لپاره پټه جګړه روانه ساتلې ده، همدغو حرکتونو سره سم تېر کال په پارلماني ټاکنو کې د پښتون قوم پر وړاندې د ټاکنو په ورځ پراخې جګړې او ګډوډۍ ددې ادعا ښکاره ثبوت دی.
په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د ټاکنو په ورځ ولې جنګونو زور واخیست، آیا په ریښتیا روان جنګونه طالب وسله والو کول؟ د حکومت د عسکر، ټانګ او وسلې څخه په ګټې اخیستنې ولسونه په قصدي منع شول، چې صندقونو ته لاړ نشي او په لوی لاس یو لوی قشر په ټاکنو کې له خپل سهم او ونډې بې برخې کړای شو. که چېرته پښتون قوم په ټاکنو کې خپل استازي بریالي کړي وای، نو بیا د همدغو جنګسالارانو ګټې او واک ته خطرونه پېښدل.
پوښتنه کېږي، کوم دلیل و، چې د ټاکنو سمدستي وروسته د شمالي ولایتونو امنیت په یو ځل ۱۸۰ درجې تغیر وکړ او هرڅه په یوه ورځ کې صحي او سلامت شول؟ که چېرته حکومت ددې وس لري چې امنیت راولي، نو په جنوب او ختیځ او مرکزي ولایتونو کې نو بیا ولې نه بریالی کېږي؟
په شمالي ولایتونو کې ګوتشمېر وسله وال طالبان چې شمېر یې شاید له (۱۰۰) زیات نه وي څنګه له لسو د زیاتونو ولایتونو امنیت ګواښلی شي؟
په حقیقت کې هرڅه پټ او سیستماتیک دي، په شمالي ولایتونو کې د همدغو ټوپک سالارانو لخوا خپلو ټوپکیانو ته منظمې وسلې وېشل شوې او د دوی د ګټو د ساتنې لپاره تر هرنامه او هر چتر لاندې جنګ جاري ساتي.
شمال مېشت ژورنالېست کیسه کوله، چې اوسمهال په شمالي ولایتونو کې ټول سیمه ییز پولیس د شمال د مهمو قوماندانانو کسان او غړي دي، همدغو کسانو د همدې سیمو امنیت خراب کړی و او همدا خلک دي چې اوس د محلي پولیسو په جامه کې د خلکو حریم تر برید لاندې راولي. د راتلوونکو ټاکنو په ورځ لرې نده چې همدا سیمه ییز پولیس د پښتنو د بې برخې کولو لپاره یو ځل بیا د پخوا په شان د طالب تر نامه لاندې وسله وال شي او د سیمې خلک وګواښي، څو د رایو کارولو لپاره صندقونو ته ولاړ نشي.
په بدخشان کې د پیل شوي جنګ په اړه راسره په موټر کې د ملي اردو سپور عسکر کیسه کوله او ما ترې پوښتنه وکړه، چې بدخشان کې طالبانو سره په پیل شوي جنګ کې ستاسو تلفات څنګه دي؟
هغه راته په ځیر ځیر وکتل چې کوم طالب او کوم وسله وال؟ هغه زیاته کړه، بابا هغه څه چې په رسنیو کې تاسو اورۍ دلته هرڅه بدل او سرچپه دي.
په بدخشان کې جنګ د ملي اردو او طالب ترمنځ ندی، بلکې دلته جنګ د ملي اردو ، په ارګ کې مېشت یو لوړ پوړي چارواکي او پنجشیرانو ترمنځ دی.
ویل یې تیر کال له چین سره یوه ستراتیژیکه پخه لاره چې د بدخشان، تخار،کندز، بغلان او همداسې سمنګانو او مزارشریف سره یو اقتصادي تار تړي د سبوتاژ کولو په موخه د ارګ یو لوړ پوړي چارواکي په لوی لاس په بدخشان کې د طالب تر نامه لاندې د خپلو عسکرو او کسانو په مټ د غلا او شوکو پروګرامونه ترتیب کړل، څو همدغه ستراتیژیکه لاره د نورو ولایتونو پرځای د پنجشیر له لارې تېره کړي. دا هڅې تر ننه هم روانې دي.
د نوموړي په وینا، دا کار ددې لپاره کېږي، چې د نورو ولایتونو په پرتله د شمال ټولې ګټې او امتیازونه له پنجشیر سره په واک کې پاتې شي او اوس عملاً همدا کار جریان لري. هغه وړاندې راته وویل، بدخشان کې روان جنګ ته ملي دفاع وزارت هم بدخشي عسکر ځکه نه لېږي، چې هڅه کوي پښتانه او نور اقلیت قومونه د هغه ځای په جګړه کې داخل کړي.
د دغه کس په خبره، له پیله تر اوسه په دغه پيل شوي جنګ کې د ملي اردو له سلو زیات پوځیان مړه او ژوبل شوي او ورسره کله چې موږ پرمختګ کوو، نو په لوی لاس زموږ مخه نیول کېږي، دا ددې لپاره چې روانه لوبه تر هغې جاري وساتي تر کومې چې یاده ترانزیټي لاره د پنجشیر له درې تېره شي.
سیمه ییز خبریالان وایی، د شمال ټلوالې او په ځانګړي ډول د پنجشیر د مسوولینو لخوا په شمال کې د ځنځیري قتلونو لړۍ هم یوه هغه لوبه ده، چې د ځینو نورو اقلیتونو مشران پرې له منځه وړل کېږي او پدې ډول هڅې روانې دي، چې میدان دوی ته پاتې شي.
دوی هڅه کوي، د خپل واک د تداوم لپاره نور قومونو او هغه کسان چې د دوی مخه ډپ کولای شي ترور، تبعید او په یو نه یو ډول د طالب په نوم له مخې لرې کړي.
مرکزي حکومت که دغه ناسور زخم ته متوجې نشي، نو په هېواد کې د ځانځاني او یو ځل بیا د ملک طوایفي نظام راتلل بیا کومه نوې خبره نده.
په وروستیو کې د ښاغلي مارشال فهیم څرګندونې ددې ټولو ادعاو لپاره ښې بېلګې دي، چې که هدف ترلاسه نه کړي، له خپلو پلویانو سره یې له وړاندې غرونو ته دختلو ګواښ کړی دی.
له محور ورځپاڼې په منننې.