تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پایلې به سبا/پنجشنبه/ اعلان کړي.
ټاکل شوې وه چې نهايي نتیجې نن /چهارشنبه/ اعلان شي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې تېره میاشت (اپریل) اعلان شوې وې خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لوري په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د څېړلو له کبله د نهايي پایلو اعلان یو څه وځنډېد.
له ابتدايي نتیجو سره سم هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې نه دي ترلاسه کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي نتیجه به سبا پنجشنبه په یوولس بجې اعلان شي.
په داسي حال کې چې دوهم ځلي انتخابات قطعي کېږي او په لومړي پړاو کې د هیڅ کاندید د بري امکان ختمېږي، د انتخاباتو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله نن وویل چې د داسي درغلۍ څرګند شواهد شته چې که ورته توجه وشي د انتخاباتو پر نتیجې مهم اغېز لرلی شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي چې د جون په ۱۴ مه چې د جوزا له ۲۴ سره برابرېږي، دوهم ځلي انتخابات ترسره کېږي.