مسلسله شمېره: ٢٥٢
نېټه: ١٣٩٣-٢-٢٥
کندهار افغانستان- تېره شپه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په سرداري نومې سيمه کي پنځه ځانمرګو بريد کوونکو چي غوښتل يې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړي وژل سوي او پلان يې په بشپړ ډول شنډ سوی دی.
ياد پنځه تنه ځانمرګي بريد ګر چي د پولي له هاخوا سپين بولدک ولسوالي ته د ښځو په برقه او ښځينه کاليو کي سيمي ته راغلي ول، د سپين بولدک په سرداري سيمه کي يې د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وکړ او لومړی يې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورسره جوخت دوو تنو ځانمرګو په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
افغان امنيتي ځواکونو په ډېره مېړانه او سرښندنه له ځانمرګو سره تر لنډي جګړې وروسته درې تنه ځانمرګي هم ووژل او سيمه يې د دوی له شره خلاصه کړه، خو د جګړې پر مهال درې تنه افغان سرحدي پوليس شهيدان سوي او پنځه تنه نور زخميان سوي دي.
سرداري نومې سيمه د بولدک ولسوالۍ څخه يو نيم کيلوميتر د پولي خوا ته پرته سيمه ده چي ډېری مهال ځانمرګي بريدګر او نور ترهګر له همدې لاري د را اوښتلو هڅه کوي خو افغان امنيتي ځواکونه يې په ډېر شهامت او مېړانه له منځه وړي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په ياده پېښه کي شهيدانو سوو پوليسو ته د جنت فردوس او ټپيانو ته د الله ج له درباره د عاجلي شفا غوښتنه وکړه.
کندهار والي د ښځو له برقې او ښځينه لباس څخه د وسلوالو طالبانو ناوړه او بې شرمانه کار اخيستنه په کلکه غندي او پر وسلوالو ږغ کوي چي که چيري يوه ذره شرم او حيا ولري نور دي د مېرمنو له جامو څخه د خپلو ناروا ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار نه اخلي.