غني خان فلسفي، رياليست او کلاسيک شاعر دی، دده ټوله شاعري تلپاتې، ژوندۍ او خوږه ده.

غني خان په ۱۹۱۴م کال پيدا شوی دی او په ۲۰۱۴م کال کې يې د پيدايښت نه سل کاله پوره کېږي، چې د وفات يې شاوخوا  اتلس کاله تېرېږي، خو تر اوسه غني خان نه دی پېژندل شوی او ددې پېژندلو لپاره وخت ته اړتيا ده.

د ده په  ديوان کې د عروضي شاعرۍ، نوې شاعرۍ او ولسي شاعرۍ ځېلونه ليدل کېږي، چې په درېيو واړو برخو کې يې پياوړې شاعري کړې ده. دده په شاعرۍ کې د فلسفې رنګ ښکاره دی او د هستيو د ذاتي پېژندنې په غرض او د شيانو د حقايقو او د هغو د وجود د علتونو په اړه پوښتنې کوي، که چېرې يو انسان داسې پوښتنې مطرح کړي، چې زه څوک يم؟، له کوم ځای  څخه راغلی يم؟، ولې راغلی يم؟، چېرې ځم؟، آيا خپل خالق پېژندلی شم؟، ژوند او مرګ ولې پيدا شوی دی؟ او داسې نورې پوښتنې وکړي، چې د غني خان په اشعارو کې داسې پوښتنې ډېرې ترسترګو کېږي او د (ولې؟) ځواب پسې لالهانده او سرګردانه دی، چې په حقيقت کې داسې پوښتنې کول او خپل نظر ورکول انسان ته فلسفي ويلی شو.

د ټولې نړۍ فيلسوفان د (ولې؟) ځواب پسې لالهانده ګرځي، د فارسي ژبې پياوړی او نړيوال ادبي ليکوال عمر خيام ټوله شاعري فلسفي ده او هغه هم د (چرا؟) ځواب لټوي.

که چېرې د يو شاعر په اشعارو کې  نوموړې مفکوره نه وي، دې ته بيا فلسفي شاعر نه شو ويلی، سره له دې چې دمعاصرې دورې ډېرو شاعرانو ته فلسفيان ويل کېږي، خو ددوی په اشعارو کې د فلسفې مفکوره نه شته، ځينې وخت د ساينس پوهانو او فيلسوفانو ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته کېږي، خو په اصل کې ساينس پوهان د (څنګه؟) ځواب لټوي؛ نه د (ولې؟) ځواب.

د راجوليشاه خټک خبره ده: (د پښتو په تاريخ کې دوه شخصيتونه صرف يوځل پيدا کېږي، په دې کې يو خوشحال خان خټک دی، چې بل داسې شاعر او عالم به پيدا نه شي او بل ماته غني خان داسې شخصيت ښکاري.)

رښتيا چې مونږ ستر خوشحال خان خټک څه دپاسه څلور سوه کلونو کې ونه پېژانده، نو غني خان به څنګه په سلو کالو کې وپېژنو.

دی د فکر و ادب داسې ښوونځی دی، چې قوم به يې ډېر وروسته وپېژني، دا د غني خان بدمرغي ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلی دی، چې زمونږ د قوم ډېره برخه د هغه د پېژندنې توان نه لري، خو له غني خان نه ډېره دا د قوم بدمرغي ده.

غني خان په ډول ډېرې داسې نورې ملغلرې هم په خاورو کې پټې دي، چې د دې ملغلرو صيقل کول او ټولنې ته وړاندې کول زمونږ او ستاسې دنده ده.

ما هم((غني خان فلسفي شاعر)) تر عنوان لاندې پر غني خان یوه کوچنۍ رساله ولیکله.او د دې د سلمې کلیزې په ویاړ يې غني، ددې کورنۍاوټولو افغانانو ته ډالۍ کوم.

په دې اثر ((غني خان فلسفي شاعر)) کې د ده په فلسفې، اشعارو، د اشعارو جوليز جوړښت، معنوي جوړښت او د پېژندنې په ډېرو برخو يې په تفصيل سره غږېدلی يم او د غني د پېژندلو په برخه کې به ددې د مينه والو تنده ماته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *