خبرپاڼه

کندهار افغانستان- نن غرمه مهال د کندهار د ميوند ولسوالۍ په کلانچه نومې سيمه کي افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال څلور تنه وسلوال ووژل او يو شمېر وسلې يې تر لاسه کړې.

ياد عمليات چي د همدې ولسوالۍ په ځينو سيمو کي پيل سوي ول او اوس هم دوام لري په ترڅ کي يې د څلورو تنو وسلوالو د وژلو تر څنګ دوه ميله ثقيلان، يو ميل کلاشنکوف، يوه پايه مخابره او اته فيره د راکټ مرمۍ د افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو له خوا تر لاسه سوي دي.

د يادو عملياتو پر مهال افغان ځانګړو ځواکونو ته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *