د زابل امنیتي چارواکي خبرورکوي چي دعملیاتو پرمهال يې دزابل دشهارصفا ولسوالۍ دپاره دوسله والو طالبانو ولسوال ملاباري ژوندی نیولی او دجګړې پرمهال يې ۸ طالبان وژلې او ۶نور تپیان سوې دي.
د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چې دشهرصفا ولسوالۍ جلدک سیمه کې ددوو بیلابیلوعملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو دشهرصفا ولسوال ملاباري ژوندی نیولی او په جګړه کې يې ۸ طالبان وژلې او ۶ نورټپیان سوې دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي پدې عملیاتو کې دوسله والو طالبانو څخه 1میل پیکا ، 4 میل کلاشنکوف ، 3 پایه مخابرې او 1 تفنگچه د پولیسو لاسته ورغلې او دطالبانو ۶ عراده موټرسایکلان دجګړې پرمهال سوځول سوې دي او دهغه په خبره امنیتي چارواکو او ملکي کسانو ته کوم مالي او ځاني زیانونه ندې اوښتي.
بل لور ته بیا دشهرصفا ولسوالۍ دپاره دطالبانو ولسوال ملاباري درسنیو سره دخبرو پرمهال ومنل چي دتیرو اتو کلونو راپدېخوا دطالبان په لیکو کې فعالیت کوي او دیوې شل کسیزې ډلې مسول دی.
ښاغلی ملاباري وايي تردې وړاندي هم ددولت لخوا څخه درې ځله بندي شوی و.
په زابل کې دوسله والو طالبانو یوتن ولسوال پداسي حال کې نیول کیږي چي دوې ورځې وړاندي هم دعملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو دکوټې شورا یوتن لوړپوړی چارواکی ملازاکررحماني ددې ولایت دامنیتي ځواکونو لخوا دجګړې پرمهال ووژل سو.