تاند-.رویټرز خبري اژانس ته د بندیانو د مدافع وکیلانو پرون وویل چې دا بندیان، چې کلونه یې په بګرام زندان کې بې محاکمې تېر کړي وو، خوشي شوي دي.
هغوی ویلي چې د خوشي شویو پاکستاني بندیانو په منځ کې یو تن، چې په عراق کې بریتانیايي پوځیانو نیولی او افغانستان ته یې لېږدولی و، لس کاله په بند کې تېر کړي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې توقیف ځایونه د جګړې له میدانه د خطرناکو کسانو د راګرځولو لپاره ضروري دي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا لس تنه پاکستانیان کله د بګرام له محبسه خوشي شوي دي.
د پاکستان د عدالت پروژې (Justice Project Pakistan) په نوم موسسه، چې د ځینو بندیانو استازیتوب کوي، وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بندیانو کورنیو ته خبر ورکړی چې خپلوان یې خوشي شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان چیري ول.
د تېر کال په دسمبر کې شپږ تنه پاکستاني بندیان خوشي او په پټه د پاکستان محبسونو ته ولېږل شول. دوی د څو اوونیو په مخه د پاکستان په زندانونو کې بندیان ول.
د پاکستان حکومت د امریکايي پوځیانو له لوري د ۶ خوشي شویو پاکستانیانو کورنیو ته خبر نه و ورکړی خو د پاکستان د عدالت پروژې محکمې ته شکایت وکړ او دوسیه یې وګټله.
د پاکستان د عدالت په پروژه کې مدافع وکیلې سارا بلال وویل، د امریکا تر کنټرول لاندې په توقیف ځای کې په لسګونو کسان لا هم بندیان دي.
دې وویل، پاکستاني چارواکو ته پکار دي چې مدافع وکیلانو او د بندیانو د کورنیو غړیو ته د بندیانو د خلاصون په اړه معلومات ورکړي څو هغوی د شکنجې له خطره ووځي.
مېرمن سارا دا هم وویل چې د پاکستاني پوځیانو لپاره د خلکو شکنجه کول عادي خبره ده، هر څومره چې څوک د دوی په توقیف کې زیات وخت تېر کړي په هماغه اندازه زیات ربړول کېږي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو نړیوالو ادارو تر دې پخوا پاکستان په منظمې شکنجې تورن کړی دی.
ږیره زما واک یی دملا دا هم هغه قیصه شوه، امریکا ځکه داسی کارونه کوی چه دپاکستان سره خپله پټه دوسی چه تل زمونږ دملک خلاف دی وساتی پخوا به چه څه کارونه دناټو خلاف په پاکستان کی کیدل هغه هم یوه ډرامه وه نن چه څه کیږی که دمعروف ولسوالی کی جنګ دی که په کنړ اوانورستان راکټونه راووری هم دا دامریکا او پاکستان شریکه پروژه ده افغانانو ویښ شی کنی بیا به دتل په شان دلر خیرات او برخیرات څخه پاتی شی بل خصوص طالبان
امريكا وايي مونز دچا په كورنيو چاروكى گوتي نه وهو دا گوتى وهـل د ديموكراسي له اصولو وتلى كار ده