د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چي د جمعې په ورځ سهار د دې ولایت په مرکز کلات کې ملي پولیسو یوځل بیا د تلاشۍ پرزنځیر د پلټنو پرمهال ۱۴ کیلوګرامه هیروین ونیول.
ښاغلی قومندان وايي چې ددې پيښې په تړاو يې یوتورن کس او یو۳۰۳ ډوله موټرهم نیولی دی او ددوی پلټنې دوام ولري ترڅو پډې ولایت کې دنشه يې دقاچاق مخنیوی وکړي.
امنیه قومندان همداراز وايي چي په روان کال کې يې څه باندي ۶ ټنه نشه يې توکې نیولي دي او ددوی دالړی به دوام ولري.
په زابل کې دانشه يې توکې پداسي حال کې نیولي کیږي چي تردې وړاندي هم په مرکز کلات ۶۴۲ کیلوګرامه ونیول سوه.
احمدولي سرحدي – خپلواک خبریال
زابل