دا لیکنه د انجنیر حکمتیار د اسلامي حزب نشراتي اورګان (شهادت) خپره کړې ده او د دغه ګوند دریځ ښيي.

———————-

د عبدالله له ډلي سره د زلمي رسول ائتلاف څو پوښتني راولاړي كړې دي: آيا دا ائتلاف به پښتانه دې ته ونه هڅوي چي د اشرف غني ملا تړ وكړي؟ دا ځكه چي دوى دواړه د داسي حكومتونو برخه پاته شوي چي د پښتنو په ضد ئې له هيڅ جنايت ډډه نه ده كړې،دواړه داسي دي چي په انگرېزي خبري كولى شي خو په پښتو نه په سمه توگه خبري كولى شي او نه ليكنه، كله چي د كاغذ له مخي په پښتو څه لولي نو په هري جملې كي غلطي كوي، او دا د دوو خبرو غمازي كوي: يا دا چي له پښتو او پښتنو سره تعصب او حساسيت لري او يا دا چي دومره بې استعداد او سست ذهن دي چي د خپلي ملي ژبي د زده كولو استعداد او توان هم نه لري!!

ځيني داسي انگېري چي ښايي په لومړي پړاو كي زلمي رسول او گل آغا شيرزي ته وركړى شوې رأيي به په دوهم پړاو كي د عبد الله په صندوق كي واچول شي، خو دا يقيناً چي يوه غلطه انگېرنه ده، دوى دواړو ته په لومړي پړاو كي هغو خلكو رأيه وركړې ده چي له عبدالله او د ده له ټيم سره ئې حساسيت درلود، ښايي دوى دواړه به د خپلو مخكنيو رأيو پنځه سلنه هم عبدالله ته ډالۍ نه كړى شي.

د عبدالله ټيم په لومړي پړاو كي په پراخه پيمانه او په شرمناكه توگه درغلي او تقلب وكړ، په دې انتخاباتو كي د دوى درغلي تر مخكنيو انتخاباتو هم زياته شرمناكه وه، خپل صندوقونه ئې له تقلبي او جعلي رأى پاڼو ډك كړل او د نورو صندوقونوپاڼي ئې وايستلې او په لارو كوڅو كي ئې وغورځولې، د ده تر اصلي رأيو د جعلي رأيو شمېر ډېر زيات دئ، دوى دوهم پړاو ته د انتخاباتو له غځېدو وېره لري، هڅه ئې دا وه چي د گواښونو، رشوتونو او ټگماريو له لاري د انتخاباتو بې واكه او كمزورى كميسيون دې ته اړ كړي چي صندوقونه قرنطين نه كړي، هيڅ رأيه باطل ونه گڼي او د دوى ټيم د انتخاباتو بريالى اعلان كړي!!

كرزي په خپلي منصوبې كي ماته وخوړه، هغه غوښتل زلمى رسول يا په لومړي دور كي بريالى شي يا په دوهم پړاو كي يو مخكښ سيال وي، وېره ئې له اشرف غني وه، غوښتل ئې پښتانه د ده ملاتړ ونه كړي، جنرال دوستم د ده د هڅونو له امله له احمدزي سره يو ځاى شو، د كرزي انگېرنه دا وه چي په دې توگه به اشرف غني احمدزى د ډېرى پښتنو له ملاتړ محروم كړي او پښتانه به دې ته اړ كړي چي د ده د خوښي ټيم ته رأيه وركړي، د عبدالله د ټيم په اړه ئې انگېرنه دا وه چي هغه به دومره رأيي هم ترلاسه نه كړي چي درېيم مقام وگټي او په دوهم پړاو كي يو سيال وي، كرزي هڅه وكړه چي د پښتنو رأيي ووېشل شي، په پښتنو كي لس نوماندان او په غير پښتنو كي يوازي يو نوماند ولاړ وي، ډېرى نوماندان داسي ول چي د يو لك كسانو تأييدي فهرست ئې هم نه وو وړاندي كړى، خو د كرزي د اغېزمنو سپارښتنو له كبله د هغوى نوماندي رد نه شوه او په ساليو كي د برخي اخيستو حق وركړى شو!!

د عبد الله ټيم هم پر دې اعتراض ونه كړ دا ځكه چي په سياليو كي د زياتو نوماندانو درېدل د دوى په گټه وو، سياف وايي چي كرزي له ده سره د حمايت ژمنه كړې وه او دى ئې تشويق كړى وو چي په انتخاباتو كي برخه واخلي، خو وايي چي په عمل كي ئې زما هيڅ مرسته ونه كړه!!

كرزي په ډېر مهارت س دا هڅه وكړه چې د حزب رأيي ووېشل شي، ده تل دا هڅه كړې چي د حزب اسلامي د يووالي مخه ونيسي او په وړو وړو ډلو ووېشل شي، خو د انتخاباتو د لومړي پړاو نتائج د كرزي د تخمين او مهندسي خلاف راووتل، له عبدالله سره د زلمي رسول او عبدالقيوم كرزي يو ځاى كېدل ښيي چي د كرزي اصلي اندېښنه د احمدزي له پلوه وه، ځيني وايي چي د دې وېري دوه اساسي وجوهات دي:

 1- كرزى او كورنۍ ئې له دې وېره لري چي احمدزى به د دوى هغه مالي مدارك او منابع له منځه يوسي چي دوى ئې په سترو سترو شتمنو او ملياردرانو بدل كړل، له عبدالله دا ويره نه لري، ځكه د ده ټيم تر نورو زيات په فسادونو او لوټماريو كي غرق دئ.

 2- كرزي د خپل اقتدار په وخت كي احمدزى له دندې لري كړ او پر ده او علي احمد جلالي ئې دا تور ولگولو چي د سي آى اې جاسوسان دي!! وېرېږي چي احمدزى به حتماً خپل غچ ترې واخلي!! دا هم بايد په پام كي ولرو چي ځيني په غرض او مرض لړلي دا نه خوښوي چي د پښتنو زعامت له درانيو غلزيو ته انتقال شي، له عبدالله سره د گل آغا شيرزي، زلمي رسول او عبدالقيوم كرزي ائتلاف د همدې بيمار ذهن زېږنده گڼي!!

له وضعيت هم معلومېږي، د عبدالله د ټيم له اظهاراتو هم او د عبدالله د څېرې له كرښو، گونځو او خړوالي هم چي دوى دوهم پړاو ته د انتخاباتو له غځېدو سخته وېره لري، ښايي گمان ئې دا دئ او همدا واقعيت ته نږدې چي د عبدالله ټيم به د انتخاباتو په دوهم پړاو كي د لومړي پړاو نيمايي رأيي هم ترلاسه نه كړي، بيا به د مخكي په څېر د پراخو درغليو فرصت هم ترلاسه نه كړي!!

څوك چي د افغانستان د اجتماعي جوړښت له واقعيتونو، په اقتدار كي د شاملو سياسي ډلو له ماهيت او د نوماندانو له شخصيت او سياسي او اجتماعي نفوذ خبر وي پوهېږي چي هيڅ نوماند نشي كولى خپلي رأيي بل ته انتقال كړي، څوك چي د قومي او ژبني تعصب په ناروغۍ اخته وي، كه درانى وي نو څنگه به تاجك ته پر پښتون غلزي ترجيح وركوي؟! هر څوك پوهېږي چي د دې ائتلافونو بنسټ شخصي ناولي اغراض دي چي كله قومي رنگ وركړى شي او كله ژبني او مذهبي!!

د عبدالله هغه ليك چي څو ورځي وړاندي ئې پنجشيريانو ته لېږلى او نسخه ئې رسنيو ته په لاس ورغلې دا حقيقت په ډېر صراحت سره بربنډوي او ښيي چي دا ډله څنگه د قومي او ژبني تعصباتو پارولو له لاري غواړي خپلو ناروا او ناولو موخو ته ورسېږي. راشئ د دې ليك ځيني برخي له نظره تېري كړو:

عبدالله په خپل ليك كي خپله بريا د پنجشيريانو بريا يعني د يوه توكم بريا گڼي!! وايي د نيمايي افغانستان مشري د پنجشيريانو لاس ته ورغلې!! وايي ټولو مجاهدينو د پنجشيريانو زعامت او مشري قبوله كړې ده!! وايي موږ پنجشير له ولسوالۍ ولايت ته لوړ كړ، او اوس پنجشير داسي لوړ مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړپوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%) پنجشيريان دي!! وايي نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!! له پنجشيره نن يوه داعيه جوړه شوې؛ د يوه شريف قوم د لويي او مشرۍ داعيه!! عبدالله ځان د مسعود د آرمانونو مدافع بولى او د مسعود ورور احمد ضياء له دې كبله د مسعود آرمانونو ته خائن گڼي چي د عبد الله په څېر يوه كم اصله پنجشيري ته د رأى وركولو پر ځاى اشرف غني ته رأيه وركوي!! هغه د ليك په پاى كي يو ځل بيا وايي: پنجشير د افغانستان تر نيمايي زيات زعامت او مشري ترلاسه كړې ده، پنجشيريان بايد پرې نږدي چي څوك پنجشير ووېشي!! د پنجشير والي د حج او اوقاف رياست ته امر كوي چي دا ليك ټولو امامانو او د جوماتونو خطيبانو ته ولېږي چي خلكو ته ئې واوروي، د پنجشير امنيه قومندان ته امر كوي چي دا ليك په پراخه پيمانه په خلكو كي خپور كړي.

دا ليك له شك پرته د افغانستان ټول قومونه د تاجكانو او پښتنو په شمول د پنجشير او د پنجشيريانو د واكمنۍ په ضد پاڅون ته هڅوي، د افغانستان هيڅ توكم دې ته چمتو نه دئ او دا پيغور نه مني چي يو وړوكى توكم پر هغوى باداري وكړي!! هغه هم د پرديو د مټو په زور او د بدمعاشيو له لاري. افغانان له دې كركه لري چي څوك وروڼه قومونه سره وجنگوي، يو قوم تر نورو زيات شريف وگڼي او نورو ته د ذليل او سپك په سترگه وگوري، د يوه قوم د مشرۍ او واكمنۍ خبره وكړي او د شيطاني موخو لپاره د قومونو د يووالي او وحدت پر ځاى د قومونو د وېشلو او يو تر بل د غوره ثابتولو هڅه وكړي.

چا ته چي دا ليك په لاس ورشي او په ويلو سره ئې د دې ډلي له خبيثو موخو خبر شي هغه به يقيناً شديد عكس العمل ښيي، آيا هيڅ شريف او مؤمن افغان به دې ته چمتو شي چي د داسي منحطو شعارونو ملاتړ وكړي؟!!

عبدالرحمن

0 thoughts on “د زلمي رسول او عبدالله ناكام ائتلاف”
  1. ښه لیکنه ده. ډاکټر غني باید ټولو دغه ډول منورینو ته خپله غېږه پرانستې وساتي.

  2. we need united afghanistan,we do not want panjsheeree leader,

    we want pashtoon ,tajik,hazarah.uzbak,turk and more afghan united team leader.

  3. ډيره ښه ليکنه او تحليلي موضوع ده. خو په دي حساس وخت کښي عمل کوي عمل کوي عمل کوي … خبري او ليکني وخت به نوي!

  4. ديره شه او يوه واقعي ليكنه ده بايد تول ملت ته د تأيد ور وي او تول ملت بايد د غفلت له خو به بيدار او عمومي كتي به نظر كي ونيسي.
    دليك دا اخري دري جملي نهايت. د توجوه ور جملي دي مكر يو تعداد بي أ حساسه ، جا طلب ، مقلم برسته ، إنسانان جه دائماً خبل عزيز ان خرخ كري او أوس هم دهغو دخرخولو به معامله كي مصروف دي شرم ور خبره ده هيخ عبرت دحقايقوخخه نه اخلي
    دعبد الله داليك يو إنكار نابذيره سند دتول ملت دباره دي دا تبليغ نه بلكه دستركو ليد لي حال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *