د انسان په ذهن کې داسې يو څيز هم شته، چې د شيانو د پرتلې کار ترسره کوي. دغه څيز ته سړى پرتليز ځواک ويلاى شي. دا پرتليز ځواک ناڅاپه او په خپل سر شيان پرتله کوي.
موږ د شيانو پر ماهيت د پرتلې په مټ پوهېږو، ځکه د شيانو مجرد تعريف او پېژندنه انسان ته سخته ده، نو چې څه شى وويني، پرتليز ځواک يې له واره شننه پيل کړي، چې د دې څيز دا اړخونه خو چې هغه ما ليدلى وو، د هغه څيز غوندې دي او دا اړخونه يې له هغه پلاني څيزه توپير لري.
د انسان په ذهن کې د هر څيز معيار(يا معياري بېلګه) موجود وي، چې دا معياري بېلګه ضرور نه ده، چې د سقراط د مثل غوندې پوره(مطلق) او نابدلېدونې وي، بلکې د شيانو په اړه تقريبا د هر انسان خپل معيار وي. د هر چا ګڼ سيورى نه وي خوښ، د ځينو خلکو رنګى سيورى خوښ وي. يا مثلا: د شاعرانو د ښکلا معيار زياتره بېل وي. هر شاعر پر يوه خيالي ښکلا(محبوبې) مين وي، چې په بهرنيو ښکلاوو کې پسې ګرځي، خو هغه معيار او فرمايش دومره لوړ وي، چې بهر يې بېلګه نادره پيدا کېږي، ځکه نو شاعر همېشه په اضطراب کې وي، له اطمينان او قناعت سره يې ورانه وي، ځکه چې دروني ناپوره کېدونکي ارمانونه يې دمې ته نه پرېږدي. مطلب، شاعر بهرنۍ ښکلاوې له خپلې خيالي ښکلا سره پرتله کوي.
په دې خبره پوه شو، چې د هر انسان په ذهن کې د هر څيز لپاره معيار وي او هر سړى ظاهري شى له همدې معيار سره پرتله کوي،هله يې پر ماهيت پوهېږي او هله د څو شيانو توپير او مشابهتونه درک کوي يا به داسې ووايو، چې د همدې پرتلې له لارې د دغو شيانو پر کمزوريو او ښېګڼو پوهېداى شي.
اوس دا خبره رڼول پکار دي، چې د انسان په ذهن کې چې د شيانو کوم تصور دى، هغه له نويو مشاهدو او تجربو سره بدلېږي او ورځ په ورځ معياري کېږي. که شاعر د ښکلا ژوره مشاهده او د درد ژوره تجربه نه وي کړې يا يې مطالعه نه وي، نو په ذهن کې د ښکلا شته معيار به يې هم لوړ نه وي.
له دې نه دا پايله راووځي، چې موږ خپل ذوق د همدې معيار د معياري کولو له لارې پياوړى او حساس کولاى شو.
د پرتلې ځواک يواځې د شاعر په ذهن کې نه وي، د هر انسان په ذهن کې وي، خو په نورو انسانانو کې دومره فعال او پياوړى نه وي.
د پرتلې ځواک پر شاعرۍ سربېره په کره کتنه کې هم په کار راځي. په کره کتنه کې د پرتلې مېتود مشهور مېتود دى او هر کره کتونکى چې يوه پنځونه لولي، د پرتلې له لارې يې درک کوي او کمزورۍ او کمالونه يې په ګوته کوي.
د نقد دا پرتله هغه نه ده، چې پر معلومو بېلګو ترسره کېږي. مثلا: د حميد او شيدا شعرونه درته مخامخ پراته دي او په پرتله کې يې مشابهتونه او توپيرونه معلوموې، بلکې دا پرتله له هغه ذهني معيار سره د شيدا د يوه شعر يا ټول ديوان پرتله ده، چې ستا په ذهن کې د يوه ښه شعر لپاره د مطالعې، مشاهدې او تجربې له لارې جوړ شوى دى.
موږ چې پر ادبياتو قضاوت کوو او وايو چې دا لنډه کيسه ښه ده او هغه ښه نه ده، دا ټول له هغه معيار سره د پرتلې په مټ کوو چې په ذهن کې مو د ښې لنډې کيسې لپاره موجود دى.
يوه بله خبره هم پکار ده، چې د کره کتونکي پرتله خپلسرې او خپلواکه نه ده، د کره کتونکي په کابو کې ده، چې هر وخت يې پر هر ډول ادب کارولاى شي.
نو که د پرتلې دا ځواک خپلسرى نه وي او زموږ په ذهن کې د شيانو موجود تصور بدلېږي، نو بيا خو پياوړى کېږي هم.
د دې ځواک پياوړتيا او د ذهني معيار د بډاينې لپاره درې شيان ډېر مهم دي: مطالعه، مشاهده او تجربه.
که د چا مطالعه زياته وي، له هغوى نه د ښې پرتلې او نويو خبرو هيله ډېره وي او دا مطالعه هم د پرتلې له لارې ترلاسه کېږي. دغسې د ده ذهني معيار له مطالعې سره غني کېږي.
که د چا مشاهده دقيقه وي او شيانو ته ډېر ځير کېږي يا حقايقو ته د رسمي معلوماتو له زاويې نه؛ له نوې زاويې ګوري، نو د هغوى پرتليز ځواک به حساس وي.
درېيم څيز، تجربه ده. مثلا که چا پخپله ناولونه ليکلي وي او له ستونزو او نزاکتونو يې خبر وي، د هغوى پرتليز ځواک به هم پياوړى او ذهني معيار به يې ښه وي.