زمونږ ډیر وروڼه چې په خوله څه وایي هغه په عمل کې نه تر سره کوي. او تر څو چې یو قوم خپل عمل او خپل افکار په یوه لاره سره روان نه کړي تر هغې هغه قوم خپل منزل ته نه شي رسیدلی.او دا یې عمده علت دې چې له سلو کالو وروسته هم زمونږ وروڼه زمونږ نه په زور جدا کړای شوي دي. او له تر اوسه پورې په مونږ کې دا توان نه دې پیدا شوې چې خپل حق څنګه غوښتل کیدای او حاصل کیدای شي. دا یو څو هفتې وړندې مې په یوه ساعت کې هم د زړه په سترګو ژړل او هم د خوشالۍ څخه په جامو کې نه ځیدم. خوشال پدې وم چې کریمیا له شلو کالو وروسته یوځل بیا ازاده شوه اوپس له دوو لسیزو یې وګړي له خپلو وروڼو سره یو ځای شول او خفه په دې وم چې زما وروڼه له تر اوسه هم زما څخه په زور جدا کړای شوي دي او مونږ صرف او صرف خبرې کولو ته ښه تیار یو او وایو چې مونږ خو پښتانه یوو!
زمونږډېری پښتانه وروڼه به هغو پښتنو وروڼو او خویندو ته مهاجر وایي کوم چې له کابل او کندهار څخه د جنګ له لاسه پیښور او کوټې ته کډوال شوي دي.مونږ پدې نه پوهیږو چې دا خو د پنجاب چل دې او غواړي ددې خبرې په کولو سره زمونږ پر راتلونکو نسلونو باندې د ډیورنډ کرغېړنه کرښه ومني او پرې تحمیل یې کړي.مهاجر هغه چا ته ویل کیږي چې له یو هیواد څخه بل هیواد ته کډه وکړي او په بل هیواد کې د مسافرۍ شپې او ورځې تیروي.زمونږ دغه وروڼه چې نن په کوټه او پیښاور کې اوسیږي دوی پخپل وطن کې د جنګ له لاسه بې ځایه شوي دي او دوی ته هیڅوک هم د مهاجرنوم نه شي ورکولې بغیر د پښتنو له دوښمان څخه. او دوی ته دې بې ځایه شوو خلکو نوم ورکول کیدای شي.
زمونږ پښتانه وروڼه به په پېښور کې نارې وهي چې پنجابیانو پښتو ژبه د مکت له نصاب څخه وویستله، د خدایي خدمتګار خان عبدالغفار خان او د خان عبدالغني خان نومونه یې د مکتب له نصاب څخه وویستل. دا فکر به نه کوي چې اخیر دا ګناه د چا ده؟ دا ګناه خو ستا ده چې د پنجاب نماینده عمران خان ته دې خپله رایه ورکوله، اوس ورته ټینګ شه چې نور درسره څه کوي، دا خو یې له شروع ده.
په کابل کې به بیا نور پښتانه نارې وهي چې زمونږ ماشومانو ته په مکتبونو کې په پښتو ژبه درس نه ورکول کیږي او دا زمونږ سره زیاتی کیږي. اوپه شمالي ولایتونو کې یې په ټولو واټونو او کوڅو باندې د ایرنیانو نومونه کېښودل. دا خو به خود درسره کیږي چې ته د خپلو مشرانو قدر نه کوې او په نورو پسې منډې وهې. سبا به بیا همدا پښتانه په کابل او کندهار کې ژاړي. ځکه چې نن یې بیا خپل مشر پرېښودلې دې او په عبدالله پسې روان دي.نن خو صرف او صرف په مکتبونو او پوهنتونونو کې پاړسو درباندې وایي، یو کال وروسته به همدا عبدالله درته وایي چې په کور کې هم پاړسو وایه کنه له دې وطن څخه ووځه، دا خو زمونږ وطن دې! یو پښتون خو دې ماته ووایي چې عبدالله په کوم لحظ له دوکتور اشرف غني څخه ښه دې چې دا ځینې لیکه پسې روان دي؟ او همدا نن درته وایم او په یاد یې وساتئ چې که چیرې عبدالله ولسمشر شولو نو بیا د تل لپاره له کوټې او پېښور څخه لاسونه ومینځئ. نن بیا د عبدالله په راوستو سره پاکستان او ایران غواړي چې له امریکا سره د پرون په څیر سودا وکړي. لکه څنګه چې پرون پاکستان زمونږ پر سرونو باندې له امریکا سره سودا وکړه او ځان یې د اتومي بم څښتن کړلو، نن بیاهماغه شان ایران له امریکا سره زمونږ پرسرونو باندې سودا روانه کړي ده او ځان د اتومي بم څښتن کوي،او پا کستان به د تل لپاره پېښور او کوټه د ځان کړي. پښتانه دې بیا ګرځي.
د خدای په خاطر چې سره یو شئ. د خپلو خدای راکړو مشرانو قدر وکړئ. ددنیا هیڅ یوه قوم ته هم الله پاک مشر له اسمان څخه نه دې رالیږلې، خو دې خپلو خدای ورکړو مشرانو ښه قدر او عزت کوي.که مو د خپلو مشرانو عزت کړې وې نو نن به په مونږ باندې دا ورځ نه راتلله چې اوس نور راځي او مونږ ته د انسان په څیر د ژوند کولو لار راښي.دا یو ډیر تریخ حقیقت دې خو مونږ یې باید چې ومنو.مونږ دا هیر کړي دي چې زمونږ پلارونو او نیکونو په نورو خلکو باندې په سل هاوو کالونو پاچاهۍ کړي دي او مونږ نورو ته د ژوند کولو لارې ښودلي دي.دا هرڅه مونږ او نورو دنیاوالو ځکه هیر کړي دي چې مونږ د خپلو پلارونو او نیکونو لاره پرېښودلي ده. تر څو چې سره یو نه شو، قسم مې دې په رب وي که مونږ اباده ورځ ووینو. همداسې در په در خاورې په سر به ګرځو او پخپل کور کې به راته نور له مهاجر څخه وایي. او مونږ به یو او بل د طالب،خلقي، پرچمي، حزبي اود دیموکرات…… په نومونو سره وژنو .ډیرد افسوس ځای دې چې نن داسې ورځ راغله چې د احمد خان او میرویس خان په بچو باندې د رانجیت سینګ او مکنټن بچیان لوبې وهي.که په ریښتوني توګه غواړئ چې دردونه مو یو څه راکم شي نو پدې راتلونکو ټولټاکنو کې نار او ښځه دوکتور اشرف غني ته خپله قیمتي رایه ورکړئ .په پېښور کې خو مو دا ځل دا چانس له لاسه ورکړو خو راځئ په کابل او کندهار کې به د چانس له لاسه نه ورکوو. او که په کابل او کندهار کې مو هم میدان له لاسه ورکړو بیا به نو ګرځو د سوال ګرو په شان. او پخپل وطن کې به په سوال ورځې او شپې تیروو.
عزت الله عالم استرالیا