پوهان وايي ،چې دارجنټاين په هيواد کې ېې دنړۍ تر ټولو لوی ډايناسور پيدا کړی چې دځمکې په کرې ېې ژوند کړی دی ،د دې ډايناسور اوږدوالی ۴۰ او پلنوالی یې ۲۰ متره دی .

دغه ډايناسور، چې وزن ېې ۷۷ ټنه اټکل شوی دی د۱۴ افريقايي فيلانو سره برابر دی او ويل کيږي، چې ګيا خوړونکی و او احتمالا دډايناسورانو دژوندپه اخري برخو کې ېې ژوند کاوه..

پوهان وايي چې دغه ډايناسورپه يو ډول تايتاسورانو پورې اړه لري ،چې دکرتاسې په دور کې ېې ژوند کاوه،دکرتاسي دورې له ترياس او ژوراسيک له دورو وروسته دي ،چې ۶۵ ميليونه کاله وړاندې وې ..

ددې ډايناسور پوندۍ ،پښې او ورميګ ديوه انسان په اندازه دي ،په لومړي ځل دفليچا په سيمه کې يو بزګردې اسکليټ ته ورپام شو ،چې له پاتاګونيا څخه ۲۵۰ کيلومتره لرې دی ..

پوهان اټکل کوي ،چې دغو ډايناسورانو له ۹۵څخه تر ۱۰۰ ميليونه کلونه وړاندې دپاتاګونيا په ځنلګونو او پرښو کې ژوند کړی دی .

دغه ډايناسور ديوې ۷ پوړيزې ودانۍ ته ورته ده خوتر اوسه پورې ورته نوم ندی ايښودل شوی خو له دې وړاندې ،چې کوم لوی ډايناسور ،چې پيدا شوی وو ۷ ټنه وزن ېې لرلواو دآرجنتينا نوم ورباندي ايښودل شوی وو..

په لندن کې د ډايناسوانو دپيژندنې يو کارپوه ډاکتر پل برت وايي ددې ډايناسور په پيداکيدو سره وتوانيږي ،چې په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړي او له دې وړاندې پوهانو دداډول ډايناسورانو فقط څو اندامه پيدا کړي وو..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *