تاند- افغان چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو پرون په کندوز کې پر یوه تاجک دیپلومات حمله وکړه او هغه یې ټپي کړ.

د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې تاجک دیپلومات له بدخشان ولایته کندوز ته روان و چې د خان اباد ولسوالۍ د ارباب صفر په پله کې پرې ډزې وشوې.

ټپي شوی تاجک دیپلومات، چې نوم یې رستم محمدي ښودل شوی او د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې یې د تاجکستان په کونسلګرۍ کې کار کاوه، د کندوز په روغتون کې بستري شوی دی.

خو د روسیې ایتارتاس خبري اژانس محمدي په فیض اباد کې د تاجکستان کونسل بللی دی.

تراوسه پوري چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ابوالحفیظ عطایف ایتارتاس خبري اژانس ته وویل:«تاجک دیپلومات اوس د کندوز په روغتون کې دی، هلته یې جراحي عملیات شوي او ډاکتران وايي چې وضعیت یې بد نه دی.»

تاجکستان په کابل کې سفارت او په فیض اباد او مزارشریف ښارونو کې کونسلګرۍ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *