ليکنه: احمد صدیق “احمدی”

 د سولې د بین المللي څېړنو د موسسې سکهلم (SIPRI) د خپاره شوي راپور په حواله ويل شوي” د نړۍ نظامي لګښتونه په ۲۰۱۳ م کال کې ۷،۱ تريلیونه ډالره وو چې د تېر کال په پرتله دوه سلنه کموالی ښیي.” [۱]

 اما برعکس د سعودي عربستان شاهي دولت د ۲۰۱۳ کال په خپله نظامي بودجه کې په ۱۴ سلنه زیاتوالي سره په منځني ختیځ کې د نظامي وسایلو لومړی پېرودونکی او د نړۍ په سطحه د نظامي وسایلو څلورم پېرودونکی شو. پس د آل سعود د شاهي دولت د نظامي کولو د دغه زیاتوالي علت د نړۍ د ۲ سلنه نظامي لګښتونو د کموالي په مقابل کې څه دی؟

د آل سعود د شاهي نظام رامنځته کېدو ته یوه کتنه:

 د ۱۹۱۵ میلادي کال د اګست په ۳۰ مه د انګلیس نماینده مک ماهان “په شام کې د عثماني دولت والي شریف حسین” په نامه په یوه لیک کې داسې ولیکل: “د انګلیس حکومت له ترکانو څخه د پاک پیغمبر (ص) له کورنۍ څخه یوه عرب ته د خلافت د راګرځېدو هرکلی کوي. “

شریف حسین بې له ځنډه د انګلیس په دغه دروغجنو وعدو باندې فریب وخوړ، خپل ټول ځواک یې د خلافت پر ضد په قیام کې مصرف کړ. هغه د عثماني قواوو د وروستي سنګر له تصرف او په مکه باندې له بریا وروسته د مکې د شورا ټول علماء جبراْ د خلیفه په حیث له ځان سره په بیعت مجبور کړل. د انګلیس او فرانسې دولتونو په دې حالاتو کې په ظاهره له هغه څخه ملاتړ وکړ.  مګر انګلستان د خپلې وعدې پر خلاف له فرانسې سره یو ځای او د عثماني دولت د وېش په موخه د روسیې د امپراطورۍ په خوښه د سایکس- پیکو په نامه يې یو پټ تړون په همدې (۱۹۱۶)کال کې لاسليک کړ. د انګلیس دولت په دې باندې هم بسنه ونه کړه، بلکې شریف حسین یې د عبدالعزیز بن سعود تر مشرۍ لاندې ډلې په مقابل کې چې په مکه کې د شریف حسین د قیادت مخالفه وه لیرې کړ.

دتاریخ په دې برخه کې نوي هېوادونه لکه سوریه، لبنان، اردن، عراق او سعودي عربستان چې د عثماني دولت یوه برخه وو د انګلیس او فرانسې د استعماري نقشو په لړ کې رامنځ ته شول. بلاخره په ۱۹۲۳ میلادي کال کې یعنې د مسلمانانو د سیاسي قدرت د وروستۍ پایګاه له سقوط یو کال مخکې هغه هېواد چې وروسته بیا د سعودي عربستان په نوم یاد شو، جوړ شو. څه موده وروسته بیا دغه هېواد د نظامي ځواک او د هغه له جملې د ځکمني قوت درلودونکی شو.

د نفتو له کشف او له فرانکلین روزولت (د امریکا د هغه وخت له ولسمشر) سره د ملک عبدالعزیز بن سعود له لیدنې وروسته د سعودي عربستان دولت د امریکا د متحده ایالاتو د اصلي متحد او ملګري په حیث په منځني ختیځ کې را څرګند شو.

د سعودي عربستان د شاهي دولت د نظامي کولو ستراتیژي:

اوس مهال د سعودي عربستان شاهي دولت د نړۍ په سطحه شپږ ويشتم نظامي قدرت دی؛ خو ددغه هېواد د نظامي کولو ستراتیژي له تاسیس څخه بیا تر اوسه د غرب له سراتیژۍ او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو څخه متاثره ده.

د هغه سیاست پر اساس چې ځینو هغه د امریکا دوه ستنيز سیاست نومولی دی لکه: ایران د رضا شاه پهلوي په وخت کې د نظامي ستون په حيث او عربستان د مالي ستون په حيث د فارس د خلیج په دواړو خواوو کې مطرح وو.

په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو نه غوښتل چې سعودي عربستان له نظامي پلوه په منځني ختیځ کې ځواکمن وي؛ مګر امریکایانو غوښتل چې په سیمه کې دوه شیان په خپله ساتنه او کنټرول کې ولري. لومړی په ایران کې د پهلوي شاهي نظام د فارس د خلیج د پولیسو په حيث چې د خلیج د حوزې په هېوادونو کې د امریکا پر ګټو ددغه هېوادونو د مداخلې په مخنیوي کې تل نظامي برتري ولري. دوهم دا چې په سیمه کې ددغه هېوادونو نظامي توان تل د یهودو د دولت ( اسرائیل) له نظامي توان څخه ښکته وي.

په همدې دلیل د عربستان دولت په ۱۹۷۳ کال کې د عربو او اسرائیلو د څلورم جنګ په وروستیو کې ګډون ونه کړ، بلکې د اطلاعاتي او نظامي خدماتو تر عنوان لاندې یې له مصر او سوریې سره مرسته وکړه. په۱۹٩١کال کې د صدام حسین او امریکا ترمنځ د خلیج  (کویت) په دوهم جنګ کې د سعودي عربستان شاهي دولت د امریکا تر امر لاندې په دغه جنګ کې ګډون شو، تر څو د لومړي ځل لپاره وکولای شي خپل بهرنی نقش خپل بادار (امریکا) ته وښيي.

اما په ایران کې د امام خمیني په رهبرۍ د انقلاب په بریا د سعودي عربستان شاهي دولت خپل ځای بدل کړ او ځان یې د ایران په نسبت له پخوا ډېر د امریکا متحده ایالاتو ته نیږدې کړ. له دې وروسته د غرب د سیاستونو په مخته وړلو کې د ایران نقش د پردې شاته پاتې شو.

اوس مهال د سعودي عربستان شاهي دولت د ۲۶ میلیونه نفوس، ۲۵۰ زره کسيز  نظامي ځواک، ۱۲۰۰ جنګي الوتکو، ۳۴۱ چورلکو، ۲۱۷ نظامي هوایي ډګرونو، ۱۳۰۰ ټانکونو، ۴۲۰۰ نظامي موټرو او د ۳۵۰ توپونو په درلودلو سره په ښه موقیعت کې دى. [۲] یعنې د سعودي عربستان نظامي ځواک په منځني ختیځ کې د یهودو او مصر له دولت وروسته په درېیمه کرښه کې دی.

که په ۲۰۱۳ کال کې د ټولو هېوادونو د نظامي پانګونې اندازه د نړۍ په سطحه را کمه شوې ده؛ خو برعکس سعودي عربستان په ۱۴ سلنه زیاتوالي سره د ۱۵ هېوادونو په منځ کې چې د نظامي بودجې ډېر لګښت لري، څلورم ځای نیولی دی. د سعودي دولت په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ۵۲.۲ میلیارده ډالره نظامي لګښت درلود او په ۲۰۱۳ کال په ۱۴ سلنه زیاتوالي سره دغه اندازه ۵۹.۶ میلیارده ډالره ته ورسېده چې د انګلیس او فرانسې له نظامي لګښتونو زیات دی. لومړی ۵۲.۲ او دوهم ۵۹.۶ ډالره یې د خپلو نظامي وسایلو د اخیستلو لپاره مصرف کړي دي.

د نظامي لګښتونو د زیاتولو لپاره د سعودي عربستان د دولت د هڅو اصلي علت څه شی دی؟ او دغه پېرودل شوي تسلیحات له زیاتو لګښتونو سره له کومه شول او چېرته به ولګول شي؟ دا هغه پوښتنې دي چې باید روښانه ځواب ورکړل شي.

 په امریکا او اروپا کې د مالي بحران له امله د نړۍ هېوادونو خپل نظامي لګښتونه ۱.۹ سلنه را کم کړي دي؛ اما بر عکس د سعودي عربستان دولت خپله نظامي بودجه ۱۴ سلنه زیاته کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا او اروپا کې مالي بحران په ټوله نړۍ او د هغه له جملې څخه په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان پر دولت بې اغېزې نه دی. ځکه د امریکا اقتصادي سیاست داسې ترسیم شوی دی چې د نړۍ په ټولو هېوادونو باندې اغېزه لري. پس د نظامي وسایلو د اخیستلو لپاره دا تر حد ډېر لګښتونه او په زیاته اندازه پانګونه د څه لپاره ده؟

د سولې دڅېړنو د نړیوالې موسسې صلح اسکهلم د راپور پر اساس نه یوازې دا چې د نړۍ د لویو قدرتونو په نظامي لګښتونو کې زیاتوالی نه دی راغلی؛ بلکې په ټولیز ډول ۱.۹ سلنه کموالی ښيي چې ددغه کمښت اصلي علت هم د امریکا د نظامي بودیجې ۷.۸ سلنه کموالی او د اروپا مالي بحران بلل شوي دي.

بلاخره د نړۍ په سطحه د اسلامي امت نهضت او بیدارۍ ته په کتنې او په ځانګړي ډول په عربي هېوادونو کې، کولای شو په دې اړه روښانه ځواب په لاندې ډول وړاندې او شرحه کړو.

1-            شاید ددغه اسلحې د استعمال لومړى ځای د هغه خلکو د اعتراضونو او غوښتنو سرکوبول وي چې د مستبددو خانداني نظامونو پر وړاندې را ولاړ شوي دي. هغه نظام چې نیږدې یوه پېړۍ کیږي چې د غرب په ملاتړ په زور او ظلم سره په خلکو حکومت کوي. هغه حکومتونه چې حتی د منځنیو پېړیو نظامونه یې پر وړاندې شرمیږي.

2-             له بلې خوا د منځني ختیځ بحران ته په پاملرنې، په ځانګړي ډول د سوریې او مصر بحران ته او هلته د غرب پلوه قومي او وطني ډلو څخه د سعودي عربستان مالي او تسلیحاتي ملاتړ ښيي چې د سعودي عربستان دولت غواړي په سوریه کې د بشار الاسد د قتل او وژنو لمن پراخه او په مصر کې د مفسدو نظامیانو وژنو ته دوام ورکړي. ځکه ددغه لمبو مړه کېدل د آل سعود کورنۍ د حاکم په لمن کې د اور د لمبو د تېزېدو سبب کیږي.

3-            د سعودي دولت په نظامي برخه کې په دومره زیاتې پانګونې سره غواړي چې خپل مستبد او خانداني نظام ته د جزیره العرب په سیمه کې اوږد عمر ورکړي، له دې په بې خبرۍ چې د نن عرب د تیرې ورځې د عربو په شان نه دي.

4-            له بلې خوا کېدای شي چې په دې کار کې د غرب سیاست دا ډول محاسبه کړو؛ غرب په اسلامي او عربي هېوادونو کې د ظالمو او مستبددو نظامونو د ساتنې لپاره  هغوی نظامي کولو ته تشویقوي، تر څو له یوې خوا د نظامي وسایلو په خرڅولو سره زیاته سرمایه تر لاسه کړي او له بلې خوا خپل تسلیحاتي تولیدي ماشین ګرځنده وساتي، ترڅو د عربي هېوادوتو د نفتو له خوند څخه بې برخې پاتې نه شي.

5-            په استکهلم کې د سولې د چارو رييس ساموئل پرلو فریمن د څرګندونو په اساس: ” نظامي لګښتونه یو امکان لري چې کولای شي د نفتو پیسې شخصي بانکي حسابونو ته انتقال کړي. دا کار کېدای شي د زیاتو نظامي لګښتونو د جذب سبب شي. ” [۳]

د عثماني دولت له سقوط وروسته غربي هېوادونو د اسلامي امت پر وړاندې له هېڅ ډول ظلم، تجاوز او ښکېلاک څخه مخ نه دی اړولی، اما له هغه بدتره ظالم او مستبدد چارواکي په ځانګړي ډول په عربي هېوادونو کې خانداني حکومتونه دي چې په اسلامي امت باندې له هېڅ ډول بې رحمۍ څخه ډډه نه کوي. له بلې خوا همدا نظامونه او حکومتونه دي چې امت د یوه الهي نظام په لور تګ نه پريږدي. هغه تګ چې تر ټولو لوی او ځواکمن نظام به يې پايله وي.

اوس امت تمه لري تر څو د شپې دا توره پرده (د دیموکراسۍ نظام) یې له سره پورته شي او د امت د غوښتنې په اساس یو نظام د الهي نظام په رڼا کې رامنځ ته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *