له خدايه شکر چې  په ګران هېواد کې د زورواکو،جنګسالارانو،غاصبينو ، خطرناکو داړمارانو او قاتلينو باوجود بيا هم تر يوه بريده دې ته زمينه برابره شوي ، چې افغان مسلمان ملت کولى شي،چې د ولسواکۍ په چوکاټ کې د ازادې سيالې له لارې پدې اميد د خپل هېواد سرنوشت وټاکي ،چې نور به  په افغانانو تپل شوي ډلې ټپلې،زورواکي، پراديپاله خوى لرونکي او  نااهله اشخاص له سياسي صحنې وځي او ځاى به يې تر ډېره د هېواد رښتيني بچيان نيسي.

د وري په شپاړسمه ټولې نړۍ وليدل چې د سيمې استخباراتي کړيو په ځانګړي توګه د پاکستان پوځ او اى اېس اى پوره هڅه وکړه، چې ټولټاکنې په ټوله مانا ګډوډې کړي او افغانان هغه پاک ارمان ته ونه رسيږي،چې له ډېره وخته د يوه  داسې بنسټيز بدلون او پاک حکومت  په تمه دي، چې د اداري فساد،د ځمکو د غاصبينو،قانون ماتوونکو،جنګسالارانو ، اجنټانو،متعصبينو اود ښې حکومتوالۍ پرضد د شته خنډونو په وړاندې رښتيني او غوڅ اقدامات وکړي.

خو الحمدالله چې ددغه تش په نامه اسلامي هېواد استخبارات چې د ټولې نړۍ لپاره د سرطان د  دانې حيثيت لري، د ډېرو کوښښونو سره، سره  پدغه شوم پلان کې په بشپړ ډول مختوري او ناکامه شول ، افغان وسله وال ملي ځواک او  زموږ  مېړانيو ولسونو هېڅکله  ددې موقع ورنه کړه، چې دغه تاريخي او برخليک ټاکوونکي ملي پروسه په امنيتي لحاظ له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

خو اوس چې ټاکنې بيا هم  د ځينو نااهله ، درغلګرو او د بهرنيو هېوادونو له استخباراتو سره د تړلو  نوماندانو د ښکاره تقلب او زياتو درغليو له امله دويم پړاو ته ولاړې، نو په همدې اساس د سيمې استخباراتي سازمانونو په ځانګړي ډول د پاکستان اى اېس اى تېزې هڅې پيل کړي دي، چې په دويم پړاو کې داسې څوک بريالى کړي، چې د دوى په هره کوچنۍ اشاره وناڅي او د پاکستان په ګټه هغه کارونه سرته ورسوي، چې له امله يې افغانان د پنځه دېرشو کالونو راهيسې په بېلابېلو نومونو قرباني شول.

څو ورځې مخکې د اېکسپرېس تربيون ورځپاڼه کې د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خپره شوي ليکنه د ده نه،بلکې په ښکاره توګه ددغه هېواد د پوځ او استخباراتو  ګډ نظر ؤ، چې د تطبيق لپاره يې هر نوع هڅې پيل کړ ي دي.

د مختلفو باوري چينلونو په قول دا ځل  اى اېس اى((ISI)) ملا عمر او  حقاني شبکې ته امر کړى، چې په ټولو پښتون مېشتو سيمو کې امنيت ګډوډ کړي، ترڅو د پښتنو غوڅ اکثريت د رايې له کارولو محروم شي او په انتخاباتو کې ډاکټرعبدالله عبدالله چې ددوى دخوښې وړ کانديد دى، په اسانۍ سره د افغانستان ولسمشر شي.

ويل کيږي، پاکستان د عبدالله په ګټه اوپلوۍ ځکه طالبانو ته دنده سپارلي،چې ډاکټرعبدالله عبدالله او متحدينو يې د پاکستان له حکومت سره توافق کړى، چې که چېرې ولسمشر شي، لومړئ به د ډيورېنډ فرضي کرښه  بې له ځنډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه پېژني،همداشان هغه اوبه چې د مختلفو ولايتونوڅخه پاکستان ته بهيږي، هېڅ وخت به يې د بند جوړولو فکر هم ونه وکړي.

بله دا چې د ډاکټرعبدالله عبدالله، پاکستانيانو  او ايراني چارواکو ترمنځ دافغانستان د تجزيې په هغه پلان خبرې شوې، چې دپلي کېدو په موخه يې د تېرو څو کالونو راپدېخوا د شمالي ټلوالې په استازيتوب احمدضيا مسعود، هزاره محقق او ځينې نور کسان ګمارل شوي وو ،چې د همدې کار  لپاره يې انګلستان، امريکا،پاکستان،ايران او ځينو نورو اروپايي هېوادونو ته څو ، څو وارې  ښکاره  سفرونه هم  کړي ول.دوى د پاکستان او ايران سره منلي ده، چې شمالي ټلواله به دخپل حکومت په پنځه کلنه دوره کې د ډيورېنډ د رسميت او ځينو نورو تړونونو ترڅنګ هغه سيمې او ولايتونه چې له ايران سره پوله لري، ايران ته وسپاري او پاتې افغانستان به د خراسان په نامه نوموي.

اوس راځو دې ته چې دغه نوماند او دهغه نور متحدين چې تش په نامه افغانان دي،هغوى خو د اسلاميت،افغانيت،خپلواکۍ،عرضي تماميت،ملي ګټو او ملي يووالي پرځاى يوازې سمبوليک قدرت او پيسو ته ارزښت ورکوي، خو موږ افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو ته څه کول په کار دي، ترڅو ددوى او  د سيمې هېوادونو د هغو خطرناکو پلانونو مخه ونيسو، چې د افغانستان د بربادۍ او تجزيې لپاره يې جوړ کړي دي.

زما په نظر هر افغان بايد په لومړي قدم کې لاندې کړنې ترسره کړي :

لومړئ : هېڅوک بايد د جوزا په ٢٤ مه د رايې ورکولو کارت په جيب او کور کې ونه ساتي، بلکې د خپل هېواد او ملت د ژغورنې په نيت داسې ټينګه اراده وکړي، چې که هرڅومره بد شرايط هم وي، زه به يوازې پدې نيت چې افغانستان ژغورم ، رايه ورکوم.

دويم : هر ديني عالم،مخور مشر،استاد، ښوونکى،روڼ اندى، ملا امام، د مدني ټولنې فعال ، وروڼه او خويندې بايد په خپلو کورنيو،کليو،سيمو، جوماتونو، مدرسو ، ښوونځيو، پوهنتونونو او شاوخوا کې د ديني او ملي مسووليت له مخې خپل خلک پدې وپوهوي، چې د هغه پنځه زره کلن تاريخي هېواد او ملت  هويت،موجوديت ، عزت او تاريخ په خطر کې دى، چې تر دې دمه زموږ نيکونو او پلارونو د خپلو سرونو او سرو وينو په قېمت  ګټلى او ساتلى دى او  اوسمهال يې د خلاصون يوازېنۍ لاره داده، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د هېڅ نوع تهديد،ګواښ او خطر احساس ونه کړي ،بلکې په ټول قوت سره خپلې رايې وکاروي.

دريم : ځينې کسان چې يوازې يې لونګۍ پر سر دي،ځانونه  د قوم او کلي  مشران معرفي کوي، د څو پيسو لپاره د ټول قوم د ملاتړ ډاډ ورکوي، خو په حقيقت کې هرچاته مالوم دي، چې خلک ترې دومره لويه کرکه لري، چې ان په خپلو خپلوانو کې څوک ورسره په ښه زړه روغبړ هم نه کوي، بايد په دغسې کسانو لعنت وويل شي او د وطن فروشانو سره يې د تګ راتګ مخه ونيول شي.

څلورم : ملا عمر ، حقاني او نور هغه اشخاص چې پاکستان کې اوسيږي او د هغه ځايه د پښتنو د وژلو، ګواښلو،تهديد او محرومولو دنده ورکړل شوې،بايد دغه ښاغلي نن د افغانستان خلکو ته په  واضېح ډول اعلان وکړي، چې اسلاميت او افغانيت غواړي او که برعکس لا يې هم  د پنجاب په اشاره  د هېواد تجزيه او د پښتنو له منځه وړل خوښيږي.

خو زه  دوى او ټولو جنګي ډلو ته د يوه ورور په توګه عذر  او زارۍ کوم ، چې راشئ د خداى لپاره پدې حساس او ازمايښتي پړاو کې له خپلو غاړو راتاو ځنځيرونه وشلوئ، افغانستان وژغورئ  او د خپلو ولسونو ترڅنګ ودرېږئ.راشئ نن مو خپل نومونه يوازې ددغه کوچني اعلان پواسطه چې  هرڅوک دې په هرځاى کې په ډېر جراءت سره رايه وکاروي او خپل هېواد دې وژغوري، د تاريخ په زرينو کرښو کې ثبت کړئ ، دغه راز  له خپلو ټولو وطندوسته هېوادوالو هم غوښتنه لرم، هر هېوادوال بايد د هرهغه چا په وړاندې ملي پاڅون وکړي، چې د رايې له کارولو يې منع کوي او د پاکستان او ايران ګډ پلان ته د تطبيق زمينه برابروي.

پدې هيله چې د هېواد رښتيني بچيان په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي،رايې وکاروي،نظارت وکړي او د هر درغلګر په وړاندې لکه ښکاري زمريان چمتو واوسي.

د افغانانو د بريا په هيله   (( م –  ځدراڼ- خوست – افغانستان ))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *