Asian Development Bank:
د اسيا پراختيايي بانک يوه سیمه ایزه مالي موسسه ده چې په اسيا کې دبې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره کار کوي، چې د نړۍ يومليارد او نهه سوه ميلونه وګړي دلته اوسيږي او د 2$ کم عايد لرونکي دي.د اسيا پراختيايي بانک په اسيا او د ارام سمندرګي په سيمه کې د اقتصادي او ټولينزې تو سيع لپاره د بلاعوضو مرستو (پورونه،فني مرستې او پانګونې)لپاره کار کوي. د اسيا پراختايي بانک په کال 1966ز کې د فليپين پلازمېنې مانيلا کې رسما په فعاليت پیل و کړ. د اسيا پراختيايي بانک په لومړی کال کې د کرنې سکتور او د غذايي موادو په برابرولو کې غړو هيوادنو سره مرسته کوله، مګر اوس مهال په بېلابېلو سکتورنو کې کار کوي.داچې د ADB بانک اصلي پام په اسيا کې د خلکو ژوند د سطحې لوړول او د بې وزلۍ له منځه وړل دي چې په نړۍ کې ډير بې وزله خلک په اسيا کې اوسيږي.
ADB دندې او موخې: د اسيا پراختيايي بانک په سیمه کې د يو کلک اقتصادي سازمان په توګه د سياسي مذاکراتو په اساس د بلاعوضو مرستو ورکړه (پورونه،فني مرستې ،پانګونه) ترسره کوي. ADBپه عمومي ډول د بازار دسود په اساس پورونه ورکوي. د اسيا پراختيايي بانک د هېودانواقتصادي حالاتو ته په کتو دوه ډوله پورونه ورکوي:
اختصاصي کرېدتونه
عـادي کريدتونه
د اسيا د پراختيايي بانک په اسيا او ارام سمندر ګي کې د لاندې موخو لپاره کار کوي:
د بې وزلۍ د له منـځه وړل يا کمول .
د غړو هېوادنو دخلکو د ژوند د سطحې پورته بيول دي.
په سیمه کې د پايدار اقتصادي پرمختګ لپاره لاس رســى.
د سیمه یز پرمختګ لپـاره زميـنه برابرول.
بانک د پورتنيو موخو دلاسته راوړلو لپاره لاندې دندې سرته رسوي:
دپـورونه ورکړه
فني مرستې
بلاعوضه مرستې
پانګــونه
د اسيا پراختيايي بانک يوه مرکزي او ٢٦نورې څانګې په غړو هېوادونو کې لري داسيا پراختيايي بانک رئيس د پنځه کلونو لپاره حکام د شورا پر اساس ټاکل کيږي افغانستان په کال 1966 ز کې د دغه بانک غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان او د اسيا پراختيا يي بانک: افغانستان د اسيا د پراختيايي بانک له تاسيس سره سم غړيتوب ترلاسه کړ چې په کال 1970 ز کې د لومړي ځل لپاره 5.15 ميلونه ډالرو په اندازه د کرنې د پرمختګ لپاره پور واخېست.د کال 1979-2002 ز پورې په افغانستان کې د جګړې له کبله د بانک فعاليتونه په موقت ډول بند شوي وو او دشوروي اتحاد د پوځونو د موجوديت په وخت کې هندوستان د افغانستان د څوکۍ استازي توب کاوه. د طالبانو د حکومت له رانسکوریدو وروسته دغه بانک يو ځل بيا په افغانستان کې خپل فعاليتونه پيل کړل. د اسيا پراختيايې بانک د بلاعوضو مرستو په لړۍ کې د بادغيس سړک جوړول د 176ميلونو ډالرو په اندازه، 60ميلونه ډالر د پانګې اچونې د زمينې برابرولو لپاره،د ښوونځيو جوړول،د مشاورينو استخدام،د سوداګريزو قوانينو ترتيبول،د سړکونو جوړول د افغانستان له لارې د ګازو د نل ليکې سروې،دافغانستان حکومت په کال 2003ز د اسيا پراختيايي بانک ته وړاندېز وکړ چې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي تر څو مفديت لوړ شي،چې دغه وړانديز د بانک له خوا ومنل شو او خپلو فعاليتونه ته يې پراختيا ورکړه او پورونو ( حمل و نقل ،انرژي ،کرنه،د اوبو سيستم او د چاپيرلان د ساتنې )په برخه کې ورکول پيل کړل .