ولسمشر کرزی

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اسیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اعتماد د پیدا کولو یا “سیکا” په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن سهار د چین شانګهای ښار ته روان شو.

حامدکرزی به د دغه څلور ورځيني رسمي سفر په لړ کې د چین له ولسمشر او د هغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټينګښت او پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

 له ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئيس عبدالکریم خرم او د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

د افغانستان له اساسي قانون سره سم د حامد کرزي د واک دوره د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. که انتخابات دوهم پړاو ته نه وای غځېدلې باید نوي ولسمشر د جوزا په لومړۍ لوړه په ځای کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *