تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف سبل /دوشنبه/ کابل ته راځي چې د افغانستان، پاکستان او نړیوالو امنیت ساتونکو ځواکونو (ایساف) په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.د پاکستان رسنیو او د افغانستان دفاع وزارت کابل ته د جنرال راحیل شریف سفر تایید کړ، ویې ویل دا خبرې به د افغانستان په دفاع وزارت کې وشي.
دا درې اړخیزې خبرې په داسي وخت کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو تحرکاتو له کبله ترینګلې شوي دي.
په وروستیو ورځو کې افغان او پاکستاني پوله ساتو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې وسله واله نښته وکړه او پاکستاني پوځیان مجبوره کړای شول چې د معروف ولسوالۍ په حدودو کې پوستو له جوړولو لاس واخلي.