په قطرکې د وسله والو طالبانو د دفتر پرانیستو څرنګوالی او پروړاندې یې توندو غبرګونونو وښوده،چې تراوسه هم وسله وال طالبان ، هم افغان دولت او هم د دواړو لورو شاته ولاړ بهرني اجنډا ورکوونکي د سولې پوره اراده او د همدې ستونزې تراغېز لاندې مساعد شرایط نه لري.
بدلیدونکي موقفونه
دغه دفتر،چې له پرانیستې یې نېږدې یوه اونۍ پوره کېږي،له هماغه لومړي ورځه یې د ناڅاپي پرانیستو په شان خلکو ته د افغان ولسمشریزې ماڼۍ او نورو خواوو څو ځلې بدل شوی موقف د پوښتنې وړ و.
ولسمشرکرزي،چې دا څوکاله یې د ډېرو وینو له توییدو سره بیا هم وسله وال طالبان خپل وروڼه ګڼل او د سولې بلنې یې ورکولې،په قطرکې د دغه دفتر د پرانیستې هڅې یې ډېرې هیله بښونکې ښودې.
خو کله،چې د دفتر د پرانیستو خبرورکړل شو،د افغان حکومت په عمومي غبرګون کې دا کار له دوی سره د شوو ژمنو خلاف او د دوی له تایید،ملاتړ او ګډونه بې برخې عمل وګڼل شو.
ورسره د امریکا او قطردولتونو وسله وال طالبان د دغه دفتر د پرانیستو له شرایطو څخه په سرغړاوي تورن او ویې ویل،چې دوی پردې دفتر د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ لګولو حق نه درلود.
د دې دفتر د جوړیدو د تایید په اړه د وسله والو طالبانو اعلامیه هم لکه د سولې شورا مشر صلاح الدین رباني چې وویل،سولې ته د لېوالتیا ښودلو پرځای ترډېره حده جګړې سره د علاقې او وېرولو تراغېزې لاندې و.
په هېواد کې دننه د مختلفو سیاسي اړخونو دریځونه هم د دغه دفترپه اړه په کم وخت کې څو ځلې تغیرشو،وسله وال طالبان هم پریوه واحد دریځ ولاړپاتې نه شول.
د دولت ځینې سیاسي مخالفې ډلې لکه د ملي جبهې سیاسي ډله،چې مشري یې له طالبانو سره د ډېرجنګیدلي مخکیني قومندان احمد شاه مسعود ورور ضیا مسعود کوي،په لومړۍ ورځ د قطردفتر هرکلی وکړ،خو پرون یې د زور او فشار په وسیله سولې ته د طالبانو د راضي کولو او دغه دفتر د تړلو غوښتنه وکړه.
د سولې د لېوالتیا ځپل
د افغانانو د سولې عاجلې اړتیا سره له مختلفو اړخونو سره د یوې ګونګې سیاسي لوبې په ډول چلند پیل شو،چې لا تراوسه پورې دوام لري.
په ټوله کې که د یاد شوي دفتر د پرانیستل کیدو د یوې اونۍ حالت ته که وکتل شي،د سولې پرځای یې د افغان دولت،امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لرلې لېوالتیا ترمنفي اغېزې لاندې راوستې.
د افغانستان خلک هم د دغو ضدو نقیضو او زر بدلیدونکو دریځونو له کبله د دې دفتر او هېواد د راتلونکي برخلیک په اړه یوډول اندېښمن شوي دي.
د دفتر ځنډولو اړتیا
دغو بېلا،بېلو دریځونو ته په کتو سره لازمه ښکاري،چې د دغه دفتر د کاراو فعالیت د ځنډیدو په اړه افغان دولت،امریکا متحده ایالات،د قطردولت او وسله وال طالبان یوې ګډې هوکړې ته ورسیږي.
له دې هوکړې وروسته هرڅومره ژر چې کېږي،په دقت او مشورې سره باید ښکېل اړخونه پخپلو منځو کې د دغه دفتر د څرنګوالي،کاري حدودو او نورو شرایطو په اړه خپل واحد موقفونه څرګند او سره شریک کړي.
د دې ګټه به دا وي،چې سولې ته د ښکېلو اړخونو د لرلې لېوالتیا سطحه به په اوسني پېچلي حالت کې ونه ځپل شي.
دې برخې ته د افغان دولت غوڅ،معلوم او باثباته دریځ او ځانګړې پاملرنه په کارده،دولت باید هېرنه کړي چې د سولې د جدي اړتیا ترڅنګ افغانستان د دوه زره څوارلسم کال په رانېږدې کیدو سره د سیاسي،امنیتي او اقتصادي لېږد مهم بهیرونه هم په مخکې لري.
هغه بهیرونه،چې د ژور فساد او کم ظرفیتۍ په بحران کې ایسار دې دولت یې تراوسه په لویه کچه په سهي مدیریت کولو ولس نه دی قانع کړی.
ګرداب ورځپاڼه