ډالۍ
خوشاله وم مخکې به یې پلاستیک خرڅاوه اوس کتابونه پلوري.ما هم ټول ترې واخیستل، غوږۍ مې بیرته غوږ ته کړې د موټر په لور روانه شوم. د شا له لمنې کش شوم، وډاره شوم ، مخ مې ورواړوه. معصوم و، قلم يې راته په ګوتو کې نیولی و. په ډاډ يې وويل:
ـ مور مې راته ویل که هر چا له دریو کتابونو ډېر واخیستل دا قلم ورکړه.
————–
وړتيا
ـ نو ته ماشوم يې ، له تا سپورټ څه غواړي؟
وړوکي ورور مې سر ښکته کړ، وشرمیده. ډاکټر یې په ټپ دوا ووهله. زړه مې وبرښېده مخ مې ترې واړوه. ورور مې اخ وکړ لکه چې سوځېده. ډاکټر په تونده لهجه وویل:
ـ دغسې ښه یې، چې له ځانه غټ کارونه کوي دا به دې حال وي.
مور مې وویل:
– په همدې کارونو خو یې تر ستوني کړې یم.
غوسه راغله، جدي مې وویل:
ـ ډاکټر صیب غوسه ورته مه کوه ماشوم دی.
راته ويې کتل. لکه بې ځايه خبره چې کوم. د ځواب وړ يې ونه بلله.
———————-
قضاوت
موبایل یې روښانه کړ، ورته موسک شو. .څادر یې څنډ واهه. برګه ږیره یې وګروله. لمر نارنجي شوی و . پر څوکۍ کېناست . مخامخ یې په پارک کې د فوټبال لوبه لېدله . سر یې وښوراوه په حسرت یې څنګلوري ته وویل : ـ له ځوانانو ټول وخت دنیاوې کارونو وخوړ .
ځوانکی ورته ودرېد. ده پورته ور وکتل . رنګ یې تازه شو تود روغبړ یې وکړ. د تورې خلطې خوله یې لږ چوله کړه .
ـ راوړی دې دی ؟
د شطرنجه په تخته او دانو یې سترګې ولګیدې .
– څه ته ګورو نو درځه.
———————————–
کوترې
رڼا به ډېره تته وه. پردې به مې کش کړې، کړکۍ به مې لږ چوله کړه چې غومبر یې ښه واورم. تر ډېره به ورته غوږ وم ، دا څو ورځې نه وې. لکه څه چې مې ورک وي. نا کراره وم، تياره د سپوږمۍ وړانګو ماتوله، باد هم نڅېده، له کړکۍ مې ورټوپ کړل، پاس مې ورته وکتل ځاله یې ړنګه وه. اه مې له خولې ووت.د مور مې لکه چې راپام شوی و. ویې پوښتل:
دلته څه کوې؟
هېښه وم، ورو مې له خولې ووتل:
ـ د کوترو ځاله چا ړنګه کړې؟
ـ کوترې؟په غومبر یې لیونۍ کړې وم.
غلې شوم. په کور کې شور و. ژوند روان و.
***************