د شيخ زايدپوهنتون لومړنى نوم افغان پوهنتون وو چې په ١٣٧٨ لمريز کال کې
په پېښور ښارکې په خصوصي بڼه تاسيس شو ، په ١٣٨١لمريز کال کې ياد پوهنتون
دخوست دعلمي شخصيتونو او مشرانو په هڅو سره دمرحوم استاد حکيم تڼيوال
دولايت پرمهال دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي د (٢٢٦) گڼه فرمان له مخې
خوست ولايت ته را انتقال شو، چې دلته ورته (٧٠٠) جريبه ځمکه ځانګړې شوه
ور سره سم هغه وخت په دې خاطر په رسمي توګه ديو ملي دولتي پوهنتون په حيث
دشيخ زايد بن سلطان النهيان په نوم سره ونومول شو کله چې دمتحده عربي
اماراتو د دوست اسلامي هېواد په مالي تمويل سره ورته ځانګړې ،ښکلې ودانۍ
او نور تاسيسات جوړ او د١٣٨٦لمريز کال د ١٢مياشتې په ٢٨ نېټه ګټې اخيستنې
ته وسپارل شول.
شيخ زايدپوهنتون تر١٣٨٨ لمريز کال پورې د( ٣٠٠٠) په شاوخوا کې محصلين
درلودل چې له ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ وو، دپوهنځيو شميره يې هم کمه وه،
د ١٣٨٩ لمريز کال څخه را پدې خوا ياد پوهنتون ته دخوست دادارې توجه زياته
شوه او ځايي ادارې دشيخ زايدپوهنتون پرمختګ ،پياوړتيا او ملاتړ خپل کاري
لومړيتوب په ګوته کړ ،دځانګړې توجه پربنسټ دا مهال شيخ زايد پوهنتون په
ملي کچه په يوپيژندل شوي معتبر پوهنتون بدل شوى ، دهېواد په کچه دفکري
رغونې او وړتياوو دلوړاوي داسې يو پوهنتون ترې جوړ شوى چې ولس اوخاورې ته
يې دخدمت په موخه ګڼ شمير ځوانان روزلي دي.
شيخ زايدپوهنتون اوس مهال (٨٠٠٠) محصلين(انجونې-هلکان) لري ، چې د ورځې
له خوا په (١٢) پوهنځيو لکه (طب ،انجنيري ،کرنې ،وترنري،کمپيوټر
ساينس،ادبيات،حقوق،شرعيات،
دشپې له خوا په (٣) پوهنځيو لکه (حقوق،اقتصاد ،ښوونه او روزنه ) کې خپلې
لوړې زده کړې کوې، د(١٧٥) استادانو له لوري ورته چې ددکتورا ،ماسټرۍ او
ليسانس علمي کچې لري تدريس کيږي. شيخ زايدپوهنتون په ١٣٩٢ لمريز کال کې
دپوهنتونونو دنړيوالې ټولنې غړيتوب هم ترلاس کړ اوپه همدې وخت کې دچاپان
،جرمني،هند ،ماليزيا،تايلند،امريکا او مرکزي اسيايي هېوادونو سره علمي او
فرهنګي اړيکي لري.
دياد پوهنتون سره څنګ کې دولايتي ادارې په هڅو سره تحقيقاتي فارمونه
،کدري رغتون ،لوى کتابتون ،دانجونو ليليه اويو شمير نوې ودانۍ هم جوړې
شوې دي ، ياد پوهنتون زياتو همکاريو او مرستو ته اړتيا لري ،مونږ تلاش
کوو چې ورته د دوستو هېوادونو او مرستندويه ټولنو په همکاريو سره ورته
نور اړين تاسيسات هم جوړ کړو.
د١٣٩٢لمريز کال دکانکور دعمومي ازموينې له لارې ياد پوهنتون ته دهېواد
دبېلابېلو ولايتونو څخه (٢١٦٤) نوي زده کوونکي بريالي شوي او اوس
ديادپوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو کې خپلې لوړې زده کړې کوي. دشيخ
زايدپوهنتون دعلمي ودې لپاره هم ګڼ شمير پروګرامونه ترسره شوي او لاهم
دوام لري ،دنوموړي پوهنتون دلسمې کليزې لمانځل هغه نوښت وو چې له مخې يې
پوهنتون غوره علمي شهرت ترلاسه کړ.
خوست ولايتي اداره له ټولو دوستو هېوادونو ،همکاره ملي اونړيوالو موسساتو
، دنړۍ دمعتبرو پوهنتونونو او ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوم چې د شيخ
زايدپوهنتون سره هراړخيزه همکارۍ وکړي ترڅو شيخ زايد پوهنتون په نړۍ کې
ديو ستر علمي مرکز ځاى ونيسي.دپوهنتون له ادارې او استادانو غواړي چې په
نړيوالو معيارونو او ميتودونو سره محلصن وروزي او له ټولو محصلينو غواړي
چې غوره زده کړې وکړي او په علمي برياليتوب ،سالمو سياليو او لاسته
راوړنو سره خپل ملت دنړۍ دپرمختللو او هوسا ملتونو سره سيال کړي.