۵ برخه
د سایبر سپیس یا سایبر فضا (Cyber Space) معنی او مفهوم
په دې وروستیو کې د سایبر سپیس یا سایبر فضا په اړه ډېری کتابونه، مقالي، او کړني ترسره شوي، تر څو د سایبر فضا اصلي مفهوم او معنی خلکو ته روښانه کړي.
په انګلیسي ژبه کې سایبر فضا ته لاندې تعریق شوي.
The notional environment in which communication over computer networks occurs[1]
دا د هغه چارپیریال څخه عبارت دی، چرته چې محاوره یا خبري اتري د کمپیوټر شبکي له لارې تر سره کیږي.
Cyber Space له دوو کلیمو څخه اخیستل شوي. سایبر په معنی د مجازي یا غیر حقیقی او یا هم خیال چې د تصور او حقیقت څخه لرې وي او سپیس د فضا یا ساحي څخه عبارت دی.
په بین المللی سطحه د سایبر سپیس په اړه لاندې تعریفونه شوي دي.
اول: د انسانان له مجموعي تړون څخه عبارت دی. چې د کمپیوټر او ارتباطی شبکي په واسطه بې له جغرافیوي موقعیت څخه تر سره کیږي. [2]
دوهم: سایبر سپیس توافق توهم او باطل تصور دی چې انسانانو په واسطه خلق شوي .[3]
او داسې نور تعریفونه ورته شوي دي.
سایبر سپیس ته د اخلیدو وسایل عبارت له یو پایه کمپیوټر، انټرنیټ موډیم او برق څخه عبارت دی.
د سایبر سپیس جرایمو خصوصیات
د نورو جرایمو خصوصیات نسبت دې جرایمو ته ډېر فرق کوي، ددې جرایمو خسارات نسبت نورو ته ډېر وي. وخت او زمان یې هم فرق کوي. د نورو کلاسیکو جرایمو سره کاملاً فرق کوي.
سایبر سپیس جرایمو کې جغرافیوي محودیت او فزیکي موجودیت مطرح نه دی. یوازې د پایه کمپیوټر، برق او انټرنیټ موډیم په واسطه جرم ترسره کیږي.[4]
د سایبر کرایم یا جرایمو اقسام
د سایبر کرایم یا جرایمو اقسام په لاندې ډول دي.
الف: په ډیجیتلي چارپیریال کې جرایم کلاسیک لکه جاسوسي. سبوتاژ، جعل، تخریب، افترا، قاچاق او نور غیر مشروع اعمال.
دوهم: کاپی رایټ
دریم: د معلوماتو او ډیټا پر ضد جرایم
څلورم: په بریښنایی تجارت کې جرایم
پنځم: په بریښنایی باندکداري کې جرایم
شپږم: مخابراتي جرایم
اووم: د ښځو او ماشومانو پورنوګرافي
اتم: سایبر ترور (امنیت ملي او بین المللی پر ضد جرایم)
[1] http://www.merriam-webster.com/dictionary/cyberspace
[2] Http/searchwebservices. Techtarget.com/definition.
[3] http/www.english.uga.edu/hc/ontology/Gibson.htm/.
[4] Http.www.cybercrimes.net.