زمونږ په ګران هېواد کې د ناامنۍ، بې اتفاقۍ ترهګرۍ او شخصي دښمنیو اصلي لامل یواځې د ګاوڼدیو هېوادونو په واسطې د نړیوالو قدرتونو لوبه نه بلکه زمونږ په کورنیو چارو کې د ګاونډیانو د څارګرو ادارو لاسوهنې هم یو له هغو مسایلو څخه دي چې افغانستان یې د اور لمبو ته تم کړی دی چې وګړي یې د افغانستان په هره څنډه کې لکه د لرګیو په شان سوځیږي.
هغه څیزونه چې زمونږ ولس لا تر دې هم ځوروي هغه د کورنیو، کلیوالو، په ولایت او آن د هېواد په ګوډ ګوډ کې د خلکو تر منځ ناخوالې او ستونزې دي که چیرته هغو ټولو ته په ځیر کتنه وشي نو تاسو به هر یو په آسانۍ سره په دې پوه شئ چې د ټولو ناخوالو او بې اتفاقیو طرحه کوونکي نړیوال او د سیمې هیوادونو استخبارات دي.
مونږ نه یواځې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې بلکې د پلازمینې کابل په نږدې ولسوالیو کې ډیرو غیر مسؤلو ډلو سره د ټوپکونو او وسلو د لېږد شاهدان یو، خلک اوس باید د افغانستان پرمختګ، د خپلو کورنیو او بچیانو د ښې روزنې لپاره لږ پام وکړي نه د ټوپک لېږد ته نه د وسلو درلودلو ته، لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده اوس د علم او تکنالوژۍ مهال دی خو زمونږ وروسته پاتې او ځنې ناپوهه خلک پر وسلو باندې ویاړ کوي.
دې ټکي ته اړینه ده چې اشاره وکړم او د اړوندو محترمو مسؤلینو او چارواک پام هم واړم چې د کابل په نږدې سیمو کې ځېنې غیر قانوني او غیر مسؤله وسله والې ډلې شتون لري چې اصلاٌ د ولسوالۍ او امنیتي کسانو باندې په اصطلاح خبر هم ندي او نه هم کوم قانون مراعاتوي چې دا په خپله په سیمه کې د نا امنۍ، بې اتفاقۍ، بې نظمۍ او شخصي دښمنیو د زیاتوالي سبب شوی دی.
زه د یوه بې پري لیکوال په توګه له دولت څخه هیله لرم چې لږ دې د قانون په پلي کولو کې د ناقانونه کسانو او ناقانونه ډلو چې د نورو په لمسون قانون تر پښو لاندې کوي، خلک ځوروي، بې ګناه کسان وژني، غلاوې کوي او داسې نور جرایم ترسره کوي چې د خلکو د اندیښنو په زیاتوالي کې ورځ په ورځ ستونزې را ولاړه وي او ولاړې کړيدي مخه یې ونیسي.
دغه ناپوه او جاهله خلک چې په کلو او بانډو کې د خپلو شومو موخو لپاره د کلیوالو او ولس تر منځ کرکه او تربګنت پېدا کوي دا یواځې د دولت لخوا د قانون په رڼا کې محاکمه او مجازات کېدای شي، دغه ظالمان په کورونو کې مالګه نلري خو خپل ځانه سره به دوه درې وسلې په غیر قانوني توګه د خلکو د تهدید او خلکو ته د ځان ښودنې لپاره ګرځوي او یوه ورځ هم زمونږ امنیتي کسانو لخوا ونه نیول شول او یا هم د قانون منګلو ته ونه سپارل شول، چې دا په خپله د امنیتي ځواکونو بې غوري او بې کفایتي ښیي، خلکو ته د هغوی د ستونزو د حل لپاره د اعتبار یواځېنې مرجع دولتي امنیتي ځواکونه دي ترڅو د هغوی ستونزې ورته حل کړي.
له بلې خوا مونږ کابل ته نږدې ولسوالیو کې وینو چې دولت سره موازي کسان موجود دي هغوی چې هرڅه وکړي نو دولتي ادارې او امنیتي کسان هم هغوی ته یا قصداٌ څه نه وايي او یا هم د ویلو توان نلري نو په همدې اساس ډیر عام وګړي د دولتي چارواکو او امنیتي کسانو څخه خپه وي او وايي دولت چې مرکز ته نږدې ولسوالیو کې د کوڅه ډبو او غیرقانوني وسلوالو ډلو مخه نشي نیوای نو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به د دغه ډول فرصت غوښتوونکو کسانو چې تل د ګډوډۍ په هڅه کې دي څرنګه د قانون منګلو ته وسپاري نو خلک له دولت څخه غواړي ترڅو یو کوټلی ګام پورته کړي او دغه لوچک او نا اهله کسان باید د قانون په اساس محکوم کړي ترڅو هغه ویره او اندیښنه چې د خلکو ترمنځ ده هغه لمنځه ولاړه شي.
زمونږ خلک په خپلو دولتي چارواکو پخوا ډیر اعتبار درلوده خو اوس چې دوی د ځینو سره د مور او ځینو سره د میرې چلند کوي دغې مسلې دیرې پوښتنې راولاړې کړي او خلک یې له خپل ځانه بې زاره کړي دي ځکه چې د دولتي چارواکو په ځانګړې توګه د امنیتي مسؤلینو نا غیړي، بې کفایتي او نه وړتیا د هغوی په سیمه کې د وزګارو او بلواګرو له لوري د نا امنی او شخصي دښمنیو ګراف د لوړوالي سبب شوی دی، هره ورځ په کلو او بانډو کې په بیلابیلو وسلو ډزې کیږي، خلک تهدیدیږي، وژل کیږي خو دولت هیڅ کوم ګام ندی پورته کړئ چې ولې او د څه لپاره خلکو ته اندیښنې پیدا شي یا په بل عبارت ووایم چې خلک د دغو ډارنو او جاهلو کسانو له ډزو او وسلو څخه کرکه لري، خلک د پرمختګ، د زده کړې او بدلون غوښتونکي دي مګر په خواشینۍ سره باید ووایم چې هر څه د همدغو ناپوهو او ذلیلو کسانو په برکت په ټپه ولاړ دي.
یاده دې وي چې د دغو زور ویلو او زور ښوونو تر شا هغه فرصت غوښتونکي کسان ولاړ دي چې تل خپله خوشحالي ، ځان ښودنه او بقا د عام ولس او وګړو په ځور او اندیښنې کې ویني، دوی تل د ملي یووالي او ملي مسایلو کې چې د ټولو وګړو په ګټه وي لاسوهنې کوي او نه یې پریږدي چې عامه ګټې خوندي وي، دوی تل د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره هغه لعنتي د سره لښکرو وسلې د خلکو په وړاندې کاروي حال دا چې نړۍ اوس په ټکنالوژۍ او زده کړې ولاړه ده خو دغه منحوسه او ملعونه ټوپک ماران د خلکو تهدید لپاره له دغې چټلې وسیلې څخه کار اخلي په دې هیله چې د افغانستان دولت د هېواد په ګوډ ګوډ کې د داسې ورانوونکو او نا اهلو کسانو مخه ونیسي ترڅو ولس په یوې خورا سوکاله حالت کې د خپل ورځنی ژوند تیر کړي چې دا کار دولت ته ډيره آسانه هم ده، د سرلوړي افغانستان او د ولس د سوکالۍ په هیله.