خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دوهم پړاو ټاکنو کي به د دغه کمېسيون ټول هغه کارکوونکي چي په لومړي پړاو کي يې درغلي کړې وه، له دندو ګوښه کړي.

دغه څرګندوني د ياد کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري د ولايت مقام د غونډو په تالار کي په جوړه سوې غونډه کي وکړې. په غونډه کې، چې د تېرو ټاکنو د ارزوني په موخه د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس عبدالهادي داوري، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رئيس مړوند وزيري، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيت امر رحمت الله اطرافي او د ملي اردو او ايساف ځواکونو استازو ګډون کړى و.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس عبدالهادي داوري وويل، په لومړي پړاو ټاکنو کي د دغه کمېسيون ٣٠٠ کارکوونکو درغلي کړې وه. د هغه په وينا، په دې پړاو کي به ياد کسان له دندو ګوښه کړي، تر څو د دوهم پړاو د ټاکنو پروسه په شفاف ډول ترسره سي. داوري وايي، په کندهار کي تېر ځل ٩٠٠ ټاکنيز مراکز پرانيستي ول، خو په دوهم پړاو کي به ١١٠٠ ټاکنيز مراکز د خلکو پر مخ پرانيستي وي. د هغه په خبره، له دې سره به د خلکو د ګڼي ګوڼي ستونزه تر ډېره هواره سي. نوموړي له ټولو امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه چي د ټاکنو په تېر پړاو کي يې امنيت خوندي کړى و. داوري ژمنه وکړه، چي دا ځل به ټولي هغه ستونزي او نيمګړتياوي، چي په تېر پړاو کي ورسره مخ ول، هواري کړي او خلک به په سوله ييزه فضا کي په ټاکنو کي ونډه واخلي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له امنيتي ځواکونو څخه د منني تر څنګ وويل، ټاکني په ډاډمنه فضا کي ترسره سوې، چي دا د امنيتي ځواکونو قوت او د دښمن ضعف ښيي. والي زياته کړه، دا ځل به هم امنيتي ځواکونه په خپل ټول توان هڅه وکړي چي امنيت خوندي کړي، تر څو هېوادوال په انتخاباتو کي برخه واخلي. ښاغلي ويسا د کندهار پر اوسېدونکو ږغ وکړ چي په راتلونکو ټاکنو کي پراخه ونډه واخلي او د هېواد سرنوشت وټاکي. والي لومړى پړاو ټاکني بريالۍ وبللې او دا يې لويه لاسته راوړنه وبلله.

د امنيت امر رحمت الله اطرافي وويل، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي د راتلونکو ټاکنو لپاره امنيت په بشپړ ډول خوندي کړي. هغه زياته کړه: “موږ د سر په بيه د خپلو خلکو امنيت ساتو، تر څو دوى خپله رايه استعمال کړي او د هېواد د سرنوشت په ټاکلو کي برخه واخلي.”

د ايساف ځواکونو استازي ډګروال لوګن د ټاکنو تېره پروسه له امنيتي پلوه ښه وارزوله او ويې ويل، اوس افغان ځواکونه په بشپړ ډول د دې توان لري چي د ټاکنو د پروسې امنيتي چاري پخپله سمبال کړي. هغه زياته کړه، که په ټاکنو کي د ايساف ځواکونو مرستي ته اړتيا وليدل سوه، دوى به هم د افغان ځواکونو تر شا ودرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *