د ژوند رازونه

1د ژوند رازونه: دا د وين داير د ژوند ۳۶۵ رازونه دي، چې د کال له هرې ورځې سره ويل شوي او د هر چا لپاره يې لوستل ګټور دي.

د ارواپوهنې دا کتاب استاد پوهيالی شرف الدين عظيمي ژباړلی چې ټول ۵۶ مخونه لري.

د کتاب ډيزاين صادق الله صادق کړی او مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ښه صحافت چاپ کړی.

طاقت بښونکې فکرونه

طاقت بښونکې فکرونه:  د استاد مصطفی صفا ژباړه او ټولونه ده، چې په  ۶۴ مخونو کې مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تېراژ خپور کړی.

لکه چې له نامه يې څرګندېږي  د ارواپوهنې دا ښکلی اثر  ډېرې په زړه پورې خبرې لري.

ويکټور هوګو

1ويکټور هوګو:  د دې کتاب ليکوال استاد مصطفی صفا دی او د ډيزاين چارې يې صادق الله صادق کړي .

په کتاب کې د ويکټور هوګو ژوند، هلې ځلې او د افکارو او اثارو نمونې په لنډه توګه راوړل شوي .

دا کتاب په  ۹۶ مخونو کې  مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تېراژ چاپ کړی.

دلته هر ګل د وينو رنګ اخيستی

1 دلته هر ګل د وينو رنګ اخيستی: د عزت الله ځواب لومړۍ شعري ټولګه ده، چې لس کاله وړاندې دانش خپرندوی چاپ کړې وه.

 دا کتاب تر اوسه څو ځل خپور شوی او اوس يې  چې د چاپ حق مازيګر  ته ډالۍ شوی.

 کتاب ۱۲۰ مخونه لري چې په سپين کاغذ او ښه صحافت   ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی.

نوټ: د يادونې وړ ده، چې مازيګر کتابپلورنځي د ځوان شاعر جلال امرخېل درېمه شعري ټولګه (راشه لاس مې په زړه کېږده) او د عزت الله ځواب دويمه شعري ټولګه ( مونږ به لېوني نه يو) د دويم ځل  لپاره  په ښکلې بڼه چاپ کړې.

One thought on “مازيګر کتابپلورنځي څلور کتابونه چاپ کړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *