د امنیتي ارګانونو د معلوماتوله مخې،د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او یو زده کوونکی او یو بل طالب ټپي شو .
دغه نښته،چې تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې رامنځته شوه،په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې موټر سایکلونه،درې راکټ اندازه او یوه اندازه نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د یادې نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې د دریم ټولګي یو زده کوونکی هم ټپي شوی،چې له لومړنیو درملنو وروسته مرکز کابل ته ولیږدول شو .
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې سیلاب راوتلی وو،چې په ترڅ کې د ملکي وګړې یوه سراچه موټر له ځان سره وړې او ګڼ شمېر مالي زیانونه یې په سیمه کې اړولي دي .
د راوتلې سیلاب له امله ځاني زیانونه ندي اوښتي .
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند