د سرحدونو اوقبایلوچارو وزارت دفرهنګپال وزیرښاغلي ډاکترمحمد اکرم خپلواک په هاند ، هڅو او لارښوونې درې ټوکه تاریخي او ادبي کتابونه تربېلابېلو سرلیکونو لاندې (د راحت الله زاخیلي یاد، حقیقت نه پټیږي او ډیورند نا رسمي پوله) تازه له چاپه راووتل،
یا د وزارت ددولت دفرهنګي پالیسۍ په رڼا کې ددرنو ادیبانو، پوهانو، لیکوالانو اوشاعرانو دژوند ادبي خدمتونو اولیکلو ارزښتناکو آثارو په اړه علمي اوڅیړنیز سیمینارونه جوړوي او له بلې خوا غواړي دفرهنګ او ادب دبداینې په موخه ددوی لیکلي آثار چاپ اوخپاره کړي.
ترڅوله دې لارې وکولای شي، چې خپلو هېوادوالو او راتلونکو نسلونوته خپل مشاهیر اوشخصیتونه وروپیژني او دهمدغو نومیالیو له ژوند افکارو، مبارزو، سرښندنو، هلوځلو، خدمتونو، خاطرو، ارمانونواوپیغامونو یې خبرکړي. اوهغوی وکولای شي ددې معلوماتو او مشالونو په رڼا کې خپل هېواد اوخلکوته لا ډېر غوره خدمت وکړي.
د راحت زاخیلي یاد کتا د هغه څېړنیزاو علمي سیمینار دلوستل شویو مقالو ټولګه ده، چې دیاد وزارت په نوښت د 1392 لمریز کال دلیندۍ په شپاړسمه جوړ شوی ؤ. چې دنوموړي نومیالي لیکوال، ژباړن اوشاعر دژوند او فن دبېلابېلواړخونو په اړه هراړخیز معلومات لري.
همدارنګه ( حقیقت نه پټیږي) دنومیالي مشر او مبارز الحاج میرزا علیخان فقیر ایپي دسرښندنو، کارنامو اومبارزو په اړه دښاغلي سردارمحمد سنګرمل لیکنه ده، چې هېواد اوخپلواکۍ ساتنې اوپالنې ته هڅو نکې اوله تاریخي ځانګړي ارزښت څخه برخمنه لیګنه ده.
دریمه ټولګه ( ډیورند نا رسمي پوله ) دا دښاغلی درانه لیکوال عبدالحمید مبارز دهغه تازه لیکل شوي کتاب پښتو ژباړه ده، چې ښاغلي عبدالرحیم عاصم له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته په ډیر زیار ژباړلې. داکتاب ، چې دنړیوالو سرچینو په استناد او همدارنګه په ډېر منطقي اوعلمي انداز او استدلال یې داثابته کړې ، چې ډیورند کرښه کوم نړیوال حیثیت او ارزښت نه لري، چې په دې اړه پاخه معلومات ترې ترلاسه کولای شئ.
دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت به په راتلونکې کې هم دادب اوفرهنګ دودې ، پياوړتیا اوبډاینې په موخه خپلې هڅې روانې وساتي او څو نورکتابونه په پلان کې لرې، چې په نژدي راتلونکي وخت کې به چاپ شې.