د ټاکنو کمیسیون د ثور په ۲۵ مه رسنیو ته د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې هیڅ یو نوماند ۵+۱ رایه خپله نه شوای کړی او ټاکنې دویم پړاو ته لاړې په دويم پړاو کې به د ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ ترسره کیږي.

په  داسې حال کې، چې د وسلوالو له خوا ګواښونه هم کيږي، چې ټاکنې به ګډې وډې کړي ؛خو افغان امنیتي ځواکونه هم ولس ته ډاډ ورکوي، چې ولس دې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي دوی چمتو دي چې امنیت یې وساتي.

ټاکنې چې یوه ډیموکراټیکه او ملي پروسه ده افغان ولس که څه هم هغه شان تجربه نه لري لکه د نورو هېوادونو ولسونه یې چې لري ځکه دلته د ټاکنوفرهنګ ډېرلرغونی نه دی دلته هرڅه نوي دي خو چاچې هم زموږ تېرې ټاکنې ولیدې ګوته په خوله ورته پاتې ول چې بارن وریده ولس په ډیره مینه او جوش په لیکوکې ولاړاو په ډېره حوصلې سره یې خپله رایه د خپل نوماند په ګټه وکاروله زموږ تېرې ټاکنې نړۍ ته وښوده چې موږ ویښ سوله خوښي او متمدنه ولس یو موږ له هیچانه کم نه یو هغه سفر چې نورو هېوادونو له موږ نه په لسګونو کلنو مخکې کړی دی موږ  ورته په یوه لسیزه کې ځان ثابت کړ.

افغان امنیتي ځواکونو هم په نره او په ښه مېړانه خپلې سینې سپرکړې او ددښمن ټولې شومې موخې یې داسې شنډې کړې چې دښمن یې خړ سترګی پاتې کړ، نړیوالوته افغان ځواکونو هم وښوده چې موږ له تاسې پرته هم کولی شو دخپل هېواد او ولس ساتنه وکړو له دې نه دا هم جوته شوه چې له پیل نه تردې دمه ددې هیواد ټول امنیت افغان امنیتي ځواکونو نیولی او اوس هم ددې هېواد ټول امنیتي چارې په خپله ولکه کې لري هلته تش په نامه نړیوالې ټولنې به ویل چې موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د امنیت ساتنه کو هغو هغه  وخت هم خپلې موخې لټولې او اوس هم خپلې موخې تعقیبوي، افغان امنیتي ځواکونو ولس ته هم ثابته کړه، چې له نړیوالو ځواکونو پرته موږ کولی شو د خپل هېواد ټول امنیت وساتو او هېواد وال هم له پخوانه اوس په خپلو امنیتي ځواکونو زیات باوري دي.

نو پردې اساس باید ټول ولس هغه شان بلکې له هغه نه هم په زیات جوش او خروش کې په ټاکنو کې برخه واخلي او مدني ټولنې او رسنۍ باید ښه تبلیغات او عامه پوها وی وکړي ترڅو ولس ښه  په درځ کې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپل دخوښې نوماند ته پرته له هرډول تبعیض رایه ورکړي او د خپل هېواد راتلونکی په خپلو لاسو وټاکي اوس ولس ته هیڅ ډول بهانه نه ده پاتې په تېرو ټاکنوکې  چې افغان امنیتي ځواکونو څه ډول امنیتي تدابیر نیولي وو دا ځل انشاءالله له هغې نه به هم په ټول هېواد کې ښه امنیت ټینګ کړي.

مدني ټولنې، رسنۍ، قومي مشران، علما او نړیوالې رسنۍ باید افغان ولس تشویق کړي  او  دټاکنو په برخه کې ورسره مرسته وکړي ترڅو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي.زموږ ولس باید ناهیلی نه شي.

د ټاکنو په ورځ باید هرافغان د ملي اردو دملي پولیس د ملي امنیت عسکر په توګه دنده پرمخ یوسي ترڅو ښې رڼې ټاکنې ترسره شي موږ باید نور له مفت خورۍ نه خپل ځانونه را وباسو. ولې بل چاته انتظار وباسو چې هغه دې زموږ ټاکنې وڅاري او هغه دې موږ ته امنیت خوندي کړي موږ ددې وس لرو، که موږ خپله خپل کور جوړ نه کړونور بل یې راته نه جوړوي.

داچې ټاکنې دوهم ځل ته لاړې او داځل به سيالي د دوو مخکښو سيالو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله وي،که چيرته په دغو ټاکنو کې له دغو دوو نوماندانو یو بريالی اعلان شي بايد چې د هيواد دملي يووالي د ټينګښت او د ډيموکرتيکو اخلاقو پربنسټ يو بل ته مبارکي ورکړي ترڅو د افغان ولس ازلي دوښمنان خپلو شومو موخو ته پرې نه ږدي او په دې سره د افغانستان د ودانولو او او په پښو درولو لپاره د پرمختګ ګامونه واخلي همدا ډول د ټاکنو خپلواک کميسيون او د شکايتونو اوريدو کميسيون خپل بې پرې والی څرګند کړي د پاکو او نا پاکو رايو بيلوالی هم وکړي څو د ټاکنو دغه ملي پروسه په ښه شکل سره سرته ورسيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *