خبریال: احمدولي سرحدي- د زابل ولایت امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي خبر ورکوي چې نن سې شنبه ماسپښین دوې بجې د مرکز کلات په نورک سیمه کې پرماشومانو باندي هغه وخت د ماین چاودنه وشوه چې هغوی لوبې کولې.

د زابل د امنیت امر وايي، په دې چاودنه کې اته ماشومان ټپیان شوي او یو وژل شوی دی. ټپیان دا مهال په ولایتي روغتون کې تردرملې لاندي دي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړدی.

ښاغلی فراهي وايي چي د دوی ځیړنې روانې دي او تردې مهاله يې د پيښې په اړوند څوک ندي نیولي.

په زابل کې پرماشومانو باندي په داسې حال کې د ماین چاودنه کیږي چې تیره ورځ هم د دې ولایت په مرکز کلات کې د یوه ځانمرګې برید په ترڅ کې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی پرون (دوشنبه مازیګر ۶ :۳۰ ) وویل چې د دې ولایت مرکز کلات اړوند کلاسیمه کې یوه ځانمرګې خپل زرنج موټرسایکل ته چاودنه ورکړې چې په ترڅ کې يې یوملکي کس او یو ملي پولیس وژل سوې دي او د یوه پولیس په ګډون ۲ ملکي کسان ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *