تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ له دوو کاندیدانو غوښتي چې هر یو د جوزا د ۲۴ مې نېټې د انتخاباتو د څارنې لپاره ۲۵ زره څارونکي ورمعرفي کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وروستیو ورځو کې پرېکړه وکړه چې د رای ورکوونکو د اسانتیا لپاره د رای ورکولو ۴ زره محلونه زیاتوي. پر دې اساس دا ځل هر کاندید د هر محل لپاره یوه څارونکي ته اړتیا لري چې د ټولو شمېر ۲۵ زرو ته رسېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل، که د هر محل لپاره کوم کاندید څارونکی نه و معرفي کړی، کاندید د هماغه محل د رایو په اړه د شکایت حق نه شي لرلی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویندوی نور محمد نور په وینا د کاندیدانو څارونکي باید د انتخاباتو په ورځ له پیله تر پایه د ټاکنو د بهیر څارنه وکړي او د ورځې په پای کې د محلونو د پایلو د جدول په بېخ کې لاسلیک وکړي څو ډاډه شي چې حق یې نه دی ضایع شوی.
ښاغلي نور ټینګار وکړ، که هر کاندید ونه توانېده چې ناظر معرفي کړي د هغه محل د نتیجو په اړه به د شکایت حق ونه لري چې څارونکی یې هلته نه وي معرفي کړی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له کاندیدانو په کلکه غوښتنه کړې چې د څارونکو مسله جدي وګڼي او باید څارونکي یې تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې په محلونو کې مېشت شي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له غړیو سره یوځای د انتخاباتو پروسه وڅاري.
د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ۱۵ ملیونه رایپاڼې چاپ کړي خو ګومان نه کېږي چې دومره رایپاڼو ته اړتیا پیدا شي.