شکورکامران ــ پکتیا

دا بهیر چې د پکتیا پوهنتون علمي او ادبي بهیر نومیږي د پکتیا پوهنتون، په تېره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د محصلینو لپاره پرانیستل شو.

د یاد بهیر د بنسټګرو په وینا له دې څخه يې موخه د پوهنتون د محصلینو لپاره د عملي کار کولو زمنیه برابرول دي.

د پوهنتون علمي مرستیال فدامحمد فدا وايي د تېر په پرتله پکتیا پوهنتون په هره برخه کې پرمختګ کړی او د دې ادبي بهیر د پېل چارې او راتلونکی يې ښه وبلل.

ده له محصلینو او د دې بهیر له پېلوونکو سره ژمنه وکړه چې د بهیر د ښه والي او پرمختګ لپاره به ور سره د وس تر بریده مرسته کوي.

د دې علمي او ادبي بهیر بنسټګر او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار یارمحمد پکتین وویل چې د دوئ فعالیتونه د محصلینو د علمي، فرهنګي او ټولنیزو هڅو د ګړندیتوب په موخه دي.

پکتین وايي: له دې بهیره مو موخه د محصلینو د علمي،فرهنګي او ټولنیزو استعدادونو لوړول او د فرهنګي هڅو او فعالیتونو لاپیاوړتیا ده.

د پکتیا پوهنتون علمي او ادبي بهیر په لومړۍ غونډه کې د دې پوهنتون دوه تنه ډېرو فعاله استادانو عارف الله حقپرست او اسمعیل لاروي او یو شمېر هڅاندو محصلینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

یارمحمد پکتین وویل: د ادبي بهیر د پرانیستلو تر څنګ مو په دې برخه کې د پوهنتون دوه تنه ډېرو فعاله استادانو او ځینو هڅاندو محصلینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل.

د پکتیا پوهنتون  د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد عارف الله حقپرست وايي د دې بهیر په جوړېدو سره به د محصلینو ټولینز او فرهنګي فعالیتونه لا ښه شي، د پوهنتون د مختلفو څانګو محصلین به خپل نظریات سره شریکوي چې ورسره به يې استعدادونه لوړ شي.

پکتیا پوهنتون اوسمهال اووه پوهنځي لري چې کابو څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) تنه محصلین پکې زده کړې کوي.

په پکتیا پوهنتون کې د دې ادبي بهیر پرانیستل کېدل یو ښه پرمختګ ګڼل کیږي چې چې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا پرانیستل کیږي.

0 thoughts on “په پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا ادبي بهیر پرانیستل شو”
  1. له بده مرغه ، تر ډېره زموږ د پښتنو دشعرونو منځپانګه یا دصنم تر حد زیاتو ستالو او یا هم د ځوانانو د مرګ ته هڅولو څخه ډکه ده هیله ده چې د دغه ادبي بهیر منځپانګه د ټولنې او ملي ګټو پر محور را و څرخي مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *