تاند- ایران سوریې ته د افغان کډوالو د لېږلو په باب د وال ستریټ ژورنال په شمول د رسنیو وروستي راپورونه رد کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مرضیې افخم د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا راپورونه یو مخ بې اساسه دي او هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د ایران «ښه شهرت» ته زیان واړول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل:«د امریکايي ورځپاڼې راپور کاملاً بې اساسه دی او هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د ایران رول زیانمن شي.»
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان او لوېدیځو دیپلوماتانو په قول او دغه راز په ایران کې د یوه ایراني پلوه افغان آیت الله په قول ویلي و چې ایران په خپله خاوره کې د افغان کډوالو له مجبوریته په استفادې هغوی په میاشتني ۵۰۰ ډالره معاش او په ایران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې سوریې ته لېږي چې د اسد د رژیم د ملاتړ لپاره په جګړه کې برخه واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مېرمن افخم وویل چې افغان چارواکو هم دا ادعاوې رد کړي دي. خو نوموړې ونه ویل چې کوم افغان چارواکي دا ادعاوې رد کړي دي.
د افغانستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې او له بهرنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي چې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
ایران چې د سوریې د رژیم کلک ملاتړی دی، وايي چې د طالبانو او القاعده په شان سخت دریځي سني ډلې د سوریې د علوي مذهبه رژیم پرضد جنګېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مرضیې افخم هم دې موضوع ته په اشارې وویل:«په سوریه کې د طالبانو په شکل د جګړې په پیلولو کې پاتې راغلي قوتونه هڅه کوي چې د دروغو په خپرولو د ایران په ګاونډي هیواد افغانستان کې ایراني ضد احساسات وپاروي.»
دې همداراز وویل:«دا راپور افغانانو ته هم سپکاوی دی او وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته پکار دي چې د افغانستان له خلکو د دې توهین په خاطر بخښنه وغواړي.»