په ګرده نړۍ کې ګڼ شمېر خلک د پېريانو او ارواوو پر شتون باور لري، خو د دوی د څرنګوالي او کردار په اړه د ټولو نظرونه مختلف دي. ځينې لويديځ هېوادونه د دوی د معلومولو لپاره نوي ساينسي وسيلې کاروي. په داسې حال کې چې ساينس پوهان، پېريان په يو بل ډول راپېژني!!!
کابو د نړۍ په هره برخه کې داسې عامل او پوهان شته چې د پېريانو د نيولو دعوې کوي. د نوموړو په اند چې چې دوی پېريان تابع کوي او په تېښته يې هم مجبورولی شي. خو بل لور ته د دې ادعاوو د رد او مننې په هکله ډېرې خبرې کيږي. سلګونه زره داسې هيله من وګړي هم شته چې که ګوندې د اله دين د څراغ په څېر کوم پېری د دوی متابعت ته راشي او ژوند يې آسانه شي.
پوښتنه دا ده چې پېريان او ارواوې څه کولی شي؛ خو تر دې هم اړينه پوښتنه دا ده چې آيا په دې نړۍ کې دا مخلوق رښتيا هم شتون لري او کنه!؟
په زړه پورې خو لا دا ده چې پر پېريانو د باورلرونکو کسانو شمېره بيخي ډېره ده. وروسته پاتې ټولنې خو په خپل ځای، په پرمختللو هېوادو کې د پېريانو د شتون پلويان خورا ډېر دي. هر کال په امريکا کې د اکتوبر په وروستيو کې د (هالوېن) په نوم يوه ورځ د پېريانو او ارواوو د خوښ ساتلو په پار لمانځل کيږي. تر ټولو مهمه خو دا چې د امريکې د ټلوېزيوني کانالونو په راپورونو کې، د پخوانيو او لرغونو سيمو پورې اړوندو سيمو کې کله کله پوليسان، ړندو جرمونو ته د رسېدو لپاره د دې برخې د ماهرانو په وسيله د پېريانو مرستې ترلاسه کوي.
په ختيځ او لويديخ کې د پېريانو په اړه راز راز نظر او تصور کيږي. د ځينو عقيدو له مخې هغوی د يوه ځانګړي مخلوق په توګه پېژندل کيږي، مثلاً: جن، بلا ، اروا او نور…؛ خو په لويديځ کې ډېري په دې اند دي چې پېريان د انسانانو او نورو حيواناتو لالهانده ارواوې دي. موږ په دې بحث کې همدا د ارواوو مسله څېړو.
د پېريانو نظريه همدومره لرغونې ده، لکه انساني تاريخ. تر تاريخ وړاندې په کنډرونو او د پخوانيو غارونو پر دېوالونو جوړ شوي انځورونه راښيي چې انسانانو لا آن د خپل شعور په لومړنيو دورو کې هم پر پېريانو او ارواګانو ګروهه لرله.
په ټوله نړۍ کې داسې وګړي خورا ډېر دي چې له هغوی سره د ليدنې يا د خبرو کولو دعوې کوي. ځينې خو لا دا هم وايي چې دوی له پېريانو سره يو ځآی اوسيږي.
د هاليووډ (امريکايي فلمي کمپنۍ) څو بريالي فلمونه هم په پېريانو رغېدلي دي. په امريکا او اروپا کې څو تلوېزيوني سريالونه هم په همدې اړه نندارې ته وړاندې شوي دي؛ خو د پېريانو ماهران بيا وايي چې په تلوېزيونو او فلمو کې پېريان په وېروونکو بڼو ښودل کيږي، په داسې حال کې چې ډېر يې سوله خوښي دي او له زيان رسولو څخه لرې تښتي.

په لويديخه نړۍ کې د پېريانو د چارو شخص ته د پېراسايکلوژۍ ماهر ويل کيږي. يو ماهر، (جان کاکوبا) په خپل کتاب (ګوسټ هنټرز) کې ليکلي چې د (آين سټاين) نظريه د پېريانو شتون ثابتوي او له مخې يې له ځواک او قوت څخه انکار نشي کېدی. هغه وايي: روح يا اروا د توانايۍ او ځواک يو ډول دی چې د مقناطيسي برېښنايي ځواک په ډول په جسم کې اوسيږي. جسم مري، خو روح نه مري. ځکه؛ هغه يو ځواک دی. خو ساينس پوهان بيا وايي، لکه څنګه چې جسم له خاورې سره په يو ځای کېدو، خاورې کيږي، همداشان په جسم کې شته ځواک په تودوخې (حرارت) اوړي او په فضا کې حل کيږي. د پېراسايکلوژۍ ډېری پوهان د کاکوبا پر نظر ګروهمن دي.
د انسان جسماني نظام پر هغې برېښنا استوار دی، چې د جسم دننه پيدا کيږي. د ځانګړو کامرو په وسيله له جسم څخه د خارجېدونکو خفيفو وړانګو تصوير اخيستل کېدی شي. د ماهرينو په وينا د جسم تر مړينې وروسته دا برېښنايي خواک يا اروا بلې نړۍ ته ځي، خو هغه کسان چې د مړينې پر مهال د انتقام (غچ) يا د مينې د ګرمې جذبې کيفيت ولري، د دوی ارواوې د خپل مقصد تر بشپړېدا په دنيا کې اوسيږي، چې اروا ترې جوړيږي.
نه يوازې د انسانانو ارواګانې د پيري په ډول ښکاره کيږي، بلکې د ځينو کورنيو حيواناتو لکه: سپيو، پيشوګانو او نورو ارواګانې هم په پېري بدليږي؛ هغه چې له خپل څښتن سره بې کچې مينه يا د انتقام اور په زړه کې ولري. دا ارواګانې اکثره خپلو څښتنانو پسې وي.
ډېر عاملان په دې اند دي چې پېری يا اروا په خپله څه نه شي کولی. هغوی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره انساني مرستې ته اړتيا لري. د همدې موخې لپاره موږ او تاسې څاري او کله نا کله موږ ته ځان ښيي. کله چې د دوی موخه پوره شي، نو د نورو ارواوو په څېر دوی هم بلې نړۍ ته ځي.
د پېراسايکلوژۍ ماهران وايي چې د ځينو انسانانو د بدن برېښنايي مقناطيسي نظام ډېر پياوړی وي، يا د تمرين له لارې خپل دا ځواک دومره غښتلی کوي، چې د نورو پر سوچونو او خيالونو د غالب کېدو وړتيا پيدا کوي؛ خو که د يوې تېروتنې له امله دوی خپلې مقناطيسي وړانګې قابو نه کړي، نو دا ځواک هم د يوه پيري يا اروا بڼه خپلوي.
د پېراسايکلوژۍ دا پوهان پر خپلو اندونو دومره پوخ باور لري چې دوی د پېري د رانيولو لپاره ساينسي وسايل کاروي. لکه: قطب نما، د برېښنايي مقناطيسي وړانګو معلوموونکی ميتر، د تودوخې او ځواک د څپو او وړانګو تصوير اخيستونکې کامرې، ځانګړي سکېنرونه او…؛ خو نوموړي خپل دا پټ راز هېڅکله چا ته نه وايي چې دوی څنګه له ارواوو او پېريانو سره خبرې کوي.
په يوټيوب او نورو انټرنېټي وېبپاڼو کې د پېريانو او ارواګانو تصويرونه او ويډيوګانې شته؛ خو ساينس پوهان وايي چې د ځمکې د ځانګړي مقناطيسي جوړښت او سيمه ييزو تبديليو له امله په ځينو ځايونو کې داسې وړې، وړې برېښنايي دايرې رامنځته کيږي چې هغه هم په برقي وسايلو کې د پېري په شکل ښکاري.
د پېريانو او ارواګانو ډېرې کيسې او پېښې په لرغونو او پخوانيو ودانيو، کنډرونو، کنډوالو، ورانو ځايونو، نيم تياره او سړو برخو کې رامنځته شوي دي. داسې ولې کيږي؟ دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې دي چې د پېراسايکلوژۍ له ماهرانو او ساينس پوهانو سره يې په اړه، تر ننه يو څرګند ځواب نشته!!!
د نظر افغان یې کور ودان چې زحمت یې ایستلی دی مګر باید ورته وویل شي چې ساینس هیڅوخت پیریان نه دی تایید کړي. پیریان د ځینو دیني عقیدو موضوع ده او له عقایدو سره اړه لري. ساینس خپل علمي، تجربي او دقیق اصول لري او د اوازو او تاویلې ماویلې پر اساس باندې خبرې نه کوي.