تاند: (ابوبکرجبارخېل)- ولسمشر حامد کرزی وايي افغانستان او سیمه دا مهال د ترهګرۍ له خورا جدي ګواښ سره مخ ده.
د آسیايي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او متقابلې همکارۍ سازمان د مشرانو څلورمه غونډه (سیکا) د چارشنبې په ورځ د چین د ولسمشر جین پینګ په کوربه توب د دې هېواد په شانګهای ښار کې جوړه شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو پراساس حامد کرزي د چین په شانګهای(سیکا) کنفرانس ته په وینا کې وویل:(( افغانستان او ټوله سیمه نن د ترهګرۍ، افراطیت او سازمان شویو جرایمو سره لاس او ګریوان ده، په دې کې ترهګري بیا د سیمې سوله او امنیت له خطر سره مخ کړې ده.
کرزي زیاته کړه، یواځې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په متقابل احترام او اعتماد او یو له بل سره په صادقانه همکارۍ کیدای شي دې قارې ته هوسا او باامنه راتلونکې راولي.
دغه راز ولسمشرۍ حامد کرزي یاد کنفرانس خورا ګټور وباله او ویې ویل: (( د دې غونډې موخه په واقعیت کې د نړۍ، سیمې او هېوادونو ترمنځ د باور د ټینګښت او پیاوړتیا ده چې د تل پاتې سولې او پراختیا د ټینګښت لپاره زمونږ د اوسني عصر لپاره اړین ګڼل کېږي.))
افغان ولسمشر همداراز زیاته کړې چې د نړیوالو له لوري افغانستان سره همکاریو وکولی شول څو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې پرمختګ رامنځته شي خو په وینا یې دا ثابت امر ده چې په افغانستان کې دوامداره امنیت او پراختیا یواځې د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو همکاریو پورې اړه لري.
هغه وړاندې ویلي چې ټولو ته پکار ده څو هغه دولت چې ترهګریزې ډلې د خپلو کوچنیو ګټو لاسته راوړلو په موخه د سیاسي وسلې په توګه کاروي او هغوی ته پټنځایونه براروي او ترې ملاتړ کوي باید وغندل شي.
نوموړي ډیره کړه: (( زما لپاره لوی ویاړ داده چې ښې راتلونکې لپاره مې د خلکو خدمت وکړ، ۱۲ کاله وړاندې چې مونږه دلته خبرې کولې افغانستان له لویو ننګونو سره مخ و، خو نن افغانستان بدلون کړی او داسې هېواد ه چې سولې او رفاه ته یې لاره ایستلې او دغه لاسته راوړنه د سیمه ییزو او نړیوالو دوستانو له همکارۍ پرته ناممکنه وه.))
کرزي دارنګه د افغان امنیتي ځواکونو کړنې وستایلې او په خبره یې وکولای شول څو له ناټو څخه د لېږد بهیر په خپل ټاکل شوي وخت بشپړ کړي چې دا مهال ۳۵۰ زره ځواکونو د امنیت د ټینګښت او له سرحدونو څخه دفاع ثابته کړې ده.
ولسمشر همداراز ویلي د افغانستان په وروستیو ټاکنو کې شاوخوا اوه میلیونه افغانانو له هیڅ راز ډار او ګواښونو پرته په ټاکنو کې برخه واخیسته چې دغه پراخ ګډون د دې ښودنه کوي چې پر حکومت او امنیتي ځواکونو د افغانانو باور ډیر شوی دی.
یاده دې وي چې په یاد شوي کنفرانس کې د افغان ولسمشر په ګډون د ۱۲ هېوادونو ولسمشرانو او د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون هم ګډون درلود.
د سیکا غونډه په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د خبرواترو، سلامشورو او د باور فضا د ټینګښت په موخه تاسیس شوې چې اوسمهال ۲۴ هیوادونه یې بشپړ غړیتوب لري او ۱۳ نور په کې د ناظر په توګه ګډون کوي.
.