تاند- د طالبانو د تحریک یوې انشعابي ډلې (فدايي محاذ) په فاریاب کې د خپلو کسانو د حضور په اړه د طالبانو د کوټې د شورا وروستۍ اعلامیه په تونده ژبه رد کړه.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي پرون د پژواک خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې په فاریاب ولایت کې داسي طالبان پیدا شوي چې د کوټې د شورا د طالبانو په وړاندې یې پاڅون کړی او شمېر یې شلو تنو ته رسېږي.

قاري یوسف احمدي په عین حال کې منلې چې :« په نوموړي ولایت کي د18 تنو په شاوخوا کې غله او بد معاشان ول چي په لویو لارو کي به یې خلک ځورول او په زور به یې هر څه ترې وړل چي بالآخره د اسلامي امارت د مسئولو مجاهدینو له لوري یې ځای کشف او4  نفره یې ووژل شول 7 نفره یې تش په نوم دولت ته تسلیم شول او نور7  تنه یې په تیښته بریالي شول  چي اوس هم تر جدي تعقیب لاندي دي او ژر ده چي د خپلو شومو اعمالو په سزا به ورسول شي۰»

فدايي محاذ د قاري یوسف څرګندونې په کلکه او تونده ژبه ردوي او د کوټې د شورا تر مشرۍ لاندې طالبان قطري ملېشه بولي، وايي:« په ډیره سپین سترګۍ سره د قطری ملیشو ویاند قاری یوسف له رسنی سره د فاریاب پیښه دغلو یوه ډله  وبلله او ځان یی سپین چرګ ثابت کړ دا درواغجن د اسلام ټېکـداران دې په دې پو شي چې دا قضاوت د فاریاب مجاهد ولس کولی شي چې غله څوک دي.. او مجاهدین څوک دي.»

تر دې پخوا هم د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو، فدايي محاذ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د یو شمېر داسي بریدونو مسوولیت اخیستی چې د کوټې د شورا اړوندو طالبانو پکې له لاس لرلو انکار کړی دی.

د فدايي محاذ ویاند قاري حمزه  د کوټې د شورا غړي د امارت او اسلام په انحصاري کولو تورن کړل:«.. دا له صلبیانو سره په قطر کې په یو میز ناست د قطري ملیشو ویاند چې امارت او په مجموع کی ټول اسلام یې په ځان پوري منحصر کړی دی، لږ دې په ګریوان کې سر کښته کړي او بیا دې د اسلام او د کفر مهرونه ولګوی، د قطری ملیشو ویاند ته دی جوته وی چهېزموږ حوصلې مه ازمایی کنه ټول په حقایقو ولاړ شواهد به د رسنیو له لارې خپل ولس او دنیا ته اعلان کړو چې مجاهدین څوک دي او مجاهد خرځوونکی ځوک دي.»

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویندوی قاري یوسف پژواک خبري اژانس د ناموثق خبر په خپرولو تورن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *