تصور

ډاکټر نصيب الله سيماب

ستا تصوير چي تصور کښی

راته وخاندی چی ستا يم

راڅخه ‎جوړ د نسيم باد سی

کړم غوټۍ پر شونډو مچه

د يو څو لمعو دپاره

په ژوند وياړ کوم نازېږم

دا چی مات می تصور سی

حقيقت سره می مخ سی

نه زه يم نه می ځان وی

ټول و‎جود می لکه اوښکه

د انجام په انتظار وی

 انګليسي ژباړه       فاروق سرور

 

 

“Imagination”

When your picture in my imagination

Smiles that I am yours

It makes me the summer breeze

1 Kiss the bud of a flower

For only a few moments

I’m proud to Life

But when my vision starts to break

Facing the brutal reality

I am not, nor have I exist

My whole existence becomes a tear

Just awaits its fate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *