تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ په یوه جالبه مسابقه کې ترکمنستان ته سخته ماتې ورکړه.

ترکمنستان هغه هیواد دی چې شاوخوا لس کاله وړاندې یې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ته لس پر صفر ماتې ورکړې وه.

د اسیا د چلینج کپ د فوټبال د سیالیو په دوام کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم سبا شپه د لاووس له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دا به د روان چلینج کپ په سیالیو کې د افغانستان د ټیم درېمه مسابقه وي او که یې وګټله او یا یې مساوي کړه نو د دې سیالیو بل پړاو یعني منځلوبو ته بریالی کېږي.

د افغانستان د فوټبال ټیم تېره شپه ترکمنستان ته درې پر یو ماتې ورکړه.

تر دې مخکې افغانستان په چلینج کپ کې خپله لومړۍ مسابقه له فلیپین سره صفر پر صفر مساوي کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *