عبدالرحمن بابا وايي: پر دوکان د نابیناوو جوهریانو خرمهره، لعل و ګوهر درې واړه یو دي
دا مې په دې پورې وکړه چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې لا تر اوسه دا وړتيا په ځان کې پيدا نکړه، چې په زړورتیا سره وړ او ناوړ لوبغاړي بېل کړي. لا تر اوسه دغه اداره تر سپږمو پورې په فساد کې ډوبه ده، لا تر اوسه د ملي، نولس کلنو او الف لوبډلو لپاره د لوبغاړو ټاکل د پيسې او واسطې پر معيار تر سره کېږي، لا هم کرکټ د چارواګو او سوداګرو تر مستقيمو معاملو او سوداګرۍ لاندې تر ستونې ځوړند دی، لا تر اوسه د کرکټ د مينه والو پوښتنې او غوښتنې همداسې پوښتنې پاتې دي، لا اوس هم کرکټ بورډ د افغانستان پر ملي وياړونو ملنډې وهي، او دا ټول ځکه داسې روان دي، چې دا افغانستان دی. ډېر ځل د یوه ټورنمنټ په یوه لوبه کې ځليدلی لوبغاړی له بلې لوبې کېنول شوی وي. په دا وروستيو کې دا نخرې نو نورې له حده زياتې شوې. د اسیا پرېمير ليګ او له هغه مخکنيو لوبو لپاره د نورو لوبغاړو تر څنګ ګلبدین نايب هم له لوبېدنې محروم شو. دا د کرکټ بورډ ناانډوله او له تمې خلاف پرېکړه وه. دا هغه ګلبدین و، چې په نړيوال کپ سياليو کې يې د انګلستان خلاف زموږ لوبډله له یوه لوی شرم نه وايستله. خو د زرو قدر په زرګر وي. په متحده عربي اماراتو د کورني کرکټ په شل اوريزه سیاليو کې ډېر ژر د احمداباد لوبډلې ګلبدین نايب واخيستلو او د لوبډلې کپتان يې هم وټاکلو. د هرې ورځې په تېرېدو سره ګلبدین او لوبډله يې ځلېدله، ان تر دې چې په نيمه پايلوبه کې يې د منډو جوړولو نړيوال ريکارډ ټینګ کړ او په شلو اورونو کې يې ۲۷۷ منډې جوړې کړې، چې لا تر اوسه په آی پي ايل کې هم دومره منډې نه وې جوړې شوې.
د ګلبدين لوبډلې پايلوبه داسې مهال وګټله چې ګلبدين پکې په یواځې ځان ۶۲ منډې وکړې او د پايلوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. همدارنګه د ټول ټورنامنټ د غوره لوبغاړي نوم او جايزه هم ګلبدين نایب وګټله او یو افغان لوبغاړي نوم يې په یوه داسې ټورنامنټ کې وځلاوه، چې د پاکستان غوړه لوبغاړي، شاهد اپريدی، کامران اکمل او عمران نذير هم پکې ول. له دې ټولو سره سره د کرکټ بورډ ادارې لا دومره هم ونکړل چې لږ تر لږه يې د ګلبدين په خاطر د ده د لوبډلې لوبې په ويبپاڼه کې خپرې کړې وای. موږ له خپله بخته ګيله کوو، چې ټوپکمار يې راته د کرکټ بورډ ريیس ټاکلی دی.