کندهار افغانستان- په کندهار ولایت كي نن (۱۳۰) تنه نارينه او ښځينه زده كوونكي د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زدكړو څخه فارغ سول.

نن په همدې اړه د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا د یاد ریاست د حرفوی زده کړو په مرکز کي د فراغت غونډه جوړه سوې وه چی پکښي (۱۳۰) تنو نارينه او ښځینه زده کونکو خپل د فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

یادو زدکوونکو چی (۶۰) تنه یې ښځي او (۷۰) یې نارینه دي، د شپږو میاشتو په موده کي د بېلابیلو حرفو په برخه کي زده کړي، کړي دي او دا مهال کولای سی چی د همدې حرفو له لاری کار وکړي او خپل اقتصادي مشکلات له منځه یوسي.

په دغه فراغت غوڼده کي دکار اوټولنيزو چارو رئيس نظر علي قاطع وويل چي فارغه سوي زده کونکي ټول هغه کسان ول چي د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان ول چي په خبره يې دا مهال ياد کسان د يادو حرفو پواسطه کولاي سي چي کار وکړي او خپل اقتصادي مشکلات رفع کړي.

ښاغلى قاطع دغه راز وويل چي دوى به بيا هم د دې ولايت د بې کاره ځوانانو لپاره د دا ډول حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي څو د بې کارۍ کچه را کښته سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *