تاند- د روسیې دفاع وزیر جنرال سرګی شویګو د پاکستان له دفاع وزیر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

د روسیې او پاکستان دفاع وزیرانو نن /جمعه/ د مسکو د نړیوال امنیت د درېم کنفرانس په ترڅ کې سره ولیدل.

د روسیې دفاع وزیر جنرال شویګو د غونډې په پرانستونکې وینا کې وویل:«موږ د خبرو لپاره یو څه لرو، د سیمې حالات، د کنفرانس اجنډا او د یوې جلا مسلې په توګه د افغانستان حالات.»

د روسیې دفاع وزیر له خپل پاکستاني ساري څخه مننه وکړه چې د ده بلنه یې ومنله او د مسکو د امنیت په نړیوال کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

ده همداراز وویل:«موږ پر سیمه ییز ثبات د نور کار کولو په اړه خبرې وکړې. موږ ګاونډیان یوو، او موږ د افغانستان په اړه ستاسو له نظرونو سره لېوالتیا لرو.»

شویګو وویل:«موږ به پر سیمه ییزو امنیتي مسلو هم خبرې وکړو.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اختر مسکو ته خپل سفر مهمه تجربه وبلله، ویې ویل:«زموږ د هیوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو څو کلونو کې د پرمختګ په پړاو کې دي. د پاکستان صدراعظم باور لري چې د روسیې او پاکستان اړیکې باید پراخې شي. زموږ سیمه ګڼو شخړو ویجاړه کړې، او ښه دا ده چې په خپل منځ کې یې حل کړو.»

پاکستان او روسیه دواړه په ظاهره د طالبانو او نورو سخت دریځو مخالف دي خو ویل کېږي چې دواړه په مختلفو دلایلو د سخت دریځو ملاتړ کوي.

د چارو کتونکي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د نفوذ او ستراتیژیک عمق لپاره او روسیه د دې لپاره چې امریکا ته ګوزار ورکړي د طالبانو او سخت دریځو پیاوړتیا غواړي.

0 thoughts on “د روسیې او پاکستان دفاع وزیرانو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې”
  1. روسیی به پنجاب ته فرمایش ورکړی وی چی تاسی زمونږ د کا جی بی غړی حمایت کړی چی قدرت کی پاته شی او مونږ به هم تر خپلی وسی پوری پدی هکله ستاسو ملاتړوکړو. پاکستان او ایران خونن په هرات کی خپل زور ښکاره کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *