یادونه او دردونه ، د ښاغلي جاوید احمدزي دوهمه شعري ټولګه ده ،چې تازه په تازه په ۹۹ مخونو کې چاپ شوې ده .

ښاغلی احمدزی په بلجیم کې ژوند کوی او ډېر وخت کېږي چې له هېواده مساپر دی.

یاد کتاب د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ  د اسد دانش مطبعه  کابل کې د لیکوال په مالي لګښت په ښکلي صحافت چاپ کړی .

په دې شعري ټولګه کې غزلونه،نظمونه او څلوریځې راغلې دي ،په کتاب ښاغلي عبدالغني هاشمي سریزه کښلی او د ډیزاین کار یې ښاغلي سپين سهار بشپړ کړی دی.

تاسو کولي شي چې یاد کتاب د کابل ښار د کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي.

لیکوال ته د لا بریاوو په هیله!

په درنښت

افغان کلتوري ټولنه

بلجیم – د انتورپن ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *