د وروستي راپور له مخې د افغانستان د فوټبال ټیم ټول لوبغاړي له روغتونه رحضت کړای شوي او د ټولو حال ښه دی.
د راپور پر اساس د ازادزوی روغتیايي وضعه هم کاملاً ښه ده او لومړني راپورونه سم نه دي چې د نوموړي روغتیايي وضعه یې خرابه ښوولې وه.
د افغانستان د فوټبال د ټیم ۴ لوبغاړي په ترافیکي پېښه کې ژوبل شول
تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم څلور لوبغاړي روزونکی او یو خبریال نن له لاووس سره له مسابقې وروسته هوټل ته د تلو په لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپیان شول.
د فوټبال ټیم سرچینو تاند ته وویل چې مصطقي ازادزوی، اسلام امیري، فیصل شایسته او فیصل سخي زاده په دې پېښه کې ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز د افغانستان د فوټبال روزونکی یوسف کارګر، او د اریانا تلویزیون یو خبریال سید علي کاظمي هم ژوبل شوي دي. یو شمېر نور لوبغاړي هم برسېرن ژوبل دي.
ویل شوي چې په دې بېښه کې، چې په یوه لویه لاره کې د ګڼو موټرونو د ټکر په نتیجه کې وشوه، د مصطفي ازادزوی روغتیايي وضعیت ښه نه دی. کیپتان اسلام امیري هم سخت ژوبل شوی دی.
له دې پېښې مخکې د افغانستان د فوټبال ټیم د اسیا د چلینج کپ د سیالیو په بي ګروپ کې له لاووس سره مخامخ شو خو له ډېرو حملو سره سره یې ونه کړای شو چې ګول ووهي.
د افغانستان او لاووس مسابقه صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده خو افغان ټیم په بي ګروپ کې په دوهم مقام کې د مسابقو بل پړاو ته ووت.
افغانستان به د مسابقو په بل پړاو کې له فلسطین سره مخامخ شي.
په فارسی کی وایی .جای که سنگ است دپای لنگ است