تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په یوه غونډه کې وویل، خلک پرېږدئ چې په خپله د جنت لاره غوره کړي.

روحاني، چې د ایران په ملايي رژیم کې منځلاری عالم بلل کېږي، د خلکو په شخصي چارو کې د حکومت د ځینو عناصرو پر مداخلو نیوکه وکړه، ویې ویل:«د خلکو په کارونو کې دومره کار مه لرئ، حتي که د زړه سوي په خاطر هم وي؛ راځئ چې خلک پرېږدو د خپل جنت لاره په خپله غوره کړي، په زور او شلاقو خلک څوک جنت ته نه شي بېولی.»

تر افغان طالبانو څو لسیزې پخوا د ایران واکمنانو پر خلکو هغسي اعمال په زور اجرا کول چې د دوی ته اسلامي او شرعي ښکارېدل خو د ایران واکمنانو د وخت په تېرېدو په ځان کې زیات بدلونونه راوستل مګر لا هم ځیني سخت دریځي د خلکو له ورځینو کارونو او دودونو سره سروکار لري، په زوره یې مجبوروي چې هغسي واوسي چې دوی یې غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *