پېښور: په خېبر پښتونخوا کې د افغان محصلينو اتحاديې  دپېښور پوهنتون د اسلاميه کالج د  خېبر يونين تالار  کې د جمعې په ورځ  د مۍ  د مياشتې پر ٢٣ نيټه  غونډه وکړه  دغونډې  موخه د افغان محصلينو لپاره  د بورسونو  له لارې بهرنيو هېوادونو ته د تګ لپاره ښوونيز ورکشاپ وه  غونډه د سهار پر٩ بجو پيل  شوه  د قران کريم له تلاوت څخه وروسته ملي سرود  وړاندى شو  غونډې ته د افغان محصلينو رئيس خليل کريمي د اتحادي په تېرو او راتلونکي فعاليتونو رڼا واچلوه او محصلينو ته يې ډاډ ورکړ. چې په راتلونکي  کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. افغان محصلينوته بهرنيو هېوادنو ته د بورس له لارې دتگ  لارښوونه وشوه، د افغان محصلينو د اتحادي پخواني رئيس  رياض درمل گډونوالو ته د بورس له لارې د تل لارښوونه وکړه او اسانې لارې ورپه ګوته کړې. غونډې ته  د افغان کمشنرۍ استازي وويل چې ۱افغان محصلينو ته به هر راز اسانتياوي برابرې کړو  کوښښ به کوو چې افغان محصلينو ته د کمشنرۍ له لارې کوټې زياتې کړي. افغان محصل نجيب  ننګيال هم محصلينو خپلو درسونه او دندو  ته ځير کړل.غونډې ته په پېښور کې د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مسؤل  سردار خان سيرت محصلينوته د هرراز مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د محصلينو د حقوقو لپاره به ګام پر ګام غږ اوچتوي او  د الحاج امام الدين ساپي پيغام يې  ولوست،  نامتوشاعرانو اباسين يوسفزي او اسرار اتل  شعرونه وړاندې کړل په پاى کې محصلينوته  د ميلمنو په لاس ته ستاينلکيونه ورکړل شول. غونډه د قاري  معراج الدين په دعا پاى ته ورسېده  شاوخوا ٢٥٠ افغان محصلينو، د مهاجرينو د رياست او  د ورزش کارانو استازو په  غونډې کې برخه اخيستې وه غرمنۍ هم ورکړل شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *